البم نمبر۱۲...پيسا ټاور هم زياته په نړېدو دى
دَ البم نمبر۱۲دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...
عکس -۱ ... دَ اټلي دَ هغه کاږه پیسا ټاؤر ننداره ، چې تر عکس زیاته په لیدلو ارزي – دا ټاؤر یوې خواته دومره کوږ ولاړ دی، چې په اول نظر کتلو داسې محسوسېږي لکه اوس چې به سر دَ مځکې سره وَنښلوي –
عکس-۲ ... شوق دَ اټلی په پیسا ټاؤن کې دَ ستړیا وساکولو په وخت له ملګرو څخه رابېل شوی دَ یو دوکان په تړه ناست دی –
عکس-۳ ... په پیسا ټاؤن کې شوق دَ کاسموس ټوؤر دَ بس له ډرائیور مسټر دانیال دَ بس مخې ته ولاړ-
عکس-۴ ... دَ فلورینس ښارڅخه په یوه اړخ دَ مائیکل اېنجلو په لاس جوړه خپله لغړه مجسمه دومره شهرت لري چې خلګ یې کتلو ته تږې وي –
عکس-۵ ... دَ فلورېنس دَ سوربخونو بامونو ښائیسته ښار یوه په زړه پورې ننداره – مائیکل اېنجلو دَ دغه ښار اوسېدونکی ؤ –
عکس-۶ ... شوق دَ مائیکل اېنجلو دَ مشهورې مجسمې چې اوس دَ قامي مونامنټ حېثیت لري مخې ته ولاړ ځان دَ نه هېرېدونکې یاد برخه جوړَوي –
عکس-۷ ... دَ نوموړي سېنټ کروس په ګرجا کې دننه دَ سر ګلیلئیو دَ تابوت (قبر) مخې ته ولاړ شاید چې دَ هغه دَ تراخو رښتیاؤ په اړه هغه ته خراج تحسین وړاندي کول غواړي –
عکس-۸ ... شوق چې شا ته یې دَ فلورېنس ښار دی په ښائیسته منظر کې ځان تحلیل کول غواړي –
عکس-۹ ... شوق په فلورېنس ښار کې دَ یو ښکلې رېسټورېنټ مخې ته ولاړ دی –
عکس-۱۰ ... شوق دَ سېنټ کروس په ګرجا کې دَ مائیکل اېنجلو تابوت وزمه قبر مخې ته ولاړ هغه ته عقیدت وړاندې کول غواړي –
عکس-۱۱ ... ملګری روني شوق دَ سوربخونو بامونوښکلې ښار فلورېنس کې دَ ستړیا وساکولو په وخت له ځینونورو اروپایانو سره خوا کې ناست دَ پرُسکونه چاپېریال خوندونه لوُټل غواړي -