البم نمبر۱۴...دَ خوبَولو سترګو ویښ ښار
دَ البم نمبر۱۴دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...
عکس-۱ ... دَ سپېن بارسلونا نوموړی رامبلاس سټریټ ، چرته چې هر سهار، غرمه او ماځیګر څه، چې دَ ماښامونو دَ پاره هم ځان ځانته رنګونه او ډېرې په زړه پورې بڼې ، خو دلته دا خبره دَ ښائیسته او مستو هسپانۍ پېغلو په حقله کوم ، چې دې ښار یا هېواد ته راغلې بهرني سېلانیان په داسې وئیلو ضرور پارَوي چې ... هسپانۍ سترګې په بڼو ویشتل کوي –
عکس-۲ ... له بالا څخه اخیستل شوی دَ بارسلونا ښار یوښکلی عکس ، چې سترګې برې خوږېږي –
عکس-۳ ... هغه نوموړي تاریخي ساګرادا نامې ماڼۍ، چې دَ بارسلونا ښار په ګودۍ نامې برخې کې له هسکو تېرو بُرجونو سره داسې په هنري کمال ولاړه ده، چې سېلانیان یې کتلو ته ډېر نا آرامه وي –
عکس-۴ ... دَ بارسلونا دَ ښار په یوه پلن فټُ پات باندې یو روبوټ وزمه سړی له خپلو بېلابېلو لوبو سره سم په پیسو ټولولو اخته ښکاري او شوق یې مخې ته په دې ولاړ دی چې هغه ساه اخیستونکی روبوټ دَ ده په کوائن (ګړدۍ پیسه) هم حرکت وکړي – ګوا دا انسان ساه هم په داسې هنر اخلي چې هډو محسوسېږي نه چې ګنې ژوندی دی ... خو کله چې دَ تماشایانو له خوا ورته په مځکه ګړدۍ پیسه (کائن) وَغورځولی شي نو دا روبوټ وزمه سړی اړخ یا پوز بدل کړي – داسې انساني روبوټونه دَ پیسو ټولولو دپاره نن سبا په اروپا کې ډېر لیدل کېږي –
عکس-۵ ... په رنګارنګ ګڼو روائتي جامو کې پټې داسې هسپانۍ پېغلې په بېلابېلو قامي مېلو یا ثقافتي پروګرامونو کې دَ ډانس کولو په وخت لیدل کېږي -
عکس-۶ ... په بارسلونا کې دَ نمائش دپاره ولاړه دَ سر کرسټوفر کولمبس هغه کشتۍ، چې ده دَ سفر کولو دپاره په کارَوله –
عکس-۷ ... شوق او دَ هغه خوږ ملګری داني په بارسلونا کې دَ زړخوښیانو په لټون له یو بل سره په ملګرتیا کولو کې خوشحاله برېښي –
عکس-۸ ... شوق دَ هسپانوي هېواد دَ بارسلونا شار په یوه ښائیسته او ډېر پراخ پارک وزمه فټُ پات باندې دَ ښکلا دَ رنګونو په لوُټلو کې بوخت –
عکس-۹ ... دَ بارسلونا زیاتره پېغلې مازیګر مال دَ ښار په فټُ پاتونو باندې داسې په مستۍ کې روانې لیدل کېږي لکه هغوئ چې ګامونو په مځکه نه، بلکې دَ نریناؤ په زړونو باندې ږدي –
عکس-۱۰ ... شوق دَ ساګرادا (ګودۍ بارسلونا) مخې ته ولاړ خپل عکس دَ دې تاریخي او په ځانګړي انداز جوړې ماڼۍ برخه جوړول غواړي –
عکس-۱۱ ... شوق په بارسلونا کې دَ کاسموس ټوؤرنګ هغې بس مخې ته ولاړ دی چې هغه له خپلو نړئیزو سېلانیانو ملګرو سره دَ اروپا سېل په کې کولو ته چمتو شوی ؤ –
عکس-۱۲ ... شوق په بارسلونا کې دَ اولمپک سټیډیم په بالائي لوې دروازې کې ولاړ او شاته یې دَ کاسموس سېلاني ملګرو پرته نور راغلې سېلانیان هم لیدل کېږي –