البم نمبر۱۵...هلته کافر زړه ته ...
مسلمان زړه پخوا لا ماتې خوړلې وه
دَ البم نمبر۱۵دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...
عکس-۱ ... شوق او ملګری روني دَ سپېن هېواد دَ مېډرډ ښار په یوه رېسټورېنټ کې دَ ستړیا وسا کولو پرته دَ هسپانوي آرټ (فن دَ مصورۍ) یوې ښکلې نندارې برخه هم ځکه ګرځېدل غواړي چې دَ پیکاسو په دې هېواد کې دَ مصورۍ فن ته ډېر اهمیت حاصل دی–
عکس-۲ ... شوق دَ هسپانویانو په ښکلې مېډرډ کې دَ سېل کولو په وخت دَ یو هارس مېن مونامنټ مخې ته ولاړ دی –
عکس-۳ ... دَ سپېن یوه ډېره لویه او ښکلې تاریخي ماڼۍ، چې دَ هسپانویانو دَ عزت او عظمت نخښه بلل کېږي – ځکه خو سېلانیان یې کتلو ته له لیرې لیرې هېوادونو څخه راځی او ځانونه دَ دې ماڼۍ تر هنري ښکلا پوري رسوي -
عکس-۴ ... شوق دَ مېډرډ ښار دَ یوې شارع په پراخ فټُ پات باندې ولاړ خپل عکس کېمرې ته سپاري کېدای شي په دې وجه سپاري، چې دلته که څه هم ډېر لږ خلګ په بازارونو کې ګرځي، خو بیا یې هم فتُ پاتونه لکه پارکونه پراخ او په هره مانا روح ته سکون بخښي -
عکس-۵ ... دَ سپېن په یوه غټ سټېډیم کې دَ بُل فائټنګ یوه نندار، چې له دغې ځناوري لوبې سره دَ دې ځای دَ خلګو جنون له ورایه په کې ښکاري – داسې څرګندېږي لکه دغه بُل فائټنګ دَ ویدو احساساتو دَ لړزولو سره سره ... دَ هغوئ وَ سړو جذباتو ته ځناوري بڼې هم ورسپاري – هو، په دې کې هیڅ شک نیشته چې هسپانویان دَ جون سره ګنډلی ژوند کولو کې سکون محسوسوي – دلته په ټېلیویژنانو باندې دا لوبه ګوره چې دَ کوم مقصد دلاندې ډېر ډېر ښکاره کوي ؟ دا هغه سوال ؤ، چې تر آخیره یې زه او زما سېلاني ملګري ځواب ته وَرسېدو-
عکس-۶ ... داسې خو شوق په دې عکس کې دَ سپېن په ښائیسته او صفا ښار کې دَ سېل کولو په وخت یوازې ښکاري، خو دَ دې هېواد په ښکلاګانو کې یې ویده احساسات ګوره چې دَ کومو زړخوښیانو له لارې نه یوازې ویښ شوی بلکې زړه ته ور تېر هم برېښي ؟
عکس-۵ ... په مېډرد کې دَ هغه هوټل عکس، چې په کې شوق او دَ هغه درست سېلانیان ملګري دَ دؤ شپو دپاره استوګن شوي ؤ-
عکس-۶ ... دَ مېډرډ ښار په یوه سوړ بازار (دَ رش په حواله) کې دَ مازیګري خواته له بلا ډېرو نه ستړي کېدونو احساساتو سره داسې مل برېښي لکه هغه چې په خپلو مزغو کې دَ تړلو غوُټو دَ خلاسولو په نیت راوتی وي -