البم نمبر۱۶...هغه ښار ؤ که مات بنګړی ..؟
دَ البم نمبر۱۶دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...
عکس-۱ ... شوق په سان سباشین کې دَ خپل هوټل دَ خونې په بالکونۍ کې ناست خپل عکس دَ هغې سمندري څنډې سره ګنډل غواړي، چې دَ یو ګلرنګه مات بنګړي په رنګه ښائیسته بڼه لري –
عکس-۲ ... دَ هوټل له خونې څخه دَ ښائیسته ساحلي ښار سان سباشین دَ یوې شارع ننداره ، چې دَ بلدنګانو تر شا یې په سمندر کې جوړې دوې جزیرې (ټاپوګان) چې دَ شپې خواته یوه په سرو رڼاګانو او بله په زرغونو رڼاګانو داسې جنت وزمه منظر وړاندې کوي ، چې دَ خوند توری یې په تعریف کې ډېر وړوکی وَ برېښي – دَ نندارې سره ګنډلی دَ شوق عکس هم برېښي -
عکس-۳ ... شوق دَ سان سباشین په سمندري غاړه باندې ولاړ دی –
عکس-۴ ... شوق دَ سان سباشین دَ سمندر په غاړه ولاړ او شاته یې که په ژېړبخون او صفا رېګ باندې ځینې ملګري او نور خلګ ناست برېښي ، نو ورڅخه په څه واټن دَ سمندر په شنواوبوکې دوې وړې جزیرې هم ښکاري –
عکس-۵ ... شوق دَ هوټل له خونې دَ سان سباشین دَ رنګونو څخه دَ خوند اخیستلو په موډ کې –
عکس-۶ ... ډېني هاؤ او دَ هغه فېمیلي او جرمیلا پېک دَ سان سباشین دَ ساحل سره جوخت هوټل دَ وړې لابي په یوه کونج کې ناست او خوراک کولو کې مشغول هم دي –
عکس-۷ ... په سان سباشین کې یو اوپن ائیر رېسټورېنټ ، چې په لرینو ورځو کې ورته له ډېره رشه لار نه کېږي –
عکس-۸ ... شوق په سان سباشین ښار کې دَ یوه جلوس مخې ته ولاړ دا څرګندول غواړي ، چې دلته هم خلګ دَ حکومتي چار واکو پام په داسې جلوس جلسه ، پرُامنه مظاهرو او یا بیا په واکونو باندې را اړول غواړي –
عکس-۹ ... شوق دَ اروپا په ټؤر کې زیاتره وخت یوازې ځکه لیدل کېږي چې په سر یې دَ اروپا په حقله دَ خپلې عمراني مطالعې ستړیاګانو پرته بلا نور سیاحتي اغراض هم سر ته رسول په برخه شوې ؤ-
عکس-۱۰ ... دَ سان سباشین په لورې تلونکې لویه لار کې دا پُل او دَ سان سباشین دَ ښار داسې خوش رنګه منظرونه په هر دویم ګام خپلې بڼې بدلوي –
عکس-۱۱ ... دَ کاسموس ټوؤرز دَ بس ډرائیور مسټر دانیال، ملګری داني او شوق دَ سان سباشین ښار په لورې چرته یو ځای په لاره کې دَ یوه رېسټورېنت مخې ته په ډېر خوشحاله موډ کې ولاړ دي –
عکس-۱۲ ... دَ کاسموس ټوؤرز یوه پېغله اروپائي اسکارټ دَ کمپنۍ په یونیفارم کې ، چې په هر دویم ښار کې دَ سېلانیانو دَ آرام و آسائیش خیال ساتلو کې بخت لیدل کېږي –
عکس-۱۳ ... په سان سباشین کې شوق دَ هوټل په خونې کې دَ ټولې ورځې دَ ستړیا وساکولو په موډ کې –
عکس-۱۴ ... دَ اروپائي مازیګریانو یوه په زړه پورې منظره، چې په لیدو باندې یې دَ یو سېلاني په مزغو کې بلا سوالونه سر اوچتولی شي -