البم نمبر۱۷...دَ مونا لیزا په موسکا موړ هېواد
دَ البم نمبر۱۷دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...
عکس-۱ ... زَړه آسټرېلین سېلانۍ لوري اوګرېګ له خپلې پېغلې لوُر لوري ویوار سره دَ سېنټس ښار IBIS نامي هوټل کې دَ هغوئ په خوښه دَ شوق دَ کېمرې زینت جوړېدلو ته چمتو دي –
عکس-۲ ... په سېنټس کې دَ ډیني هاؤ او دَ هغه دَ خاندان له غړو څخه پرته نور سېلاني ملګري لکه مسټر چان، پېغله ونیسا اوتېرو او وېلینا دَ یوه مېز شاوخوته ناست خپله ګپه انجوائی کوي –
عکس-۳ ... سوزېن برټ ، کېرولین کېنېډي ،افضل شوق ، داني، ډېلمر او ډارلین بوائیسن هم دَ یو بل غټ مېز شاوخواته ناست په خوږو خنداګانو کې بوخت ښکاري –
عکس-۴ ... دَ سېنټس په هم دغه هوټل کې دَ مېز شاوخواته ناست ملګرو کې پېغله مئی رېنالډ، لارا کوک، پام، اېډرین، وېلینا او بلنډادَ شوق په کېمرې کې خپله دغه ملګرتیا دَ نه هېرېدونکې یاد په رنګه خوندي کوي لګیا دي –
عکس-۵ ... شوق په سونتس شار کې دَ سېل کولو په وخت خپل عکس دَ دې ښار په یادونو کې دَ همېش دپاره نقش کوي –
عکس-۶ ... په سېنټس کې دَ خبل هوټل په لابي کې دَ کاؤنټر ډیسک مخې ته له روني سره په ډېر خوشحاله موډ کې ولاړ دی –
عکس-۷ ... دَ جاپانۍ فېمیلي هر یو غړی خپلې خنداګانې دې عکس ته سپارلو کې داسې څرګندوي لکه هغوئ چې دَ کاسموس دغه ټوؤر ډېر انجوائی کړی وي –
عکس-۸ ... شوق دَ سېنتس په فطري ښکلاګانو کې ځان تحلیل کول غواړي –
عکس-۹ ... دَ خپل هوټل IBISمخې ته په یوه پراخ لان کې شوق او ملګری داني دَ سېنټس ښکلې ښار او خوندونو په نوم خپلې خوشحالیانې رقم کوي لګیا دي –
عکس-۱۰ ... شوق او روني په یوه رېسټورېنت کې دَ ستړیا وساکولو په وخت دَ ښکلو رنګونو او په تېره دَ یو شاهکار لاسي جوړ تصویر برخه جوړېږي –
عکس-۱۱ ... دَ مزل کولو په وخت وَ سېنټ ښار ته دَ رسېدلو وړاندې دَ روډ یوه ننداره او په دې منظر کې دَ معصومې موسکا څېښتنې مونا لیزا عکس –
عکس-۱۲ ... ویلسیم، کرسټائن، شېلا اوډلې، پاټ لېن او اېډنا بریل دَ سېنټس په یوه رېسټورېنټ کې دَ خوړلو څیښلو وړاندې دا موسکاګانې دَ شوق وَ کېمرې ته سپاري -