البم نمبر۲۰...انګلېنډ....

که دَ شېکسپئیر دَ ډرامو کردارونه

دَ البم نمبر۲۰دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...

 

عکس-۱ ... دَ برطانیه دَ سېل کولو په نیت دَ اٍن سائټ  ویسټا ټؤر په بس کې ناست  دَ شوق نوي ملګري ، چې له لندن څخه دَ سټراټ فورډ  په لور پېښه کوي –

عکس-۲ ... دَ دې نوې ټؤر اسکارټ پېغله جؤنا په بس کې دَ لومړي اناؤنسمنټ کولو په وخت سېلانیانو ته هرکلی واي –

عکس-۳ ... شوق دَ کاؤنټري کېتهاډرل مخې ته دَ شېطان او فرښته ، چې په دلته په نوې بڼه کې ښکاره کړل شوي دي سره ولاړ خپل ځان دَ یو انسان په توګه ورګډول غواړي –

عکس-۴ ... دَ سکاټ لېنډ دَ دارالحکومت اېډنبرا په لور له موټر وې څخه اخیستل شوی دَ یوه غټ پُل دا عکس شوق هغه وخت کېمرې ته وسپارلو، چې په خپل هېواد کې دَ برطانوي دور حکومت له خوا تحفه شوې دَ اوسپنو دغسې جوړ پلونه یې مزغو کې ځای وَنیولو -  

عکس-۵ ... په سټراټ فورډ کې دَ سېلانیانو بس مخې ته اُستاد رچرډ، جؤنا او ځینې نور ملګري ولاړ  له ښکلې چاپېریال څخه خوندونه اخلي –

عکس-۶ ... دَ یورک شائر دَ ښار یوه ښکلې ننداره –

عکس-۷ ... دَ بریډ فورډ یوه بله ښکلې نظاره -

عکس-۸ . .. په برېډ فورډ کې دَ هغه سونئیر شاپ عکس، چې موږ دَ سېل کولو په وخت ورته دَ سودا کولو په نیت بوتلی شولو–

عکس-۹ ... شوق دَ کاؤنټري یونیورسټۍ مخې ته ولاړ ځان په تاریخ کې رقم کول غواړي –

عکس-۱۰...  دَ کاؤنتري کیتهاډرل یوه ښکلې نندار، چې پرون له نن سره نه یوازې ګنډي بلکې دَ تاریخي عظمت نخښه هم ورته وئیل کېږي –

عکس-۱۱ ... دَ وارویک کاسل ښائیسته ننداره له لیرې څخه سړی په دې خبرې پارَوي چې عکس یې خوندي کړي –

عکس-۱۲ ... یو انګلش اوپن ائیر پب، چې په دَ څیښلو سره سره له تاوده لمره هم ښه په آسانۍ خوندونه اخیستل کېدی شي –

عکس-۱۳ ... په کنګ مالکون هوټل اېډنبرا کې شوق دَ درستې ورځې دَ ستړیا وسا کولوورسته په خپلې خونې کې دَ اېډنبرا له مازیګریانو او ماښامونو څخه خوندونه اخیستلو پلان  سرته رسوي -