البم نمبر۱۹...دَ برمنګهم په لور ازغنې لارې درومي

دَ البم نمبر۱۹دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...

 

عکس-۱ ... دَ اروپا دَ سېل په ورستي سهار باندې په پېرس کې دَ شوق خواږه ملګرې داني او روني دَ بېلتانه دَ تریخ احساس له سوبه دَ خفګان په موډ کې برېښي او شاته یې ناست جاپانی ملګری توشي له ملګري  چان سره په ګپه اخته دی -

عکس-۲ ... دَ پېرس په ښار کې ولاړ ائیفل ټاؤر، چې دَ دُنیا په اؤو عجوبو کې یوه عجوبه ده –

عکس-۳ ... لوري اوګرېګ، جاپانۍ پېغله کائیکو، جاپانۍ فېمیلي او بل اړخ ته لاراکوک هم له ځینو ملګرو سره ناسته  داسې څرګندوي، لکه دا ټول ملګرې چې له یو بله په بېلتون خوشحاله نه دي –

عکس-۴ ... بس په فرانس کې دَ دې هېواد دَ هغې مشهوره بندرګاه په لور روان دی ، چې دَ انګلش چېنل نامي سمندر سره جوخته جوړه ده –

عکس-۵ ... ائیفل ټاؤر او پېرس ته دَ خدُائی په اماني کولو یوه علامتي عکس –

عکس-۶ ... شوق په بس کې دَ شا په سیټ کې ناست دَ یو څو لمحو دپاره دَ خپل اروپائي نه هېرېدونکې ټوؤر احساسوي او له خوږو ملګرو څخه یې بېلتون دَ پرېشانۍ سوب جوړېږي –

عکس-۷ ... دَ فرانس یوه علاقائي ننداره چې په موټر وې باندې دَ بېخي تېز سفر کولو له سوبه دَ سترګو په رپ کې شاته پاته شوه –

عکس-۸ ... شوق په پېرس میوزیم کې دَ مونالیزا دَ اوریجنل عکس سره په څنګ کې ولاړ دَ هغې موسکا دَ روح سره ګنډي لګیا دی –

عکس-۹ ... دَ فرانس په سفر کې شاته پاته شوې یو بله نظاره داسې څرګنډوي ، چې لکه هر څه چې به هم دغسې شا شا ته پاته کېږي –

عکس-۱۰ ... دَ لندن یو انګلش بار ، چې دَ ذهن او بدني ستدیاګانو دَ وسا کولو پلمه ګرڅي او مازیګري خواته دَ ډېر رش له سوبه ورننوتلو ته  لار نه کېږي –

عکس-۱۱ ... دَ لندن دَ ښار یوه روائتي کوڅه او شوق دَ یوې بلې ټوؤرنګ کمپنۍ اٍن سائټ  دَ سېلاني ممبر په حېث دَ هغې کمپنۍ دَ بس مخې ته له خپل نوي سېلاني ملګري  پام سره ولاړ  

عکس-۱۲ ... دَ لندن ښار له لورې یوه ختونکې لاره –

عکس-۱۳ ... په لندن کې مېښته دغه جنوبي امریکن پېغله چوُي، چې دَ افضل شوق په یوه نظم کې دَ اهم کردار په توګه یاده شوی ده -  

عکس-۱۴ ... شوق په لندن کې دَ تهېمز دریاب په څنډه ولاړ دَ خپل چاپېریال سره دَ غاړې وتلو دَ احساس  سره ګنډلی برېښي-

عکس-۱۵ ... شوق دَ لندن په یوه شاپنګ مال کې دَ وینډو شاپنګ کولو په وخت -