البم نمبر۲۱...دَ دوزخي حوُرو په جنت کې

دَ البم نمبر۲۱دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...

 

عکس-۱ ... په اېډنبرا کې دَ یو وولن مل وَ مخې ته شوق او ټؤر اسکارټ جؤنا څنګ په څنګ ولاړ ګوره چې په کوم خبره باندې نري نري موسېږي؟

عکس-۲ ... دَ بارسلونا دَ ساګرادا وزمه ماڼۍ دلته په برطانیه کې دَ شوق په مزغو کې بلا سوالونه اوچتوي –

عکس-۴... دَ اېډنبرا یوه  ښکلې ځنګلي بڼه -

عکس-۵ ... ... دَ اېډنبرا دَ ښار سره جوخته یو په زړه پورې منظر، چې دَ دې ښکلې رومانوي ښار پېژندګلوي ورڅخه په ښه توګه کېدلی شي –

عکس-۶ ... دَ ګلاسکو دَ ښار یو سترګې خوږَونکی منظر-

عکس-۷ ... دِ اېډنبرا یو نوموړی کاسل، چې دَ ښار ښائیست پرې سېوا ښکاري –

عکس-۸ ... دَ اېډنبرا تاریخي عظمت له داسې تاریخي اثارو څرګندېږي -

عکس-۹ ... شوق په ګلاسکو کې دَ ماښامي وَ خواته دَ هوټل له خونې وتلو ته وزر تلي –

عکس-۱۰... دَ اٍن سائټ بریټش ویسټا ټؤر ملګرې دَ بلېک سمت په شاپ کې چې دَ سکاټ لېند په موفات نامي ښار کې تش دَ دې مقصد دپاره مشهوره دی، چې دلته په کې ځوانې جوړې دَ دې هېواد دَ قانون په سمه  په ۱۶ کلونو کې هم خپل واده سرته رسولی شي – ارومرو داسې  لکه دا افضل شوق او دَ شوق درست ملګرې چې په کې ناست په درامائي انداز کې ښودل شوي دي – دلته چې کوم ګروپ هم راځي نو له داسې ډرامې سره یې مخامخ کوي – ولې دَ هغوئ له قوله دغه رنګه کولو کې دَ دې بلېک سمت شاپ اصل اهمیت رابرسېره کېږي – دَ دې عکس کاپۍ هر ملګرې ته دَ هغوئ دَ هېواد په ایډرس لېږل شوې وه –

عکس-۱۱... دَ اېډنبرا دَ مشهورې تاریخي ماڼۍ یوه بله ننداره –

عکس۱۲... دَ اېډنبرا دَ ښار یو ښائیسته ښاري منظر –

عکس-۱۳... دَ لوې برطانیې ، خصوصاً دَ اسکارټ لېنډ دَ ښځو رواجي او روائتي رقص ، چې په قامي مېلو او کلتوري پروګرامونو کې یې پېغلې له مست میوزیک سره ډېر په هنري انداز کوي –

عکس-۱۴ ... سېلاني ملګري لکه مارک هېلي، لینا، بانو مدون، افضل شوق او ځینې نور دَ اېډنبرا په یو رېسټورېنټ کې دَ میز شاوخوا ناست په خوش ګپیانو کې مشغول دي –

عکس-۱۵ ... دَ اېډنبرا دَ ښار یوه بڼه، چې ژوند په دَ سکون ساه اخلي –

عکس-۱۶ ... افضل شوق او پېغله نتاشا سارا( دَ شوق په یوه نظم کې یې ذکر شوی دی) په ګلاسکو ښار کې –

عکس-۱۷ ... دَ اېډنبرا دَ ښار یوه داسې په زړه پورې ننداره ، چې شوق یې په عکس خوندي مجبوره کړی ؤ -