البم نمبر۲۲...هلته رنګونه خبرې کوي

 

دَ البم نمبر۲۲دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...

 

عکس-۱ ... دَ شوق یو مخصوص عکس دَ برطانیې دَ سېل په وخت له یو داسې لېنډسکېپ سره، چې که سړی شاعر نه هم وي ، نوشاعرانه مزاج یې دَ فطرت برخه وَګرځي –

عکس-۲ ... دَ ټؤر اسکارټ پېغله جؤنا، افضل شوق او دَ بس ډرائیور مسټر رچرډ په لېک ډسټرک کې دَ یوې وړې دمې په وخت په یوه پُل باندې له یو بل سره عکسونه دَ یادونو برخه ګرځوي –

عکس-۳ ... دَ لېنډ سکېپ یو بل ښکلې منظر، چې دَ خوب یوه نالیدلې جزیره ښکاري –

عکس-۴ ... دَ لیک ډسټرکټ دَ ډم اوبو په څنډه باندې دَ وړو کشتیانو دپاره جوړ پلېټ فارم سترګې خوږولو پرته دا خبره هم په مزغو کې دَ سوال په توګه راپورته کوي چې دومره ښائیست او صفائي هم وي چې چرته هم دَ پلاسټکو کڅوړې په نه ښکاري ؟

عکس-۵ ... دَ پرسټن ښار دَ هوټل نووټل چرته چې شوق له نورو سېلانیانو سره استوګن ؤ په چمني لانونو کې جوړ ه دا دَ مینې په نوم جوړ بُت  دَ دې ځای دَ خلوص ښودنه کوي -  

عکس-۶ ... یوه تاریخي زَړه کلا او په چوک باندې په آس باندې دَ سپور دَ یوه هېرو یادګار، چې په لېک ډسټرکټ کې دَ سفر کولو په وخت یو ځای شاته پاته پاتې شو –

عکس-۷ ... دَ ډسترکټ لېک په ناؤو کې داسې رنګه ښکلې منظرونه ځای په ځای لیدل کېږي –

عکس-۸ ... دَ پرسټن ښار په نووټل نامې هوټل په لان کې دوې مجسمې ، چې دَ سترګو ګټلو سوب دي

عکس-۹ ... دَ سفر کولو په وخت پېغله جؤنا په بس کې ناستو سېلانیانو ته روډ یو اړخ ، بل اړخ خورو ورو ښکلاګانو په اړه دَ معلومات وړاندې کوي –

عکس-۱۰ ... ملګري کرسټائنا او نورما وسالو په لېک ډسټرکټ کې په سېل کولو بوخت ښکاري –

عکس-۱۱ ... دَ پرسټن ښار یوه روائتي او ښکلې بڼه –

عکس-۱۲ ... پېغله جؤنا دَ سېل څخه خوندونه اخیستلو په موډ کې دَ بس له شیشې څخه دَ دباندې ښکلاګانې په زړه اخلي –

عکس-۱۳ ... شوق په جیسټر ښار کې دَ ستړیا وساکولو په وخت –

عکس-۱۴ ... دَ چیسټر ښار دَ بازاري رونق او بلډنګانو یوه ښائیسته ننداره ، چې په کې زړه وَ آوره ګردۍ کولو ته تڼۍ شلوي –

عکس-۱۵ ... سېلاني ملګري لکه مارک هېلي، سنګاپورین پېغله اېلي سن، لینا او افضل شوق  په چیسټر ښار کې دَ سېل کولو په وخت دَ کېمرې مخې ته تر خپلو دوستانه ملګرتیا او تړون دَ یوه نه هېرېدونکې یاد په توګه خوندي کوي –