البم نمبر۲۳...په څنګه ټکو دي وَستایم .. ؟

دَ البم نمبر۲۳دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...

 

عکس-۱ ... په پرسټن کې دَ نووټل نامې هوټل چې شوق او سېلانیانو په کې استوګنه کوله په لانونو کې جوړې فوارې او داسې رقم رقم بُتونه ځای په ځای ماحول رومانوي کولو-

عکس-۲ ... آکسفورډ یونیورسټۍ او په کې یوې بلې خواته روان راروان سټوډنټس –

عکس-۳ ... شوق په آکسفورډ ښار کې دَ ښکلاګانودَ تړل شوؤ ګنډو دَ څپړلو ورسته دَ ستړیا وسا کولو په وخت –

عکس-۴ ... سېلاني ملګري لکه مارک هېلي، افضل شوق، سنګاپورین ځوانه جوړه چې سړی ایډوین تان او ښځه اېلي سن پرته چینائي ملګرې جوړې په آکسفورډ ښار کې دَ یوه فوټو برخه جوړېږي –

عکس-۵ ... جؤنا په ټؤرنګ بس کې سېلانیانو ته دَ لوې برطانیې په اړه معلومات ورکوي –

عکس-۵ پلس ... آکسفورډ ښار یوه ښکلې بڼه چې په روډ یې تر انسانانو زیات سائیکلان ښکاري -

عکس-۶ ... سېلاني ملکرې نورما وسالو او افضل شوق دَ انګلېنډ په بارډر باندې پراته غټ کاڼې سره ولاړ خپله ملګرتیا یادونو ته سپاري –

عکس-۷ ... بات ښار ته نېزدې یوه په زړه پورې ننداره –

عکس-۸ ... دا لاره وِ هغه ښائیسته وینډسور کاسل ته درومې ، چې دَ برطانیې دَ باچاهانو او شاهي خاندان دَ پاره دَ ژوند دَ استوګنې پرته دَ آخیري آرام ګاه په توګه هم په کار راوړل کېږي او په درځنو باچاهان په کې خاورو ته سپارل شوې دي –

عکس-۹ ... شوق دَ یوه انګلش چرچ  مخې ته ولاړ –

عکس-۱۰ ... افضل شوق په بات کې له سېلاني ملګرو، چې په کې وېلما، هېري، مارک هېليو مارلئیو، رامون او سولیوان سره په یوه ګروپ تصویر کې –

عکس-۱۱ ... شوق په اکسفورډ ښار کې –

عکس-۱۲ ... دَ ان سايټ ټؤرنګ سېلانیان ملګرې په آکسفورډ کې –

عکس-۱۳ ... شوق دَ آکسفورډپه یوه بازاري کوڅه کې ځان دَ یاد جزیرو ته سپاري –

عکس-۱۴ ... افضل شوق له جاپاني سېلاني ملګرو سره په ګروپ تصویر کې موسکاګانې شریکوي-

عکس-۱۵ ... په لندن کې یو ځوان پیسې راټولولو په نیت په جوکري انداز کې لیدل کېږي –

عکس-۱۵ پلس  ... دَ انګلېنډ په ټؤر کې شوق په خپلې خونې کې دَ مزل ستړیا وسا کولو په موډ کې –

عکس-۱۶ ... سولیوان، بانو مدون، افضل شوق، بارلې، جرمیلاپېک او ځینو نورو ملګرو سره-

عکس-۱۷ ... ملګرې نتاشا سارا او افضل شوق په لندن کې په دویم ځل له یو بل سره ویني –