البم نمبر۲۴...دَ خیالونو په ګودر مې تندر پرېوت

 

 

دَ البم نمبر۲۴دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...

 

عکس-۱ ... شوق دَ لندن ښار په یو پب کې  دَ یو فاتح په حېث موسکنی ښکاري – ولې چې دَ یورپ دَ ټؤر په ورستۍ ورځ شاید چې دائی خپل ځان ډېر خوش قسمته بلي -

عکس-۲ ... په لندن کې دَ ټولې ورځې دَ ستړې مزل ستړیاګانې په ډائرۍ کې را اړولو دپاره  شوق دَ هوټل په خونې کې ناست –

عکس-۳ ... شوق په لندن کې سېل کولو په وخت داسې خو یوازې ښکاري ، لاکن  دَ تېرې نیمې میاشتې سفرونه یې دَ یادونو په رنګه ملګرې برېښي –

عکس-۴ ... دَ دوبۍ یو په زړه پورې منظر، چې په کې یو ښکلې هوټل دَ دې ښار شائیست نور نور زیاتوي –

عکس-۵ ... په دوبۍ کې دَ سرو زرو دَ یو غټ دوکان دَ دننه ننداره –

عکس-۶ ... په دوبۍ کې دَ قامي او کلتوري پروګرام یوه په زړه پورې ننداره، چې په کې بېلي ډانس دَ یو اهم ائیټم  په توګه وړاندي کېږي – دَ مغرب سپین پوستي سېلانیان داسې پروګرامونه ډېر په شوق او ذوق ګوري -

عکس-۷ ... دَ دوبۍ دَ ماجت یوه روُح خوشحالونکې ننداره، چې په کې عربیان په اوړو کې دَ مالګې برابر هم نه ښکاري –

عکس-۸ ... دَ مغرب یوه پېغله او یو سړی په اوشانو باندې دَ خپلو ډالرانو په زور سېل ته جوړېدلي دي او اوښوال یې که دوبۍ عربۍ نه هم دی ، خو دَ عربو په جامه کې برېښي –

عکس-۹ ... دَ دوبۍ دَ ښار شاوخواته دَ رېګ غټ غټ مېدانونه او داسې اوښان لیدل کېږي –

عکس-۱۰ ... دَ سمندر په اوبو کې جوړ یو کشتۍ وزمه هوټل ، چې دَ یوې نادرې عجوبې څخه کم نه دی جوړ –

عکس-۱۱ ... دَ دوبۍ یوه بله ښکلې ننداره چې افضل شوق یې برخه جوړېدلو ته هڅوال دی –

عکس-۱۲ ... دَ عربیانو په غېرتي خاوره باندې دَ شپې مغرب وزمه زړخوښیانې او په یخو اوبو وینځل شوې بدمستیانې –

عکس-۱۳ ... په دوبۍ کې دَ ګولف یو په زړه پورې فیلډ –

عکس-۱۴ ... دَ دوبۍ دَ انټرنېشنل ائیرپورټ دَ ټرمینل دننه یو ښکلې منظر-

عکس-۱۵ ... په دوبۍ کې دَ ټنګ ټکور یوه منظره، چې دلته په هر دویم غټ هوټل کې لیدل کېدای شي-