(ایاز داؤدزی .......... دَ پښتو دَ زنې خال)

 

 

        دَ ایاز داؤدزي په مرګ   !!!

 

هغه ونه

چې یې زه  سیورې  دلاندې

دَ اور اور لمر

له تودشه په امان وم

هغه ونه

تکه شنه ونه ناځاپه

دَ بې وخته خزانونو

دَ بادونو نطر څه شوه

چې په څانګو کې یې پاڼې پاته نه شوې

هغه ونه

دنګه ونه

بیا هیڅکله زرغونه نه شوله ځکه

چې وَ څنګ ته یې

ولاړو کږو ونو

په ما زېری

دَ ویر زېری داسې وکږو

چې

ورځه په بله لاړ شه افضل شوقه !!

دغه ونه

په مثال دَ ګور دَ سنختې

دَ ماضي دَ یاد په رنګ به هم اوس داسې

وي ولاړه تر هغو

چې وَچ لرګي یې

سوځوَلي دَ  تودو غرمو لمر نه وي

خو، لا زه وم

چې ترې تلی نه شوم په بله

هو....  په دې چې

زما په چپه څومارغانو

په دې ونې کې ځاولۍ وې جوړې کړې

   

                                   افضل شوق / ۲۸م جون ۲۰۰۸ع