څو خبري ...

 

 دا زه چي هنداري په كاڼو ولم .. لېونى نه يم ­ ولي چي ماته هنداري اوس څېرې نه ، بلكې دَ څېرو تر شا پټي هغه غاښوَري او په سرو وينو باندي لړلي داړي راښئيي ­ چي دي  خو انساني ، لاكن ځناوروزمه برېښي څه ، چي ما هم داړل غواړي ­ نو ځكه ځان ورڅخه ژغورل غواړم او انسان اوسېدل غواړم ­ هو، كه څه هم زه خپله په خپل اندرون كي ورته مونېدلى يم ­ هرڅه هرڅه ، خو زه په دې خبره ايمان لرم، چي بد ته بد وئيل ګناه نه بلكې دَ خېر او دَ ثواب كار لا څه ، چي دَ نېكي په حق كي منصوري جهاد هم دى ­

 

زه دَ لوى خداى پاك مننه كوم، چي ماته يې وس راكړو، چي دَ خپل پښتني بول په سمه مي په  ډېر لنډ او تنګ وخت كي دَ اروپا دَ يُون ليك دويمه برخه  دَ خپلو خواخُوږو په كومك په كتابي بڼه كي دا ده چاپ كړه ­ ګوا له دې سره سم زما دَ اروپا په باب ليكل شوى درست يُون ليك ، عكسي يُون ، " دَ اروپائي ژوند ښه او بد " او" انګلسي په اروپا كي " تر عنواناتو دلاندي عمراني مطالعې وړاندي كولو سره سره  يو تپوس هم "پښتو دَ پښتنو په نظركي" تر سرخط دلاندي سرته وَرسَولو ­

 

او بل ، ما چي څه وئيل غوښتلو، هغه خو مي په لومړي ټوك كي وَ وئيلو ­ دلته زه فقط دَ هغو پښتنو لوستونكو مننه كوم، چي هغوئ دَ اروپا په اړه زما دَ يُونليك لومړى كتاب " مزل په واوْرو باندي " خوښ كړو­ او عظيم خداى دي وَكړي، چي دا كتاب " دَ لمر دَ كلي په لور" هم دَ هغوئ په معيار پورا وَ وځي ­          اّمين                                        

 

                دَ پښتو او پښتنو دَ روښان سباوْن په تمه      

 

                                                                                                                        افضل شوق ... اسلام اّباد

 

ـــــــــــــــــــــــ

 

یادګیرنه ....

 

په اروپا كي دَ سېل كولو په وخت  ما دَ خپلي پورتنۍ مطالعې په سمون دَ مواد دَ راغونډولو دَ پاره په اّډيو كېسټانو باندي دَ 24 ساعتونو دَ  كم او زيات ريكارډنګ سره سره  په خلګو باندي دَ 407 سوالنامې ډكولو پرته دَ بېلابېلو طبقو سره اړه لرونكي1534 اروپايان هم انټرويو كړلو­ نه يوازي دا ، بلكې دَ خپلو سېلاني مشاهدو په رڼا كي مي له251 مخونو ليكلي ډائرۍ او قريبًا 500  اخيستل شوي عكسونو پرته هم په هر ورپېښه كونكي هېواد كي دَ هغوئ دَ ټورزم له ګائيډونو څخه كار اخيستى دى ­  ( شوق )

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

خو خپلو هيلو سره ځمه ...

 

دَ ستړياوْ له كبله

چي زه څنګه

ستنېدو ته هڅومه

مانده فكر

دَ يو چا خوږ تصور مي

په زړه باندي

له ناز ډكي څو نُوكري

كړي راجګي

او زه هم بيرته

دَ ماتو ګوډو هيلو

پېټى بار كړم په اوږو

مخته ټكېږم

او په هر قدم وهمه نُوك

پرځېږم

 

ـــــــــــــــــ