دَ ښكلاوْ په ګودر چي مازيګر شو
شاته 170 غټ غټ سرنګونه پرېښَولو ورسته ، چي څنګه موږ دَ اټلي څخه وَ فرانس ته پېښه وكړه ، نو په اّسمان كي سپيني اوريځي خپرې وې او كيڼ لاس ته لېګورين سي ، چي په لوى سر ورته بحيره روم وئيل كېږي له ساحل سره سره چي مخته روان وْ، نو دَ كوبرا مار په رنګه كاږه واږه او دَ دنګو څُوكو غر ، چي دَ فرانس جنوبي بارډر غوره كوي هم راسره سم غزېدلو مخ مخته درې نيمي بجې ماڅپښين، چي څنګه دلته دَ فرانس له اولني اوږده سُرنګ څخه مخته وتلو، نو زموږ وَ كيڼ لاس ته جوړ لومړنى فرنچ ټاوْن زموږ پام بيا بيا ور اړَولو ځكه، چي ډېر په ترتيب باندي جوړ وْ څخه چي په څنګگ كي تېرېدلو، نوميرنا، چي دَ كاسوس ټوْرنګ كمپنۍ اسكارټ وه وئيلو..
" زه او دَ دې بس ډرائيور مسټر دانيال دَ كاسموس كمپنۍ له خوا په فرانس كي دَ ګرېنډ يورپئين ټوْر وَ نړئيز سېلانيانو ته هركلى وايم .. او داسي سنجَوم ، لكه دَ يوې هفتې ورسته به موږ او تاسو له يو بل څخه بېلېږو بيا ګوره ، چي كله دَ ژوند په يو ګوټ كي سره وه هم وينو او كه به دا زموږ ورستنى ملاقات وي ؟ "
هغې چي دا خبره څنګه سرته وَرسوله ، نو ملګرو يو بل ته ګوره چي په كوم نيت او سوچ كتل شروع كړو؟ او حقه خبره ده ، چي ما هم په دې خبره چي څومره څومره سوچ مخته وهلو، نو هغومره دا څېرې دَ ياد دَ نه هېرېدونكو څېرو په شان راته مونېدلې لګيا وې هغه ځكه ، چي دَ درې نيمو هفتو په ګرېنډ يورپئين ټوْر كي موږ، چي دَ ميرنا اسكارټ او دَ دې كاسموس بس ډرائيور مسټر دانيال په چپه 43 نورو نړئيزو سېلانيانو په ګډه مزل كولو په تېرو شوْ دوه نيمو هفتو كي موږ دَ دې فرانس په چپه بلجئيم، هالېنډ، جرمني، سوئټزرلېنډ، لېچټنسټائن، اّسټريا، سان مرينو او دَ اټلي هېوادونه شاته دَ سېل كولو ورسته پرېښي وْ
دَ كاسموس بس چي په كي دَ ميرنا، دانيال او زما په ګډه دَ ديارلس هېوادونو، ګوا امريكه ، سنګاپور، جاپان، ملائيشيا، فلپائن ، پاكستان ، انډيا، تائيوان ، كېنېډا، اّسټرېليا ، هالېنډ، سلوانيا او بلجئيم ملګري ناست وْ دې وخت دَ فرانس له رقم رقم سمندري غاړو سره په كاږه واږه سړك مخته منډه وهله ، نو موږ دَ نړۍ دَ بېخي واړه او اّزاد هېواد مناكو په لور لاره لنډَوله كه څه هم سيمه له اټلي څخه لا نه وه په نوعيت كي بېله شوي ، خو سړك او دَ سړك دواړو اړخونو ته ليكلي بورډونه دَ نوښته ليك په باب بدل بدل مونېدلو او لوي لاري ته نيږدې ټاوْنونو هم څوكه څوكه بڼي بدلولې
څه مخته موږ دَ بحېره روم له بليو كوسټ، چي دَ دُنيا په اووْ نامي سمندري څنډو كي يوه څنډه باندي يادېږي سره سره چي رهي وْ، نو دَ ګهړۍ ستني دَ پاوْكم درو بجو په خوا ور رواني وې او ميرنا هم وئيلو..
" بس يو څو دقيقو كي به موږ دَ هغه هېواد، چي درسته رقبه يي فقط 48 اېكړه ده او په دې واړه كلي وزمه هېواد كي دې وخت 29876 خلګ مېښته دي وَ يوازيني ښار مونټي كارلو، چي شهرت يې دَ نړۍ دَ غټو جوا خانو يعني كاسينو ګانو له سوبه دي او دلته دَ هالي وُډ دَ زړَو هيروګانو پرته دَ دُنيا ماړه ، لاكن زاړه خلګ اوسېږي او دَ ژوند اّخيري ورځي شپې تېرَولو ته په كاسينوګانو او شراب خانو كي تېرَولو ته جوګه ښكاري "
ګائيډ چي څنګه خپله دا خبره سرته رسَوله ، نو بس هم دَ مونټي كارلو ډسټركټ دَ هغې غټي او مشهوري كاسينو په خوا ور وَګرځېدلو، چي په سر تكه شنه ګهمبده او مينارې لري او په مونټي كارلو كي چي موږ دَ هغې كاسينو وَ مخي ته څنګه وَرسېدلو، نو ميرنا وئيلو
" دا هغه كاسينو ده ، چي خپل تاريخي حېثيت لري او دَ دُنيا ماړه ماړه خلګ لكه فلمي ستوري ، كارخانه داران او عربي شېخان په خپل ژوند كي يو ځل دلته دَ جوارۍ كولو هڅه ځكه كوي ، چي ځان دَ تاريخ برخه جوړَوي نو درځئ ، چي موږ او تاسو هم پنځه پنځه يا لس ډالران په داوْ وَ لګوْ او خپل خپل قسمت تللو سره سره نومونه دَ دې كاسينو دَ تاريخ برخه كړو لاكن ګورئ ګورئ ، چي زياتي پيسې نه وَلګوئ ګني بيا به دَ سېل په ځاى خېرونه ټولَوئ "
او بيا موږ ټول وَ هغه بېخي غټي او ښائيسته كاسينو ته وردننه شولو هلته كه څه هم زاړه خلګ زيات ښكاره كېدلو، خو دَ پېغلو او ځوانانو هم څه كمى نه وْ، چي خپل خپل قسمتونه يې په بېلا بېلو مېزونو تللو لګيا وْ او هر يو ښه ډېر غوئيى شوى هم وْ ميرنا له موږ سره سره له يوه مېزه چي به بل مېز ته تلله، نو هغو زړَو كونيانو به ورته ډېر په هوسي نظرونو كتلو لنډه دا ، چي دلته دَ نورو ملګرو په شان ما هم له پنځو ډالرانو لاسونه پرېمنځلو او يوازي ځكه دباندي را وَوتلم ، چي دَ دباندي ماحول هم تر ډيره هانده شاعرانه وْ ځكه خو مي مزغو ته دَ "دَ فرعون سره دَ شوي بول په سمه" نظم تهيم اّخير هم ډائرۍ ته وسپارَلو
له دې ځايه چي موږ دَ مونټي كارلو دَ سمندري څنډي په لور ورچپېدلو، نو ماته داسي محسوسېدلو، لكه دا كلى وزمه هېواد چي يو ټاپو وي لاكن داسي كيسه هم نه وه دَ ښكلي رائل پېلس له كتو ورسته ، موږ يو ډېر عالي شانه كېتهاډرل مخي ته تېرېدلو ، نو ميرنا وئيلو ..
" كه څوك دَ دې كلا له هغه اوچتي چوبارې څخه شاوخواته وَګوري، نو زما يقين دى ، چي دَ مناكو هېواد پُولي به ورته له ورايه ښكاري "
كېدلى شو، چي ميرنا لانور هم څه وئيلي وى، كه بس ګوره چي دَ چا په خواست دَ يو حاجت ځاى په نيت دَ يو رېسټورېنټ مخته درېدلى نه وى او بيا ځينو دَ واش روم او ځينو دَ رېسټورېنټ سره جوړ دَ واړه دوكان په لور منډه كړه ، چي په كي زه او داني هم وْ دَ بس په لور چي راتللو، نو داني دَ چپس وړه كڅوړه او دوه چاكليټونه راكولو په وخت واي ..
" شوقه! نن شپه به كاسينو يا كلب ته ځو، څه دي خوښه ده ؟ "
" ته لكه چي ډېري پيسې لرې"
او بيا مي كلك خندلو ورسته ورته وئيلو..
" ته خو ښه خبر يې ياره! چي ما څومره درلودلې هغه خو په روم كي دَ هغو په ... كي وَ منډلې "
داني هم دَ خندلو ورسته بيرته اراده بدله كړه او واي ..
" هو، داسي علاقې خو له خطرو خلاسي نه دي .. خير بيا به ګورو "
په زړه كي مي وئيلو، چي
" له ده څخه هم خود لكه چي ځان ورك دى چرته دا مونټي كارلو او چرته دَ فرانس هغه نيس ښار، چي نن شپه به په كي اوسېږو"
بس په يو دوْ روډونو ګرځېدلو ورسته چي څنګه بيرته موټروې ته ورچپېدلو، نو دَ صوفيه لارېن ، چي دَ هالي وُډ غټه اداكاره ده له ښائيسته كوره سره مخته تېر شولو، چرته چي هغه په كال كي يو څو ورځي حتمًا راځي او دَ ميرنا له قوله دا ښار دَ هغې دَ خوښي ښار هم ځكه دى ، چي هغې ماشوموالي هم دَ دې كلي وزمه هېواد په كوڅو كي تېر شوى دى
اوس چي څنګه موږ موټروې ته پېښه وكړه ، نو دَ ښكاره سمندر په غاړو باندي كه څه هم رش نه وْ، خو هلته په سمندر كي مي يو څو واټرسكوټران تر سترګو شولو، چي خلګو چلولو په زړه كي مي وئيلو، چي دا موسم وَګوره او داسي په اوبو كي لوبه ګوره لاكن چي بيا مي داني او روني ته پام شو، نو پوهـ شوم .. چي دا هر څه خو دَ هغو اوبو اثر دى ، چي له سړي غوئيى جوړَوي
دَ مناكو هېواد شاته داسي ژر دَ غرونو تر شاته پټ شو، لكه هغه چي هېواد نه ، دَ خوب يو منظر وْ او بس
او دا هغه ځاى وْ، چي ميرنا مائيك خلې ته ونيولو او ګويانه شوه
"اوس به راشو دَ فرانس په لور، چي موږ په كي مخته رهي يُو په كار خو نه دى ، چي هرڅه هرڅه درته وَوايم ، ولي چي تاسو خو به يې هم وينئ په خپلو سترګو لاكن دا درته وايم ، چي په فرانس كي دَ اټلي په نسبت شُوكماري كمه كېږي "
په دې خبره باندي مي سترګي دَ وېرُندوكي كائيكو په لور ځكه واويښتلې ، چي هغې به نو اوس دَ سكون سړه ساه اخيستي وي او بيا له ټوخېدلو ورسته ميرنا وئيلو..
" دا فرانسويان هم په ځانونو غره خلګ يادېږي دَ دې خبري اندازه له دې څخه لګولى شئ ، چي فرانسويان په خپله ژبه ، ژوند او ژواك هن په كړو وړو ډېر وياړ كوي او هيڅوك هم چي كله دَ هغوئ سره په دې خبره كي بحث كوي .. نو خورا خفه كېږي ګوا دَ يو مېلمه په حېثيت موږ ته نه دي په كار، چي دَ دې خلګو سره په غاړي كي كښېوځو "
دومره وئيلو ورسته يې يوه سړه ساه اخيستلو سره سم بيرته مائيك خلې ته وَنيولو او په خندا كي واي..
" هو، كه يو نيم ځاى دَ حاجت خبره راشي، نو هم .. زما مطلب انسان په هر حال انسان دى .. ضروريات لري ، لكه خوړل څيښل او سېكس وېكس"
دَ سېكس وېكس په باب يو ځل بيرته په بس كي ملګري رابېدار شولو، او سرونه يې له "هاهوهي" سره شك شك كولو لاكن ميرنا وه ، چي مخته يې څه نوري هم داسي خبري له خلې وَايستلې، چي دلته يې زه په نره ځان لا هم نه شم كولى
خو داسي به وَ وايم ، چي په بس كي ناستو نرينا ملګرو كه څه هم په ښكاره نه ، خو له خياله يې خامخا په شونډو باندي وَ خپلو ښځينه ملګرو ته ژبي تېرَولې ولي چي زما دَ مشاهدې په سمه هر ملګري وَ بل ته داسي په خېراتي نطرونو سترګي كچكول كړي وې لكه هغوئ چي ورڅخه خيرونه غواړي دا ځكه چي دَ ميرنا په چم، انساني حاجات چي په وخت نه شي پوره، نو روئيې هم ځناوري شي دَ انسانانو.. هو دغسي خبري خو يې څه دَ مخه كولې لګيا وه
_____
" دَ فرانس رقبه 551500 مربع كلوميټره ده او دَ مغربي اروپا تر ټولو غټ هېواد دى اّبادي يې دې وخت قريبًا 56ملينه ده مذهب يې رومن كېتهولك او حكومت يې جمهوري دى په غټو ښارونو كي يې Paris , Bordeaux , Lyon , Marseille , او Loulouse دي او Nice, Avignon او Saintes نامي ځايونه چرته چي به شپې كوْ هم، له يوې نا يوې وجي ځانګړي نومونه لري "
ميرنا چي دا خبري كولې، نو بس دَ يو غره په سر باندي جوړ واړه ټاوْن چي Aze نومېږي كي دَ يوې پرفيوم فېكټرۍ دَ لوى ګېټ مخي ته ودرېدلو او ميرنا په خپل اعلان كي داسي وئيلو ..
" دلته په دې پرفيوم كارخانې كي به موږ درې پاوْه وخت تېرَوْ او بل دا، چي كه څوك غواړي ، نو دلته خالص پرفيوم هم اخيستلى شي"
بس بيا نو څه وْ ؟ ټول ملګري دَ خوشبويانو په هېواد فرانس كي وَ اولي پرفيوم كارخانې ته دَ چكر په نيت داسي په تادۍ كُوز شولو لكه زما په رنګه هريو چي دَ عطرانو دَ جوړَولو بټياني كتلو ته تازيلمن وي هو، دغسي خبره وه .. كله چي موږ دَ ميرنا په رهنمائي كي كارخانې ته دننه شولو، نو هر لور دَ عطرو داسي تېزه خوشبوئي وه چي كله يې موږ ته په يوه هال كي بريفنګ راكولو نو ځكه يې هغو ملګرو ته ماسكونه هم وركړو، چي له عطرو دَ الرجي شكايت درلودلو
دَ دې فېكټرۍ ګائيډ، چي يوه چټه پېغله وه، موږ تر ټولو دَ مخه هغو غټو بټيانو ته يوړلو، چرته چي دَ ګلانو عرق له قسماقسمو ګلانو څخه جوړَول كېږي او بيا دا عرق په پائپونو كي له بېلابېلو مرحلو څخه تېرېدلو ورسته په اّخيري مرحله كي څنګ فرفيوم كېږي؟ دا ټول څه راښكاره كولو ورسته يې هلته يوړو چرته چي په درځنو پېغلو دَ پېكنګ كولو او په خوږو موسكاګانو باندي يې موږ په پرفيوم اخيستلو باندي پارَولو
" دلته پرفيوم نه اخيستل دَ دې ښائيسته فرنچ حُورو دَ ښائيست او انداز توعين دى"
روني چي دا خبره څنګه وَكړه ، نو ورسره ولاړي شېلا اوډلې داسي وار وكړو
" نو بيا خو ښځو ته هلته تله په كار دي ، چرته چي پېكنګ نران كوي"
كېرولين ، چي دې وخت يې څنګ ته ولاړه وه هم ورسره خبره داسي خوږه كړه
" خبره خو صحيح كوې، لاكن دلته دغه يو پېكنګ سېكشن خو دى "
او په دې دوران كي ميرنا هم په خندا باندي رامخته شوه او واي ..
" داسي به وكړو، چي اول دي دا زموږ نران پرفيوم واخلي او بيا به يې موږ ورڅخه واخلو دا يې مسئله حل"
داسي وار كولو ورسته چي هغوئ څنګه خلې وَ خندا ته نه وې سمي جوړَي كړي ، چي ډېني هاوْ را وَدانګلو او واي ..
" لاكن موږ خو يې بيا په ګټه درباندي خرڅوْ "
او مخته موږ چي دلته څومره وخت دَ عطرو په اخيستلو كي تېر كړو، هغه مي په كړيكو او تودو ګپو كي تېر كړو او په اّخير كي چي له دې فېكټرۍ وتلو، نو زما نظر په هغه ليكلي تختۍ باندي وَلګېدلو، چرته چي دَ دې فېكرۍ دَ پرانستلو كال 1968ع ليك وْ او په يو بل بورډ باندي داسي نوښته وْ
" دلته پرفيوم له ګلانو څخه دَ سائينسي فارمولو په كومك جوړېږي او دلته هر څه له ټېكس څخه خلاس دى"
له دې فېكټرۍ ورسته موږ دَ اېز ويليج ، چي تفريحي مقام دى په تنګو روډونو باندي مخته تېرېدلو ورسته بېرته لوى سړك ته ورچپ شولو او په شل منټه كي دننه دننه بس دَ نيس په ښائيسته ښار كي ، چي زياتره ودانياني او ماڼياني يې يو، دوه يا دري باميزه وې يو بل اړخ ته پرېښولو ورسته هوټل اګاتا مخي ته برېك وَنيولو او نن دَ زاړه معمول په چپه ، موږ ته دَ خپلي خپلي خوني چابۍ هلته بس ته راوړل شوې
_____
نن دَ كال 1996ع دَ اپرېل 7مه نېټه وه ، خو دَ ايسټر له سوبه دَ نيس ښار ټول شاپنګ سېنټران بند وْ، خو كېفې، رېسټورېنټونه ، بارونه او دَ شپې ژوند ته چمتو سېنټران خلاس وْ له هوټل څخه وتلو دَ مخه زه له فليپينو ملګرو سره دَ كيڼ لاس په هغه روډ، چي كښته تللى وْ باندي روان شوم ، او بيا مخته په تنګو كوڅو او روډونو كي يوې بلي خواته تر ليري ليري پوري پښې خلاسي كړې موسم كه څه هم شاعرانه وْ، خو دَ شاعرۍ دَ پاره موډ په كي ګوره چي څله نه جوړېدلو چرته دا وجه خو نه وه، چي دَ شاعرۍ وړ مخلوق په كي تر ليري ليري نه ښكاره كېدلو ښه چي ستړي شولو، نو دَ داني په خوښه هلته دَ روډ په بله ځۍ باندي جوړي كيفې په لور ولانګلو په وخت روني هم خپل زړه دَ ژبي په لار داسي وَ ژغَولو..
" دا نيس ښار خو زما له تصوراتو هم ښائيسته وَوتلو، لاكن خلګ په كي له دې قضا مازيګره بيا چرته نه ښكاري"
هغه لا خبره سرته سمه رسولي نه وه، چي داني په ملا څپلاخه ور كولو ورسته ورته په فليپينو كي خود لكه چي خره ته نيږدې نيږدې خطاب وركړو، چي دواړو كلك وَخندلو او روني مخته په انګلسۍ كي واي ..
" ستا خبره صحيح ده ، لاكن هغسي خو هم په اروپا كي له اول ماښامه ټول كاروبار بند شي"
" چپ دَ شپي له زړخوښيانو"
داني چي دَ روني له خبري سره سر په "هو" كي ښورَولو ورسته دا خبره كوله، نو موږ په هغه كېفې كي دَ يو واړه مېز شاوخوا ناست وْ
"زړه مي غواړي ، چي دَ دې نيس دَ شپې ژوند هم .."
" دَ روم دَ شپې په شان وَلمانځو.. ستا مطلب دا دى هان ؟ "
داني بيا دَ روني خبره داسي په خندا سرته وَرسوله او وَ نيږدې ولاړي ټېبل ګرل ته يې دَ خپلي خوښي مينو ور په ګوته كولو دَپاره په خپله پسته لهجه كي اخته شو او هغه انجلۍ چي څنګه مخته تېره شوله، نو يوه بله پېغله رامخته شوه، چي يو كارډ يې راته وَنيولو.. چي ورباندي ليك وْ،
"زه كڼه او ګونګۍ يم ، زما مدد وكړئ "
" لاكن ته خو اورې .. ولي چي كله هلته شاته دَ هغې بلي انجلۍ له لاسه چي كپ وَلوېدلو، نو دَ ماتېدو په ژغ دي ورته شاته كتلي وْ "
ما چي څنګه دا ورته وَوئيلو ، نو څنګ ته راته ناست داني زه په څنګلي وَوهلم او ما چي ورته وَكتلو ، نو هغه دَ سترګو په اشارو دَ چپ كېدو اشاره راته كوله ، ځكه زه هم چپ شوم بيا چي هغه انجلۍ بل مېز خواته لاړه، نو دا ني راته واي ..
" شوقه! خيال كوه ، چي بل ځل داسي غلطي نه وَكړې ولي چي په دې هېواد كي له معزورانو سره بدسلوكي ډېر لوى جرم ګڼلى شي"
" هرڅه هرڅه ، خو وه ډېره ښائيسته پېغله"
روني هم دَ داني دَ سيرئيس خبري په ځواب كي بيرته ماحول خندا او خوشالۍ ته وَ مونَولو او بيا موږ تر ډېره پوري دلته ايسټر لمانځلو لګيا وْ
له دې كېفې څخه موږ دَ دې ښار په يوازيني چائينيز رېسټورېنټ كي دَ شپې ډوډۍ خوړَلو ورسته چي ستړي او ساه كېدلي دَ هوټل اګاتا په لور يه توربخونه دروازه كي چي څنګه لابي ته ورچپ شولو ، نو څه ګورو ؟ چي درسته لابي له سرو او سپينو پېغلو ځنګېدله او ډله ډله پېغلو مستياني كولې لګيا وې دَ كاوْنټر په خوا دَ كيليانو اخيستلو په نيت چي مو ګامونه اوچت كړو، نو وَ ښي لاس ته په اوچتي تړه وزمه كونج كي په صوفو باندي ناستو درې پېغلو په خپړو ټكولو زموږ پام خپلي خواته اړَولو ورسته وئيلو..
" هې جاپانيانو.. هې جاپاني