پښتون"جهانيان جهان ګشت" افضل شوق
ګران افضل شوق دَ پښتو ژبي هغه بختور ليكونكى دى چي شعري او نثري كتابونه يې پرله پسې را روان دي او په لره بره پښتونخوا كي يې هر سنجيده او فهميده ادب لوستونكى نه صرف پېژني بلكې دَ تخليقي فنكار په حېثيت يې كار او زيار ستائي هم دَ هغه ليكني خپل لفطي او معنوي ښائستونه لري دَ هغه دَ فكر دائره دَ خپل قام له ژوند ژواك څخه دَ نړۍ دَ هېوادونو او اولسونو ترمطالعې پوري فراخي او توسع لري هغه كه يوې خواته دَ خپل قام دَ مثبتو قدرونو تعريف او منښته كوي نو بلي خواته يې دَ منفي روئيو په واضح او صفا ټكو كي غندنه هم كوي همداسي كه يوې خواته هغه دَ دُنيا دَ نورو قامونو په سائنس او ټيكنالوجي كي پرمختګ او په تهذيب او تمدن كي پېشرفت او ارتقا ته ګوته په غاښ دى نو بلي خواته يې دَ خپل قام په بې وزلۍ، بې وسۍ او بې حسۍ زړګى قاش قاش دى __ زما په خيال ، دَ هغه دَ تخليقاتو دَ فكري اړخ اساسي سرخط ، دَ نړۍ دَ ملتونو په پرته ، دَ پښتون قام پاته ، پرېوتي ،لوېدلي ، زپلي . پسته او پسمانده ، زړه چاوْدونكي ورځ ده هغه نه غواړي چي قيمتي قام يې دَ دود دستور دَ لايعنيت او منفي غېرت په حواله دَ تربګنۍ او ورور وژني په مكروه او قبيح عمل او ردعمل كي ضائع شي دَ هغه دَ تعميري خوب تعبير خو دا دى چي پښتانه دَ سيالانو سيال شي ، په هر ميدان كي دَ پرمخ تللي اقوامو سره دَ علم او صلاحيت مقابله وَكړي دَ تُوري په ځاى قلم خپل كړي او دَ ځان دپاره پرتمين او عزتمن مقام و ګټي دَ هغه دا څړيكي څړيكي خوږمن احساس دَ هغه دَ تحرير په هر مخ ، هر سطر او هر توري كي جوت دى او زما غوندي حساس خلګ په ورټ ورټ ژړَوي
دَ "اووه ګامه مزل" راپس دَ "پښتون جهانيان جهان ګشت " افضل شوق دَ يورپ دَ څوارلس هېوادونو دَ دويمي سفرنامې ، دويم ټُوك " دَ لمر دَ كلي په لور" دَ اشاعت دپاره تيار دى زړه دا راته واي چي دَ هغه دَ اولنۍ سفرنامې په شان به دا سفرنامه هم نه يوازي دَ لوستونكو په معلوماتو كي په زړه پوري اضافه اوكړي ، بلكې دَ هغوئ دَ فكر او نظر دَ تزكئيې او تربئيې باعث به هم شي ، زما په نزد سفرنامه يوازځي دَ تفريح او لذت دَ حصول په نيت لوستل ګناه ده پكار چي قارئين يې دَ مندرجاتو په فكري او معنوي اهميت ځان پوهـ او ډېرڅه ځني زده كړي او هغه مقصديت ته ځير شي كوم چي افضل شوق دَ دې سفرنامې په ليكلو راپارَولى دى هغه دَ خوردبين غوندي رسا او باريك بين نظر لري دَ هغه مشاهده بې معنا ، سرسري او سطحي نه ده هغه دَ يورپ دَ چاپېريال سنجيده او ژوره مطالعه كړي ده ، دَ هغي معاشرې تهذيب ، كلتور ، تاريخ ، تعمير ، اخلاقيات ، كردارونه ، فكري روئيې او دَ ژوند هلي ځلي ، هرڅه يې په ډېره موثره او صريحه پېرايه كي وړاندي كړي دي چي سترګور ترې ډېر څه اخذ كولى شي
يقينًا چي دَ يو كتاب ارزښت هر كله په معياري ليك او مثبت پېغام پوري اړه لري، او زه يقين لرم چي دا دواړه اړخونه دَ افضل شوق په نظر كي شته ځكه تاسو به يې په كتاب لوستلو مايوسه نه شئ بلكې دَ بهاند تحرير دَ شاعرانه رنګ او اّهنګ تاثير به مو په زړونو كي دَځوانۍ مستي ولولې او په ذهنونو كي دَ ژوند او بېدارۍ غورزنګ را پيدا كړي
خاوري سعيد ګوهر
راولپنډۍ 16م اګست 2004