(غزل)
غم به تر څو درَوي غرونه وایه؟
زما او ستا تر منځ سکونه! وایه؟
چپ له ستړیاؤ او له لوږو تندو
په تا کې نورڅه دي ژوندونه! وایه؟
راشه په مینه مې مرئیی کړه جنۍ
غلا کوې څله زما خوبونه ، وایه؟
زه یمه شل په پښو او ته غرسنۍ
څه به مو یو شي قسمتونه ، وایه؟
په مورنۍ ژبه که شولې ګونګی
شمله دي څوک مني پښتونه! وایه؟
ترڅو به شوق وي وچه پاڼه غوندې
نصیبه! څه شول بهارونه وایه؟
ــــــــــــــ
(غزل)
ستا په څېره دَ زُلفو لوېږي سیورې
که ماځیګر شو ، چې خورېږي سیورې
بېلتون دَ یار نه دی عجب په ماښام
له سُرته هم په شپه بېلېږي سیورې
په پښو کې ستا ږدمه زړګی له خیاله
که دېوالو خوا ته ټولېږي سیورې
چې لمر دی اور، نو به په مځکې هم خود
سم له انسان سره سوځېږي سیورې
شپه که هر څو وېرَوي سترګې شوقه!
رڼا ته بیا هم نه تم کېږي سیورې
ــــــــــــــ
(غزل)
لمده لمده غوندې په اوښکو یوه سپینه څېره
ګړۍ ګړۍ مخته راځي دَ چا غمګینه څېره
مینه خوپرېږده، اقرار پرېږده،چې په ترڅ کتوهم
خوله خوله شي دَ اشنا یخه واؤرینه څېره
ما دي په غلو سترګو کې غلا دَ مینې وَ نیوله
پټه چې تا کړه په پلؤ له ما سپوږمینه څېره
کله سپوږمۍ ، کله دَ لمر، کله دَ ستورو په نوم
لمانځم په مینه دَ ښائیسته یار نازنینه څېره
ښکاري اوس هم راته هغئ لا دَ ګُمان په سترګو
دَ بُت په شان هغه ګونګۍ غوندې حسینه څېره
شوق هم اکثره په خوبو کې منتظره دَ ځان
ویني په اوښکو کې لمده دَ چا مسکینه څېره
ــــــــــــــ
(غزل)
اَوړې تر ټاک له خپله ګائیه څله ؟
جامې څیرې په ما اشنایه څله؟
هلته په سترګو کې ګائېږې راته
دلته په ژبه ګونګ شې وایه څله؟
که نصیب نه وای دَ ماڼیانو ملنګ
کېږدۍ به څیرې وای سل ځایه څله؟
دَ زړه په لورې هره تلونکې لاره
ازغي ازغي ده سر تر پایه څله؟
لوې لمنې که ډکېږي په خواست
منګول دَ شوق خالي ده خدایه! څله؟
ــــــــــــــ
(غزل)
ته مې رُوح ، ته مې زړګی ، ته مې بڼه
له خپله ځانه ، ځانته ما نیږدې ګڼه
څه به وکړي ، دَ غماز درانه ژغونه
که زموږ مینه شي په غوږ ور ته کڼه
دَ وصال په تمه یاره! ورځې شپې زما
دَ فراق په مېچن دومره مه اڼه
خپلو اوښکوغوندې ما سترګو ککو نه
دَ بڼو په چاڼ له دړده مه چڼه
دَ وجود په وچ چمن شنېزه نه غواړم
بس سپرلیه! دَ زړه ګل مې وَ سپڼه
تورې شپې که رُوڼوَل غواړې اې شوقه!
تر سپوږمۍ هم دَ دړد اوښکه وي رڼه
ــــــــــــــ
(غزل)
زړې کړلې حالاتو زما تورسرې تلوسې
هغه له خپله بخته مرَورَې تلوسې
دَ وخت په ستړو لارو ، په هر ګام ، هره شېبه
نُوکان وهي ډُوبرېږي سرببرې تلوسې
همېش مې سترګو وړاندې دَ ټپي مارغه په شان
بې وسه ټپَرېږي پرې وزرې تلوسې
نه ځان سپاري وَ مرګ ته او نه توان لري دَ تګ
پرتې مې ګور په غاړه دي سپین سرې تلوسې
کله چې یرغل دَ محرومیانو په ما وَشي
هم ماتې مې په ملا شي زورَورې تلوسې
وینم شوقه تل دَ زړه په خلاسو دربچو کې
دَ وخت وَ ښو لمحو ته منتظرې تلوسې
ــــــــــــــ
(غزل)
چې زما په وینو پرېمنځې منګولې
بیا به وَ بل ته نه کړې سرې منګولې
ستا دَ څېرې ښائیست څه کم دی چې لا
دَ بُوډۍ ټال ته اچوې منګولې
ګوره چې زما په غم ، غمجنه نه شې
ګنې په ځان به لګوې منګولې
ستا دَ نصیب کرښې له ما ژغېږي
له چا او چا به پُټوې منګولې ؟
زړه که دي شوق ته ټالۍ نه وهي نو
څله په مخ له شرمه ږدې منګولې
ــــــــــــــ
(غزل)
کوڅه کوڅه دَ ژوندون سپېره پرته ده څونې
لمحه لمحه دَ سکون په وٍیر اخته ده څونې
دَ نوې ژوند په لانجو او دَ خلوص په زوال
څېره څېره دَ پرون نن غمزده ده څونې
مینه رښتیا ده اشنا ، رښتیا پُټېږي کله ؟
قیصه قیصه دَ مجنون ، ګوره ښکاره ده څونې
نه شته ریښتونی خلوص، ښکاري یوازې غرض
جذبه جذبه دَ تړون ، په خوند ترخه ده څونې
دَ ورځې شپې تر وصال، شوقه په لار کې دَ عشق
شېبه شېبه دَ بېلتون ، په کچ اوږده ده څونې
ــــــــــــــ
(غزل)
نخښې په لاره ستا دَ پښو غواړمه
خیالي اشنا تا له مُودو غواړمه
مځکه بې تا را ته سور اور ده ځکه
لاره آسمان ته دَ ختو غواړمه
زیاته خو ورک شومه له ځانه زه هم
لا به ستا سترګې څو تر څو غواړمه
په ویښو سترګو ستا لیدل لکه خوب
ورک دي دَ خیال په جزیرو غواړمه
وَځم دوه لاسه چې دَ ژوند له ښاره
خود به مسکن په ادیرو غواړمه
راشه چې خپل شو،له پرېدئیو شوقه!
پښتو به درکړم ، خو پښتو غواړمه
ــــــــــــــ
(غزل)
کله چې ژوند عبث دَ مرګ یو وسوسه وګڼم
نو خپل وجود هم په ژوندي ځان ادیره وګڼم
بیرته راغبرګه شي زما چیغه له هر لورې دَ غره
دا خپل احساس چې دَ ژوندون په تول مانده وګڼم
اور اور بدن هم په دې خیال شي یخه واؤره زما
چې کله ځان دَ لمر لالي سړه سایه وګڼم
دَ سترګو وړاندې راته تت شي څرکېدونکی لمر هم
چې نصیبه دَ ژوندانه په ورځ ویده وګڼم
زړګی مې وَغواړي چې اوښکه اوښکه شم په وجود
شوقه! چې ستا خیالي ماڼۍ هم کنډواله وګڼم