(غزل)
زه چې په تا باندې شیدا یمه ، لا نور څه غواړې
ستا په وجود کې چې فنا یمه، لا نور څه غواړې
یو دي دَ مینې په لوظونو یم ولاړ لکه غر
بل دي لالیه په رضا یمه ، لا نور څه غواړې
ما خو هر څه درباندې وَ بائیلل په مینه مینه
زیاته خو ستا په نامه پایمه ، لا نور څه غواړې
غم دي اشنا که خوشحالیانې نه پرېږدي وَڅنګ ته
زه چې سوب ستا دَ خندا یمه ، لا نور څه غواړې
لکه مجرم زه لاس تړلی ستا په مینه کې نن
ویښته ویښته ګوره رسوا یمه، لا نور څه غواړې
اوري که شوقه! د َ ږلۍ غوندې هم کاڼي په ما
زه چې ملهم ستا دَ شفا یمه ، لا نور څه غواړې
ـــــــــــــــ
(غزل)
چېرې دَ چا غریبي ، چېرې رسمونه دَ ښار
چېرې ستړیا ستوماني ، چېرې خنډونه دَ لار
ورک به له یو بله کړي ، دغه تیارې ما او تا
چېرې دَ غلا اشنائي ، چېرې وختونه دَ څار
څنګه به نه وي مانده مینه په تول دَ خلوص
چېرې دا زما بې وسي ، چېرې ظلمونه دَ یار
دَ ژوندانه فلسفه .... ښکاري دغه یو تپوس
چېرې خندا خوشحالي ، چېرې چُرتونه دَ ډار
شوقه زړه کښونکی سپرلی لیدل په ویښه هم خوب
چېرې ښکلا کاغدي ، چېرې ګلونه دَ هار
ــــــــــــــــ
(غزل)
زړه مې وَ سپړي زخمونه ، چې دَ شپې تیارې خورې شي
مړه مې هم شي حسرتونه، چې دَ شپې تیارې خورې شي
تلوسې مې لکه ستورې ، وړاندې زما سترګو ته ټولې
واغوندي سپین کفنونه، چې دَ شپې تیارې خورې شي
دَ مئین سړي په برخه ، په سوب دَ یار ناترسه
وي سُلګی، وٍیر او آهونه، چې دَ شپې تیارې خورې شي
څوک په اوښکو،ځوک په مینه،څوک دَخپل وجود په وینه
بل کړي هر څوک څراغونه ، چې دَ شپې تیارې خورې شي
ځان سره مې رڼاګانې ، یُو سي ټولې آرزوګانې
پاته شو زه او غمونه ، چې دَ شپې تیارې خورې شي
څه دي شوقه په سکون کې ، رنګ، رڼا او په ژوندون کې
تت کړي هرڅه تورتمونه ،چې دَ شپې تیارې خورې شي
ــــــــــــــــ
(غزل)
که ژوندی ومه هم ، پښتو به کوم
که مړکېدمه هم ، پښتو به کوم
مازې یوه پلا دَ بڅرکې غوندې
که برېښېدمه هم ، پښتو به کوم
قسم په خدای چې دَپښتون په نامه
که ګارېدمه هم ، پښتو به کوم
دَ باد وَ مخې ته دَ خلې په چم
که رغړېدمه هم ، پښتو به کوم
تر سیورې لاندې دَ اورونو شوقه!
که اوسېدمه هم ، پښتو په کوم
ـــــــــــــــ
(غزل)
شُونډي دَ حالاتو کله نه شي موسوَلی څوک
غم دَژوند فطرت دی، فطرت نه شي بدلولی څوک
سترګې خو مئینې شي ناڅاپه په یو چا ، ګنې
ځان دَ خپله لاسه اور ته نه شي غورځولی څوک
پلو غوندې به پاته شي سړی سړی تر شا په لار
ژوند دَ تمنا تر منزل نه شي رسَولی څوک
نن دَ تورو اوسپنو او کاڼو په قدرونو کې
ونډې له هیچا دَ خلوص نه شي خپلولی څوک
خپل ځان دي فنا کړه په وجود کې زما وېرېږه مه
بې له مرګه رُوح له تنه نه شي بېلولی څوک
ته خوار به تر څو لټوې شوقه ! دَ سکون چینې
زړه خو هغه دشت دی چې یې نه شي اوبولی څوک
ـــــــــــــــ
(غزل)
ټولې سرې سکروټې مړې شوې دَ ساړه اور په یره کې
پاته نه شو تود خلوص زیاته دَ مینې په جذبه کې
مازې ، یو بل خطا باسو دَ دروغو په خبرو
ګنې غله یُو موږ له اصله دَ رښتیا په معامله کې
زما له سترګو که عکسونه بیرته وران هم کړې لالیه!
ستا یادونه به ژوندي وي زما دَ زړه په جزیره کې
که شهید هم شوم په مینه کې دَ یار په سر یَه خلګو!
زما دَ ګور سنخته به ښکاري ژوندی یاد په ادیره کې
ته ګڼې خپله ښکلا یاره! په څه دَ کاڼې کرښه؟
داسې ډېر ګلان وچ شوې دي دَ منې په غرمه کې
ښکاري شوقه! دَ غمونو ما ته بېلې بېلې ګونڅې
هر ساعت دَ ګونڅلکې زندګۍ په دې څېر ه کې
ـــــــــــــــ
(غزل)
دَ خوشحاله ژوند په تمه کله چېرې کله چېرې
مَړی بخت په اوږو وړمه کله چېرې کله چېرې
دَ خپل تږو حسرتونو دَ یو ګوټ تسکین دَپاره
زړه په لاس کې ګرځومه کله چېرې کله چېرې
دَیوګل وَ نندارې ته په سپېره ویجاړه دشت کې
مړاؤې سترګې غړَومه کله چېرې کله چېرې
زه هم ځانته شنه لُوخړه یم په څیر دَ محرومیانو
په سر خاورې بادَومه کله چېرې کله چېرې
زه یو پاڼه ، وچه پاڼه ، دَ سیلۍ دَ مخې پاڼه
ځان دَ مرګ له پښو ساتمه کله چېرې کله چېرې
دَ بې کوره ژوند دَ لاسه په تودو غرموکې شوقه!
ځانته سیوری لټومه کله چېرې کله چېرې
ـــــــــــــــ
(غزل)
دوې لمحې مې هم بې غمه نه پرېږدي تنده او لوږه
ما په ځان پسې پسې تل زغلوي تنده او لوږه
لا مې مړ کړه لویه خدایه ! لا مې کاڼی په وجود کړه
چې نه دغه زندګي وي او نه وي تنده او لوږه
دَ ناترسه وخت څاپېړې زما په مخ لګي او ژاړم
خود به ژاړم، چې مې اوښکې ماتوي تنده او لوږه
نه خو کورلرم،نه کلی،نه مې بل ښکاره مسکن شته
لور په لور مې په دې ژوند کې ګرځوي تنده او لوږه
په هر ګام ، په هره لاره ، دَ انسان په برخه وي تل
ژړاګانې او غمونه ، محرومي تنده او لوږه
راشه شوقه چې په ګډه هغه ژوند ما او تا خپل کړو
چې همېش په یوه حال وي ، نه لري تنده او لوږه
ــــــــــــــ
(غزل)
لکه هوا ، په سُرت ګُلېږې راته
وینم دي نه خو محسوسېږې راته
ویلې شوم زه ماښام ته ستا دَ زُلفو
ته لا په لمر حُسن کوکېږې راته
پام دي غلط په شاعرۍ کړم څنګه
قسم په خدای ډېره یادېږې راته
کله رانجه هم شه په سترګوکې زما
تر څو به زړه زړه کې کُوټېږې راته؟
هرې څېرې ته شوقه ګورم ځکه
چې په هر چا کې ته ښکارېږې راته
ــــــــــــــ
(غزل)
وینم له ځان سره سره زه همېشه ملګرې
دَ ورځې دا خپله سایه ، دَ شپې تیاره ملګرې
لا خو بد بخته یمه زه ، لا به یم سوړ په خلوص
چې نه لرم خوا خوُږی یار، نه یو خوږه ملګرې
په هیله هیله دَ سپرلي مې ټولې پېغلې لمحې
دَ وچو پاڼو په شان شوې له باد سره ملګرې
زه هم هغه ، ته هم هغه ، خو نن دَ مینې په څیر
نه شولو پاته زه او ته یاره ! هغه ملګرې
چرته چې ځم ،سره سره مې وي دَ سیورې په شان
دَ ژوند احساس او دَ مرګي یو وسوسه ملګرې
که څه هم ښکارم بې اشنا ، یوازې نه یم شوقه!
لرمه زه هم په جهان یو اندېښنه ملګرې
ــــــــــــــ
(غزل)
چرته جهان،چرته دَخوار اندېښنې
یو دَ ماښام ، بل دَ سهار اندېښنې
واي وَ ماته ښه راغلی په خندا
دَ ژوندانه په هره لار اندېښنې
چېرې به ځغلي دا انسان له ژونده
پرتې دي لورپه لورامبار اندېښنې
سړی سړی نن ژړَوي په سل ډؤل
یکې یوازې دَ روزګار اندېښنې
لمحه لمحه مې له وسواسه دَ مرګ
ځي او راځي زړه ته دَ ډار اندېښنې
دَ تللي دړد دَ بیا راتګ په هیله
لوبَوي شوق دَ انتظار اندېښنې
ــــــــــــــ
(غزل)
تر څو به لویه خدایه ! زه ګالم خوږمنې څړیکې
دَ سرو سرو پُرهرونو او دَ غم خوږمنې څړیکې
ساړه ساړه آهونه او سُلګی مې دي په برخه
که ویښ یم که ویده یم،تل زغمم خوږمنې څړیکې
ځګېروی لرم له دړده دوې شېبې مې آرام نه شته
په ما کې مسلسل کوي ماتم خوږمنې څړیکې
زه هم دَ ژوند دَ لاسه په وجود لکه یو زخم
په خوږو کې راګېر یم ، لوبَوم خوږمنې څړیکې
دَ مینې له ړومبۍ ورځې په تاؤ دَ خپلو ساهو
تر اوسه لا دَ زړه ټکورَوم خوږمنې څړیکې
لا څه دي که یې وَ چاؤدي سل ځایه دَ زړه غوښې
په برخه دي دَ شوق هغسې هم خوږمنې څړیکې