نظم ۱۲ ـــ ّ بې حسه دېوال ّ
لارې لنډېږي
ورځ په ورځ لګیا دي
دَ شنه آسمان
او سپېرې مځکې تر منځ
خو فاصلې
پرتې هغسې دي لا
دَ زړو تر میانه
دَ غوښینو خلګو
چې ښکاري هر یو
په خپل ځای باندې ښخ
لکه
دَ خټو جوړ بې حسه دېوال
ــــــــــــــ
نظم ۱۳ ـــ ّ ویدې لمحې ّ
ما خو خوبونه ټول
په ټکي ټکي
رښتیا کول په سپینه ورځ درباندي
ځکه مې سترګې هم ړُومبی له خوبه
را ویښَولې ستا په عکس هر سهار
او لټولې به ما تل معناوي
غرسنۍ پېغلې!
په نقشونو کې ستا ..،
خو چې خبر په حقیقت شوم کله
نو دَ خپل ژوند ویښې لمحې لا راته
ویدې ویدې غوندي محسوسي شولې
ــــــــــــــ
نظم ۱۴ ـــ ّ پښتني هوډه ّ
اې دَ سپېره منې ناترسه سیلۍ!
اې تکې سرې او زورَورې سیلۍ!
بلد یم ډېر ښه له تا
چې رېږَوای شې پاڼې
وړای او راوړای شې وریځ
او هم له رېګه دروای شې غرونه
منم منم
دا به دې هم وَ منم
چې دُوړَوای شې خاورې
زما دَ بې حسه سُرت په قبر باندې
او نړَولای هم شې
زما دَ نامه ولاړه سپینه کتبه
خو ،
دومره واوره اې غاورې سیلۍ!
ما هم څیښلې دي شُودې دَ مورکۍ
زه هم یو ځوان دَ پښتني هوډې یم
نه یم کُوبۍ دَ اوبو
او نه کیږدۍ یم چې به څیرې شمه،
نو ځکه پوهی شه چې وژلی نه شې
په زور دَ مستو څپو
زما دَ اُمید بله روښانه ډیوه
تر سپين سهاره پورې
او لا تر هغه دمه
چې پورته شوي نه وي
په ما پسې لاسونه
ــــــــــــــ
نظم ۱۵ ـــ ّرسوائي ّ
یو نوم دی چې یې وینم
ځای په ځای پر دېوالونو
دَ خپل نوم سره لیکلی
لکه زه او زما سیوری
چې په یو بل پورې اړ یُو
خو تر شا چې لار ته ګورم
ښکاري زما پلونه یوازې
ــــــــــــــ
نظم ۱۶ ـــ ّ دَ ضمیر ژغ ّ
هغه یو ژغ چې زما تر غوږه راځي
له ستړو سترګو مې خوبونه شَړي
تل مې دَ شپې ویښ تر سهاره ساتي
***
هغه یو ژغ چې زما تر غوږه راځي
ما دَ ژوندون په تقاضو خبرَوي
هم مې دَ وخت په زولنو خبرَوي
***
هغه یو ژغ چې زما تر غوږه راځي
ما ته سبق دَ سړیتوب راکوي
ما ته لار لیکه دَ رښتیا راښاي
ــــــــــــــ
نظم ۱۷ ـــ ّ دمامې ّ
سترګه سترګه
ګنډل شوې په بڼو ده
ژبه ژبه
چیچل شوې په غاشو ده
لاس او پښې هم
ماتې څانګې دي، چې ځانګي
لنډه دا، چې
وَر دَ کور کور دی تړلی
خو په ښار کې
دمامې دَ خپلواکۍ دي
ــــــــــــــ
نظم ۱۸ ـــ ّ شلې پښې ّ
لارې دَ احساس دي
که رګونه دي دَ وینو
چې دَ زړه له کوره وځي
دَ رنځونو وَ نړۍ ته
هم په ویښه
هم له خوبه
خو، چې وخت دَ مزل راشي
نو دا غبرګې پښې شي شلې
ــــــــــــــ
نظم ۱۹ ـــ ّ پلمه ّ
څنګه دي وَ شړَم له ویښو سترګو
زما دَ ماشومې مینې
ځوان ځوان خوبه!
ستا دَ نړۍ په هر هر کاڼې ښکاري
زما دَ نامه سره لیکلې ، ګوره
هغه یو نوم
دَ هغې لوړې هستۍ
چې دی پلمه دَ شاعرۍ وَ ماته
چې دی پلمه دَ زندګۍ وَ ماته
ــــــــــــــ
نظم ۲۰ ـــ ّ څه شوه پښتو ـ ـ ـ؟ ّ
څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو!
هغه پښتو ـ ـ ـ توُره ، توپک او چې وفا یادېده
هغه پښتو ـ ـ ـ ښېګړه ، پت او چې حیا ء یادېده
***
څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو!
هغه پښتو، چې په معنوي توګه وه ژواک او ژوندون
هغه پښتو ـ ـ ـ چې خال او خط وه دَ ځلاند سباؤن
***
څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو!
هغه پښتو ¬¬¬ـ ـ ـ چې کاڼو بُوټو او شنېزو وئیله
هغه پښتو ـ ـ ـ چې اباسین او سېلابو وئیله
***
څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو!
هغه پښتو ـ ـ ـ چې ژغېده به تناګانو غوندې
هغه پښتو ـ ـ ـ چې پړکېده به برېښناګانو غوندې
***
څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو!
هغه پښتو ـ ـ ـ چې وه تور سرو ته پېزوان او والۍ
هغه پښتو ـ ـ ـ چې وه ځوانانو ته سدرۍ او خولۍ
ــــــــــــــ
نظم ۲۱ ـــ ّ هغه هم ته وې ـ ـ ّ
چا ، چې تر زړه راجوړَولې لارې
لا ، چې دَ چا به ما څارَلې لارې
څوک چې ؤ ما ته تر جهانه راتېر
هم تر خپلوانو، هم تر ځانه راتېر
دَ چا په یاد چې مې باڼه غورځېدل
دَ چا په نوم چې مې وېښته درېدل
لا، چې لیدل مې تل خوبونه دَ چا
هغه هم ته وې ، بل څوک نه ؤ اشنا