نظم ۲۲ ـــ     ّ  پټ لمر  ّ

ما هم غوښتل
چې شینکی خال وَ وینم
دَ خپل زړګي دَ مېلمنې په تندي
چې زه یې سترګه بولم
دَ ړانده بخت
هم  دَ  شپې شپې ژوندانه
له تورپېکي پټ
دَ ورک ورک رُوڼ سهار
خو، درېغه درېغه په مزل کې دَ دید
په نیمه لاره مې ویدې شوې سترګې
په انتظار دَ یوې مستې څپې
ــــــــــــــ
نظم ۲۳ ـــ     ّ  سپینې ماڼې  ّ

دا دَ واؤرې سپین کورونه
چې مُونېږي وَ شیشو ته
ټولې خښتې یې دَ خوُنو
لا خو دي دَ زیارکښانو
دَ محنت دَ خولو څاڅکې
لا خو دي دَ یتیمانو
لپه لپه یخې اوښکې
لا خو دي دَ مظلومانو
ټکی ټکی وچې وینې …،
بس ، که لږ هم  ژړی  تود لمر
کښته راغلی مځکې خواته
نو یې ګورئ چې ویلېږي
دېوالونه خپل تر خپله
ــــــــــــــ
نظم ۲۴ ـــ     ّ اوږد مزل  ّ

زما او ستا تر مابېن
هغه دَ  درو لوستو وړه فاصله
دَ کمکۍ مینې ځوانېدو په هیله
څونې اوږده شوه ، ګوره
چې تر یو بله رسېدو له مخه
ما او تا دواړه ګرانې!
دَ لېونۍ ځواني تر ټاک واویښتو
ــــــــــــــ
نظم ۲۵ ـــ     ّ  زړه   ّ

نړېدلي دېوالونه جوړ شي بیرته
رژېدلې څانګې هم وَنیسي پاڼې
خو، یو دغه اوړ مارغه دی
چې ټپَي شي
دَ نفرت په یوه تریخ کاته هم دُونې
چې وزَر کله تلي وَ  الوتو ته
نو اندام اندام یې وَ ژاړي له خوږُو
ــــــــــــــ

نظم ۲۶ ـــ     ّیوه پوښتنه  ّ

که هر انسان په ژوندانه  کې  ځانته
لري په ژوند باندې حق …
نو، دا پُوښتنه کوم
چې څوک دی هغه ماشوم
دَ سړي زُوی دی که یَه  ؟
چې په ټولنه کې نن
په تشه خېټه او په وچو شُونډو
خوار او ناهیله غوندې
دَ ساتېري او کورَ کیانو په ځای
له بودګانو سره
دَ یو بوده په رنګه
په امبارونو باندې
ګرځي خواړه لټوي
ــــــــــــــ
نظم ۲۷ ـــ     ّ سترګې  ّ

څونې ویدې سترګې
په تک ژېړ سهار
سمې له خوبه ویښېدو  څخه  بیا
دَ ورک تعبیر دَ لټولو په ځای
په خپلو اوښکو تور باڼه پرېمنځي

***

څونې اومې سترګې
په سره غرمه کې
دَ لوږو تندو دَ وژلو په نیت
دَ ستړي زیار په یښېدلو خولو
سوځوَي خپل نازک او وچ وچ لېمه

***

څونې ښائیسته سترګې
په  ضد دَ تیارو
له توربخون غوندې ړُومبي ماښامه
په ځای دَ اوښکو دَ زړګي په وینو
بلوي ټوله شپه ډیوې دَ حسرت

***

خو، درېغه درېغه
بیا هم نه شو راویښ
ویده نصیب  دَ دغو خوارو سترګو
چې دَ ژوندون څېرې  له ورایه په کې
په نوې نوې رنګ ځلېږي همیش
ــــــــــــــ
نظم ۲۸ ـــ     ّ په خُله  یوه او په زړه بله   ّ

لارې اوږدې دي څونې
دلته دَ زړونو تر منځ
چې، دَ امکان اسپې هم
ښکاري پرې ستړي ستړي
خو، بیا هم سترګې ویني
دغه غوړ ژبي خلګ
دَ بېل بېل کلي خلګ
اړکیه په سلو رښتو
لکه کړۍ دَ زنځیر
ــــــــــــــ
نظم ۲۹  ـــ     ّ قلم  ّ

که خبرې کړي لاسونه
نو، به وَ منمه دا هم
چې یې نه شي ړنګولی
دَ بخت کرښې له ورغَوې
نه دَ وخت سیلۍ بادونه
نه دَ اوښکو سېلابونه
نه باران باران چُړتونه
لاکن بیا هم په تندي زما
شي راغونډې یو څو ګونځې
چې قلم وَ وینم کله
په درو ګوتو کې دَ   ّ  ها   ّ  لاس
چې  په کښلو دَ څو ټکو
یدلوي  رابذلوي تل
لیکل شوي قسمتونه
ــــــــــــــ
نظم ۳۰ ـــ     ّ  ګونګۍ مینه  ّ

چې    زه   بلنه    درکول   غواړم   دَ   مینې   اشنا!
ستا دَ ښائیست په  نظارو کې  په  کتو شمه بوخت
نشه  نشه  شم  او  په  تا  کې په  چُرتو  شمه  بوخت

***

چې     زه   بلنه   درکول   غواړم   دَ   مینې   اشنا!
له    ډېره   وهمه      وَ رپېږم     او     خوله   خوله     شم
وَ سوځم  اور غوندې  په  ځان کې  او  یره    یره   شم


***

چې     زه   بلنه   درکول   غواړم   دَ   مینې   اشنا!
راته څرګند شي ستا په سترګو کې انکار له ورایه
په ځای دَ مینې  دَ  نفرت  یو تریخ   اظهار  له  ورایه

***

چې   زه   بلنه    درکول   غواړم   دَ   مینې    اشنا!
یخ      شي   لفظونه   بیرته   ټول    په   سر  دَ  ژبې  زما
ځکه   چې  مینه  وي  ګونګۍ ، نه   شي  کولی   وینا
ــــــــــــــ
نظم ۳۱ ـــ     ّ بڅرکې او یرې  ّ

دَ ښائیست  دغه بڅرکې
چې له اوره دَ ځوانۍ ستا
تل دَ ماتو ستورو غوندې
یوې بلې خواته غُورځي ،
هم دغه رنګه به ډېر ژر
دَ غرور په نغري کې
په لټون دَ سرو سکروټو
مړې ایرې دَ دې وختونو
وَ لړې را وَلړې ته