نظم ۳۲ ـــ     ّ  دَ سبا په آئینو کې  ّ

دَ پرون ښکلې مخونه
که نن ګونځې ګونځې ښکاري
نو باید چې دَ نن  ورځې
ځلنده ښائیست لرونکي
چټې پېغلې او ځوانان ټول
خپله خپله سر دَ پاسه
دَ غرور ښکرونه مات کړي
او په دې حقیقت پوهی شي
چې هغوئ به هم ښکارېږي
دَ سبا په آئینو کې
لکه وچې شاړې ونې
ــــــــــــــ
نظم ۳۳ ـــ     ّ خالي ځانګو  ّ

امېلونه دي دَ کرکو
که هغئ هم
یو په یو راته پئیل
په تار دَ مینې
نو دي څله دَ نامه لاکټ
په جار جار
راپه غاړه کړو په خپل لاس
دَ زړه سره!
چې اوس هم ګوره لا ځانګي
په سینې زما
دَ خالي ځانګو په رنګه
دَ  یو کوُنډې
ــــــــــــــ
نظم ۳۴ ـــ      ّ  وام   ّ

راغزېږي زما په لورې
یو تک سُور او تړکېدونکی
دَ سکروټې په شان بل لاس
هم په ویښه
هم له خوبه
خو، چې زما تر مرۍ رسي
نو باڼه پرې وَنښتېزم
په وړو وړو سُلګیانو
ــــــــــــــ
نظم ۳۵ ـــ     ّ  څه تمه  ؟   ّ

خپله سایه مې هم یوازې پرېږدي
چې دَ ماښام زُ لفې خورې شي په لمر
ته خو څراغ لا دَ بل کور یې اشنا
له تا به تمه دَ رڼا څه کوم ؟
له تا به تمه دَ وفا څه کوم ؟
ــــــــــــــ
نظم ۳۶ ـــ     ّ  دَ خپله لاسه  ّ

بخت په ما پورې ګرم نه دی
نه وختونو یم ترټلی
ما خو خپله دَ خپل لاسه
دَ ماشوم زړګي په خوښه
دَ یو چا په خواخوُږۍ کې
په صله دَ خوږې مینې
په اثر دَ مړامو سترګو
دَ سکون ډک ډک جامونه
چَپه کړي دي پخپله
ــــــــــــــ
نظم ۳۷  ـــ     ّ  بېلېدل ګران دي  ّ

چې دَ اشنا دَ هېرَولو په نیت
په واښ دَ صبر ځان تړمه څونې
او لا یې عکس عکس پرېمنځل غواړمه
دَ خپلو سترګو له ایندارو څخه،
دُونې مې زړه شکوي تڼیانې ورته
او راښخېږي له اوله هم زیات
لکه په ځوزو پېچل شوي ورېښم
چې خلاسَوې یې څنګه څنګه په پام
هغونې دوئ په کې اړکېږي نور نور
ــــــــــــــ
نظم ۳۸ ـــ     ّ عدالت    ّ

زړګی خو غواړي مُدام
چې دَ مارغه په رنګه
بالا بالا الوتی
او دَ بورا په چم یې
ګل ګل ښائیست څټَلی
دَ ژوند له هرې څانګې
خو، ویښ ضمیر یې تړي
دَ فرار لارې ټولې
په دلیلونو باندې
ځکه خو هر انسان دی
ځانته یاغي هم خپله
ځانته قانون هم خپله
ــــــــــــــ
نظم ۳۹  ـــ     ّ  هکله *   ّ

دا چي دَ غره له لورې
بیرته ورغبرګه شي ژر
کلکه هکله دَ شپون
نو دغه لوُڼې ، زامن
دَ دنګو غرو هم باید
چې ژبې وَ نه تړي
دَ بودګانو غوندې
که سرببره پښتو
په چیغو چیغو له دوئ
غواړي دَ سر پړونی
----------------
 * هکله  ـــ  (په  ّ ترینو ّ پښتو کې ّ چیغه  ّ ته واي)
ــــــــــــــ
نظم۴۰  ـــ     ّ  لټون دَ سیوري  ّ

وړاندې په لاره دَ ژوند
اوچتَوم ګامونه
تش په دې هیله همېش
چې زه به هم وسا کړم
کله په یخ سیوري کې
ستړیا دَ ستړي وجود
خو، دَ دې وخت ناترسه
تودو تودو غرمو کې
نه ښکاري چېرې راته
له پاڼو ډکه ونه
ــــــــــــــ
نظم ۴۱ ـــ      ّ اشتهار ّ

هغه حیاء او دَ حیاء مجسمه
هغه دَ کور او دَ عزت مېرمنه
دَ نوې دور له تقاضو سره نن
څومره بېباکه غوندې
سترګو ته وړاندې وړاندې
لکه لېبل دَ شُهرت
لکه ټائیټل دَ کتاب
دَ خپل ښائیست په سوب
دَ ژوندانه په  ښاریو کې ښکاري
دَ هر بازار په دُوکانو کې دلته
دَ شرافت په لمن
دَ پېغلتوب او بې شرمۍ اشتهار