نظم ۴۲ ـــ     ّ  دَ وخت زلزلې  ّ

کرښې دَ لاس وي
بېلې بېلې لارې
دَ لیکل شوې نصیبې  ـ ـ ـ   منمه
خو، چې منګولې دَ چا ډکې وي تل
دَ ارمانوپه ځای
په سرو تڼاکو
نو، دَ هغوئ دَ خټو مېني څله
نړَوي هر کله دَ وخت زلزلې  ؟
ــــــــــــــ

نظم ۴۳ ـــ     ّ خپلواکه کوچۍ  ّ

په زړه منګولې لګول دَ کوچۍ
څپه دَ باد نه ده نیول
نو څه دي ؟
چې دَ نازکو بُوړبکیانو غوندې
تل په ټولۍ کې له همزولو سره
دَ ژوندانه دَ هر ماښام دَ مخه
کله په دشت
کله لمن کې دَ غره
خپلې کیږدیانې درَوي په اوبو
ــــــــــــــ

نظم ۴۴ ـــ     ّ  برخې  ّ

ته هم ویده شه زیاته
اې دَ ویده بخت سر ته ناست زړګیه!
ویده وي مړي دَ ګور
او مړي نه شي ورکولای چاته
برخې دَ ژوند هیڅکله
ــــــــــــــ

نظم ۴۵ ـــ     ّ  کرښې دَ یار په نامه  ّ

بې تا مانده دَ ژوند په تول یم ځکه
چې ستا له جوره سترګه سترګه شومه
لکه خورَه  ورَه ښکلا دَ سپرلي
چې په اؤو رنګوکې سترګې ګټي
خو، دَ زړګي په برخه تل وي تیارې

***

بې تا مانده دَ ژوند په تول یم ځکه
چې ستا له جوره شومه سیال دَ خلګو
لکه سره ځوانه یښېدلې وینه
چې په رګو کې وي دَ ژوند علامت
خو، هسې ښکاري سره سیاهي دَ قلم

***

بې تا مانده دَ ژوند په تول یم ځکه
چې ستا له جوره څړیکه شوم دَ پُرهار
لکه  تېره تېره  ازغي دَ بُوټو
چې پاملرنه دَ ګلونو کوي
خو، پرانوي دَ احساس لارې په دړد

***

بې تا مانده دَ ژوند په تول یم ځکه
چې ستا له جوره تکه سره غرمه شوم
لکه  وختونه دَ اور اور پېعلتوب
چې دَ وجود غوښه په تاؤ ویلوي
خو، سوځېده لکه ققنس له ځانه

***

بې تا مانده دَ ژوند په تول یم ځکه
چې ستا له جوره ژوند ته لارې غواړم
لکه دَ بر بېوان تنها مسافر
چې لټوي خپل بې درکه منزل
خو، فاصلې دَ محرومۍ اوږدې دي

***

بې تا مانده دَ ژوند په تول یم ځکه
چې ستا له جوره یم لاهو په ځان کې
لکه تازه غوندې یو مړی دَ ګور
چې ورته پورته وي لاسونه همېش
خو ـ ـ  ادیره کې نه وي نخښې دَ ژوند
ــــــــــــــ

نظم ۴۶  ـــ     ّ ویښه شپه   ّ

سر دَ پاسه دا رُوڼ ستوري
بل څه نه دي ، سرې بڅرکې
چې له اوره دَ هجرانه
الوتلي وي آسمان ته
هم په دې خو حسرتونه
په اوږو دَ اُمیدونو
دَ سهار په هیله ستړي
دَ وچ بُوټي په چم سوځي
دَ بې خوبه سرو سرو سترګو
ــــــــــــــ

نظم ۴۷ ـــ     ّ  ترانه دَ یاغي مینې  ّ

دلته    خو  سترګې  او   ایندارې   ووړ   نظره  ښکاري
دلته    تیارې    دَ       بېلتانه       له     مازیګره   ښکاري
دلته     ګرېوان     وي   دَ   غماز په  لاسو چاک  دَ مینې
راشه چې جوړ کړو په یو ستوري خپل وتاک دَ مینې

***

دلته کاختي  ده  دَ  سکون ،  وختونه  سوځي  په  اور
دلته آثار نه شته دَ ژوند، ښکاري کور کور لکه ګور
دلته   سړی    سړی    اویښتی    دی   تر   ټاک   دَ  مینې
راشه چې جوړ کړو په یو ستوري خپل وتاک دَ مینې


***

دلته   په    لارو    زیژه     کاڼي    او   ازغي     پراته    دي
دلته   خو    څلي   په   هر ګام  دَ     محرومي   پراته   دي
دلته    باران   ته    دَ   خلوص   تږی    دی  خاک   دَ مینې
راشه  چې جوړ کړو په یو ستوري خپل وتاک دَ مینې
ــــــــــــــ
نظم ۴۸ ـــ      ّ  کورَ کی  ّ

څونې به ښه وای که موږ خپله بیرته
هغه ګړۍ وای نړولی هلته
له خاورو جوړ هغه کوچنی کورَ کی
هغه زموږ دَ ناوکیانو مسکن
چې ما او تا جوړ کړی ؤ په مینه
دَ ماشوالې په تودو غرمو کې
اې دَ غریزي سیمې پېغلې جلۍ!
نو به هیڅکله ګرځېدلې نه وای
هغه ناورانه کورَ کی دَ یادو
په تا چارپېره لکه شپول دَ شپوږمۍ
او نه به ما وای سنجَولی کله
دغه ستا کور دَ ارمانون زیارت
ــــــــــــــ
نظم ۴۹ ـــ     ّ ژوندۍ ادیره   ّ

دا خو ګڼه ادیره ده
چا وئیل چې ښاریه ده ؟
دلته دي ټوله قبرونه
نه بازار شته ، نه کورونه
مړ احساس دی ، مړې مړې سترکې
مړې جذبې ، مړه  ضمیرونه
هر سړی دی کفن کښونکی
ځکه ژوند په کې ساه اخلي
هم په هر ګام دي ولاړي
فرښتې دَ مرګ خارمړي
ــــــــــــــ
نظم ۵۰ ـــ     ّ  خیالي تړون   ّ

اې دَ اشنا په باب دَ ویښې خوبه!
کله خو ته هم شه رښتیا په هېره
چې زه هم وَ وینم دَ سترګو وړاندې
دَ خپل خیالي یار نالیدلې سترګې
چې مې زړګی تخنوي
چې مې اروا موسَوي
هوکه ، هغه چې تهمتي یم باندې
له ننه  نه  ، زما له ژونده راهسې
خو، بیا هم نه شوې ټولې
ګڼې تیارې دَ هجران
او نه سهار شو کله
زما په دې شپه غوندې ژوند