نظم ۵۱ ـــ     ّ  مینه   ّ

مینه جذبه ده  ـ ـ ـ  منم
مینه کڼه ده  ـ ـ ـ  منم
مینه ړنده ده ـ ـ ـ  منم
مینه  کتاب  دی  دَ ژوند
مینه نصاب دی  دَ ژوند
هر څه هر څه ، خو انقلاب ده مینه
پښتني هوډه ، مست سېلاب ده مینه
غرونه دَ وخت دي ورته لُوټې لُوټې
دَ روایاتو پړي پرې دي ورته
مرګی هم ځان په ګوتو نه ورکوي
ځکه خو هر مئین زړګی وي یاغي
او دَ یاغي جذبو له اوره امان
چې  ... په سره تاؤ کوي خوله په کاڼو
هوکه ، په هغه کاڼو
چې دَ ږلۍ غوندې ورېږي په دوئ
ــــــــــــــ

 نظم ۵۲ ـــ     ّ  دَ ګل په نامه   ّ

ویاړمه ـ ـ ـ ـ  زه په  ازغي ځان هر کله
ځکه چې  اې   ناپوهه   ښکلې   ګله!

ّّ  پاي  له     ژونده   دَ    فنا       قدرونه
پاي   له      خاورو   دَ   بقا      قدرونه
پاي   له       کاڼو   دَ   دُنیا       قدرونه
پاي له   شپې  دَ سپین سبا  قدرونه
پاي  له  خیرو   دَ  ښکلا      قدرونه   ّ

نو، ته  هم  پوهی شه که دانا یې ګله
ګله!  که  ګل یې  ،  نو له  ما یې ګله
ــــــــــــــ

نظم ۵۳ ـــ     ّ   پټ پُټاڼې  ّ

ځینې سترګې دي
چې ما دَ ورکو غواړي
ځینې سترګې دي
 چې زه یې لیدل غواړم
خو
نه لاره دَ طلب رسي وَ سر ته
او
نه دغه پټ پُټاڼې زموږ تر منځه
درَوي دَ صبر جګ جګ دېوالونه
ــــــــــــــ

نظم ۵۴ ـــ     ّ  پښتنه پېغله   ّ

ته  په  خوُی   دَ   غرسنۍ   یې   ،   تا په  کوم  نامه  وَ   ستایم
ته   باران  یې  ،   ته   سیلۍ  یې  ، تا په کوم نامه وَ ستایم ؟

دَ  پټکي  شمله   ده   هسکه  ستا  له  جوره  دَ پښتون پلار
ته   په  ښځه  ځان    زمرۍ   یې ،  تا په  کوم نامه وَستایم ؟

ستا   دَ  سترګو   په  حجرو  کې  دَ خلوص  مېلمانه  اوسي
ته  نرګاړې  انجلۍ   یې   ،    تا  په  کوم  نامه    وَ    ستایم ؟

ستا  په  مینه  کې   پښتو   ده   ،   ما   ته  نه  منې  له    مرګه
ته  هم  لُور  دَ  ملالۍ  یې  ،   تا  په   کوم   نامه   وَ  ستایم ؟

له بنګړئیو او له ګوتکو،خوښې  دي  په   لاس بېړۍ ستا
ته   بېرغ  دَ  خپلواکۍ   یې  ،  تا   په  کوم  نامه  وَ ستایم ؟

ستا  خندا  ده دَژوند زېری ، ستا په خشم کې مرګی  پټ
ته  وږمه  یې  ،   ته سیلۍ یې،    تا په کوم نامه وَ ستایم؟

ستا په ژغ کې خوږ سرور دی،خوندکوي تل ژغېده ستا
ته نغمه یې، ته شپېلۍ یې، تا په  کوم   نامه    وَ   ستایم؟

ستا   چې   پټ  وي  تر څو  پورې   دَ  حیاء   په    پلؤ   مخ   لا
ته  اومه   غوندې   غوټۍ   یې  ، تا په کوم نامه  وَستایم؟

وچ دي شي هوس دَ ستورو،چې به  ستا  وړاندې  ځلېږي
ته سکه خور دَ سپوږمۍ یې، تا په  کوم   نامه  وَ  ستایم؟

ستا ښائیست دی له  فطرته ،  وَ   نخرو ته دي  حاجت څه
ته  بې  تاجه  هم  راڼۍ  یې ،  تا  په   کوم  نامه    وَ ستایم ؟

ستا   شېوه  هم  لکه  شمعه   دَ   تیارو  په   ضد   سوځېږې
ته  رڼا  دَ  زندګۍ  یې  ،  تا   په     کوم      نامه     وَ   ستایم؟

هیڅ دي هرڅه بې تا دلته  ،   که  ایندارې   دي که سترګې
ته  دَ ژوند اصل ستنۍ یې  ،   تا  په  کوم   نامه  وَ ستایم؟

شوق   هم  ستا  په   تصور کې ،   تر  مرۍ    نیسي   غمونه
ته  سوب  دَ   سوکالۍ  یې  ،  تا   په  کوم   نامه  وَ  ستایم؟
ــــــــــــــ

نظم ۵۵ ـــ     ّ دي آئرن اېج  ّ

دَ پرون ټوله خوبونه
ټول سوچونه
ټول خیالونه
نن رښتیا دَ ژوندانه شول
ارَبې له حرکته
دَ اېټم له برکته
خو، مرګی ، هغه مرګی دی
چې دَ   ّجین بم  ّ په وسواس یې
دَ روبوټ غوندې انسان هم
په خپل غم دی لا نیولی
ــــــــــــــ

نظم ۵۶ ـــ     ّ  یوازې نه یم  ّ

یوازي    نه      یم    ،   اندېښنې   لرمه
دَ    زړه   په     سر   بلې      لمبې    لرمه

ّ  ځکه خو کله   خوب  له خوبه ګرځم
کله   دَ  شنې    لُوخړې غوندې ترځم
لا    دَ   تیارو   دَ  یو   ملګري   په  چم
په   هر   دویم   قدم   دَ  ورځې  پرځم  ّ

یوازې      نه    یم  ،    وسوسې    لرمه
ځانته     چارپېره    څو    ساې    لرمه

ّ ځکه خوکله له خپل سیورې تښتم
کله   له  وامه   دلې    دُورې      تښتم
دَ مرګ  له خلې او  دَ  اجل  له  ګولې
له  ښاره  زه  دَ  غره  په  لورې  تښتم  ّ
ــــــــــــــ

نظم ۵۷ ـــ      ّ  سباؤن    ّ

دَ پرونۍ شپې
دَ ښائیسته غوندې خوب
که تعبیر  ّ نن  ّ  وَ ګڼم
نو به دَ ژوند
په غم لړلي لمحو
او چارپېرچل کې دَ وخت
زه خوار په وږي خېټه
وَ لرم هیله په څه
دَ خندني سباؤن ؟
ــــــــــــــ

نظم ۵۸ ـــ      ّ  پیسې  ّ

دَ سهار له لمر ختو
دَ ماښام تر خورېدو
ټول اقدار دَ ژوندانه
ورکړه راکړه بد او ښه
ګوا هر څه او تقا ضې
نن سبا ښکاري پیسې
ــــــــــــــ

نظم ۵۹ ـــ      ّ نفس   ّ

هغه سړیهغه نوموَړی سړی
هغه غښتلی سړی
چې ما ترځان  دباندې
خپل چارپېرچل کې چېرې
نه کړو مونده کله هم

هغه سړی

هغه غاوٍره سړی
هغه جابره سړی
نن ورځ په خپله  بڼه
ما په خپل ځان کې وَ لید
دَ زړه په سترګو باندې
ــــــــــــــ

نظم ۶۰ ـــ     ّ  یوه خطا    ّ

کشکې زه  ړُومبی خبر وای
فقط دومره
هوکه ، دومره
چې یو ورځ به زه او زړه هم
سم سره له آرزوګانو
دَ دې خپلو سرو سرو اوښکو
په سېلاب کې وَ یهېږو
لکه  خټې
لکه شګې
او لا خړ کچه کورونه
نو به نه وای ورګډ شوای
کله هم داسې په مینه
زه دَ مینې وَ دریاب ته
لا دَ هغو ښکلو سترګو
دَ خُمار ډکو چینو ته
چې تر ننه یې نشو کې
لامبوزن لامبوزن ښکارم