نظم ۲ ـــ ّ ماتې څانګې ّ
که څه هم
لوُند دی حلق دَ تږو زړونو
دَ باراني سترګو په اوښکو باندې
که څه هم
رُوڼې یښېدلې خولې
دي ګرځېدلې دَ ماڼیانو خښتې
خو بیا هم
ګورئ ، تکه سره ده مځکه
دَ ژوندانه تر ونې لاندې دلته
او هر زیارکش دَ ماتې څانګې په چم
په پرې پرې غاړه راټالېږي مُدام
دَ قصابې دَ سره پُسه په رنګه
چې ګوټ ګوټ وینې ځینې څاڅي کښته
ــــــــــــــ
نظم ۳ ـــ ّ مړه پلونه ّ
دلته چې ګام اُوچتُومه وړاندې
هلته مې سم دستي وَ زړه ته راشي
داسې یو سام
چې ما به مړ کړي مرګی
داسې یو وام
چې زه به هم خاورې شم
دَ باد په چم دَ تېر وتلو خلګو
چې لا یې نخښې دَ پښو ښکاري په لار
ــــــــــــــ
نظم ۴ ـــ ّ اور او اوبه ّ
یاره ! مه پورې کوه اور
زما دَ زړه وړې نړۍ ته
ګنې، زما دغه لوګی به
دَ اوبو ډکه وریځ شي
ستا په سر باندې دَ وَسې
بیا به خپلې لمبې ژغورې
دَ باران له سړو څاڅکو
ــــــــــــــ
نظم ۵ ـــ ّ ژوندی مَړی ّ
سړی مړ دی دَ دننه
تش وجود دی چې ښورېږي
دَ هوا په رُخ هر کله
لکه مَړی په تابوت کې
په اوږو باندې خواخوُږې
راولي خپل ادیرې ته
له پرېدي لرې ولاته
ــــــــــــــ
نظم ۶ ـــ ّ څوک خپل، څوک پرېدی ّ
ټوله لمن کړم له چا ، وَ غزَوم چا ته لاس
ځینې زبېښل کړي وینه ، دَ چا په سترګوکې اور
ځینې په خوُی فرښتې ، دَ چا شیطان سکه ورور
***
ټوله لمن کړم له چا ، وَ غزَوم چا ته لاس
ځینې آسمان ته ګوري ، دَ چا نظر دی په ځان
ځینې سپېره په خاورو ، دَ چا نوموَړی دی شان
***
ټوله لمن کړم له چا ، وَ غزَوم چا ته لاس
ځینې خواږه ژغېږي ، دَ چا لستوڼې کې مار
ځینې دي کاڼي په زړه، دَ چا مثال دی دَ خار
***
ټوله لمن کړم له چا ، وَ غزَوم چا ته لاس
ځینې څېرې لري سل ، دَ چا شېوه ده لبا س
څینې مانده دي په تول ، دَ چا کوټه دی اخلاص
ــــــــــــــ
نظم ۷ ــــ ّحېرت وړې سترګې ّ
پراخ تندی دَ سړیتوب لا
ګوُنځې ګوُنځې دی وَ ګورئ
نن په وٍیر دَ هغو خلګو
چې په دغه اېټمي دور کې
لوږو تندو له سوبه
په تن ښکاري تش هډوکي
وچ هډوکي ، وچ هډوکي
په مثال دَ هغو وَنو
چې خزان وي رېږَولي
خو، بیا هم دي حیرت وړې
هغو زړونو ته دَ غوښې
چې لږ هم دَ خلې هومره
ښکاري نه پرې دړدېدلي
ــــــــــــــ
نظم ۸ ـــ ّ په شېبو ګې دَ هجر ّ
غواړم
چې ستا دَ ویده عکس په تندي
دَ خپل نامه وَ لګومه ټیکه
خو
چې نرۍ څُوکه در وړم دَ قلم
ستا غنم رنګ نقشونه تت شي دُونې
چې دَ یو شنه وړوکي خال په ګمان
ستا په څېره باندې اشعار وَ لیکم
ــــــــــــــ
نظم ۹ ـــ ّ سل څېرې ّ
ستاپه کاڼو به غمازه!
زما دَ زړه وړه اینداره
کړیچې کړیچې شي ، منمه
خو، دا یاد لره نا پوهه!
که مات شوی هر توکری
وَ ایندارې ته مُونېږي
نو کوربه مې دَ زړګي هم
سل ځېرې شي زېږَولی
ــــــــــــــ
نظم ۱۰ ـــ ّ تسلیمې جذبې ّ
اوس به لا ما بېرغ په لاس
په غال غال
دَ پښتنې مینې په نوم اخیسته
ستا دَ زړه مځکه په خپل واک کې ګله
چې مړامو سترګو دي له ما دَ مخه
په خوبَولو
او په مړو مړو کتو
زما دَ زړګي ټولې غښتلې جذبې
دَ بې همته عسکرانو غوندي
یوه یوه ځانته تسلیمه کړله
ــــــــــــــ
نظم ۱۱ ـــ ّ کور کور یو مزار ّ
لا تر څو چې
دَ نُکریزو په ارمان کې
دَ پښتو ناوې
په اور سېځي لاسونه
نو تر هغو به
کور کور دَ پښتانه هم
لا په سیورو کې
دَ سرو شنو بېرغونو
ښکاره کېږي یو مزار
وَ نور عالم ته