په سمندر کې د پناه غوښتونکو یوه لا درکه شوې کښتې چې لسګونه سریلانکایان پکې سپاره وو اندونیزیا کې موندل شوې ده.

ددغو ۳۳ پناه غوښتونکو ډله کې یوه میرمن هم شامله ده، چې د جولای میاشتې د لومړیو راهیسې د سریلانکا پریښودو وروسته په سمندر کې په اوونیو لادرکه شوې وو.

کښتې اندونیزیایی کب نیوونکو د «نیاس» ټاپو ته نږدې پیدا کړې ده.

د سیمیزو خبري راپورونو په اساس سریلانکايي پناه غوښتونکو ویلې چې دوې استرالیا او نوي زیلینډ ته روان وو.

د استخباراتي سرچینو د معلوماتو له مخې قاچاقبران خلکو ته دروغجنې څرګندونې کوي او وايي، چې د پنا غوښتونکو لپاره د استرالیا د پوله ساتنې پالیسۍ کې بدلون راغلی دی.

د استرالیا د هوایي ځواک مرستیال او د سرحدي سیمو د عملیاتو قومندان «سټیفن آسبورن» وايي، چې د استرالیا د پوله ساتنې د سختې پالیسۍ سره سره بیا هم انساني قاچاق وړونکي فعال دي.

نوموړي زیاته کړه، چې قاچاقبران خلکو ته د استرالیا د مهاجرت په پالیسۍ کې د بدلون اوازې خپروي، ترڅو خلک استرالیا ته د غیر قانوني مهاجرت لپاره وهڅوي، مګر دا معلومات ناسم دي او قاچاقبران خلکو ته استرالیا کې د اوسیدو لپاره دروغجنې ژمنې ورکوي.

تیره ورځ د کډوالۍ وزیر« پیټر ډوټون» په سرحد کې د سرحدي محافظت د نرمولو په تور د کارګرانو ټولنه تورنه کړه، نوموړي زیاته کړه چې د کشتۍ رارسیدلو ښودلې چې د پولې ساتنه کې هر ډول ناڅرګندتیا "د دوامداره خرڅلاو محصول دی."

نوموړي وویل: "د اندونيزيا لخوا د ۳۳ سريلانکایانو ژغورل په څرګند ډول د انساني قاچاق د سوداګرۍ خطرات څرګندوي." "قاچاق وړونکي خلک فعال دي او خلک لاهم غواړي چې دوی ته پیسې ورکړي او په سمندر کې خپل ژوند په خطر کې واچوي."

د کارګرانو د مهاجرت د ټولنې ویاند «شیین نیومن» د کډوالۍ اوسنی پالیسۍ لپاره د کارکونکو د ټولنې ژمنې بیا تایید کړې او ویلي یې دي، چې نوموړي ټولنې ته به اجازه ورنکړي چې قاچاقبران په سوداګرۍ کې بیرته دخیل شي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه ټولنه د سرحدونو په قوي ساتنه ، سمندري پروسس، سیمه ایزه بیا میشتیدنه او په سلامتۍ سره د کښتۍ بیرته ګرځیدلو باندی باور لري؛ ځکه چې دا به سمندر کې د ژوند ژغورلو سبب وګرځي. "