د سلګونو تروریستي مشکوکو مجرمینو، د مخدره توکو د قاچاقبرانو او غیر قانوني مسافرینو الوتنې استرالیا ته د هغه استرالیایي افسرانو لخوا چې په بهرنیو هوایي ډګرونو کې میشت دي متوقف کړل شوي.

د ډیری نا مطلوبو مسافرینو الوتنې د جولای او اګسټ میاشتو کې په ۵۰ نړیوالو هوایي ډګرونو کې د استرالیا د سرحدي ځواک لخوا تړل شوي وې.

د هوايي کرښې یو نا معلوم شمیر افسران په منځني ختیځ او آسیا کې د کوربه حکومتونو او هوايي شرکتونو سره کار کوي تر څو هغه کسان تر خپل پوښښ لاندې راولي چې استرالیا ته سفر کوي. د دوې اصلي هدف د هغه اشخاصو مخنیوی دی چې کیدای شي استرالیایي وګړو ته ګواښ وي.

داخلي شمیرې ښیي چې سږ کال د جولای ۱ او اګست ۳۰ تاریخ ترمنځ ۱۵۳ مسافرو الوتنې چې ډیری یې د سډني او میلبورن ښارونو ته وې تړل شوي دي. ددې په پرتله تیر کال ۱۳۶ مسافرینو الوتنې تړل شوې وې.
د ۲۰۱۳ کال راهیسې، د سمندري اړیکو افسرانو د ۱۰۴۳ مسافرو له سفر څخه مخنیوی کړی دی، چې د دې یو غټ شمیر د هغه مسافرینو څخه دې چې د کډوالۍ ریاست لخوا توقیف او بیرته خپلو هیوادونو ته ګرځول شوي دي.

د آسترالیا د سرحدي ځواکونو تاسیس څخه وروسته، نړیوالې شخړې او په سرحدونو کې د خلکو شمیر زیات شوی دی.

د آسترالیا د سرحدونو د ارتباطي عملیاتو په اړه یو داخلي راپور وایي، "د هوایی ارتباطاتو افسرانو ډاډ ورکړی چې دوی د ترهګرو هر حرکت ته یا د بهرنیو جنګیالیو بیرته راستنیدو ته ډیر پام لري.

د هوايي کرښو ارتباطي افسران په منځني ختیځ او آسیا کې د اندونیزیا، فیلیفین، مالیزیا، سیینګاپور، چین، جنوبي کوریا او دوبي په شمول هوايي مرکزونو او ټرانزیټي کرښو کې وجود لري.

ملي امنیت سرچینې تایید کړې چې بهرني جنګیالي او اسلامي افراطیان د استرالیا پاسپورتونو سره، چې ډیری یې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د عرب پسرلي پاڅونونو لپاره تللې وو، بیرته استرالیا ته راستانه شوي دي.

خو د استرالیا د سرحدي ځواک افسران د خپلو مرکزونو له لارې د دغه ډول کسانو د خوځښتونو او سفرونو په هکله معلومات او ارزښتناکه ارزونې ترسره کوي.