د ثوابونو خزانه
هغه د ثواب او فايدو خزانه، چی د الله(ج) دمبارکو نومونوپه تلاوت ترلاسه کیږی
يا آلله : که څوک چه هره ورځ ۱۰۰۰ ځلی دغه مبارک نوم شریف تلاوت کړی انشاا لله د زړه نه به یی ټولی و وسوسی اوشکونه لیری شی عزم اوقوت به ورنصیب شی که څوک په ناعلاجه ناروغی اخته وی ډیر تلاوت یی وکړی او دوعا وغواړی نوښه به شی انشاآلله
یا رحمن: که څوک هره ورځ۱۰۰۰ځلی دهرفرض لمانځه ورسته دامبارک نوم شریف تلاوت کړی له زړه څخه به یی هرډول سختی اونفرت لیری شی
یا رحیم: که څوک له هرلمانځه څخه ورسته۱۰۰ځلی دامبارک نوم شریف تلاوت کړی دټولودونیاوی افاتوڅخه به وژغورل شی او ټول مخلوق به په ده مهربانه شی
یا مالک: که څوک دامبارک نوم شریف هره ورځ دسهارله لمانځه ورسته ډیرځلی تلاوت کړی الله(ج)به یی غنی کړی انشاآلله
یا قدوس: که څوک دا مبارک نوم شریف هره ورځ له زوال ورسته ډیر ځلی تلاوت کړی له روحی ناروغیو به نجات حاصل کړی
یا سلام: که څوک دا مبارک نوم شریف ډیرتلاوت کوی له ټولو افاتوڅخه به وساتل شی او که څوک دا نوم مبارک ۱۱۵ ځلی تلاوت کړی او ناروغ پری دم کړی الله(ج) به کامل صحت ورکړی انشاآلله
یا مومن: که څوک دامبارک نوم شریف دویری په وخت کی۶۳۰ ځلی تلاوت کړی دهرډول ویری اوتاوان نه به په امان شی اوکه څوک دامبارک نوم ولیکی او له ځان سره یی وسا تی الله(ج)به یی ظاهر اوباطن په امان کړی انشاآلله
یا موهمن: که څوک غسل وکړی اوله غسل ورسته دوه رکعته لمونځ ادا کړی او۱۰۰ ځلی دامبارک نوم شریف تلاوت کړی الله (ج) به دهغه ظاهر او باطن پاک کړی
یا عزیز: که څوک څلویښت ورځی ۴۰ ځلی دامبارک نوم شریف تلاوت کړی هغه انسان به الله(ج) غنی کړی اوکه څوک دسهار له لمانځه ورسته دامبارک نوم شریف۴۱ځلی تلاوت کړی دهچا محتاج به نه وی اوله زیلت ورسته به عزت وممومی انشاآلله
یاجبار: که څوک هره ورځ سهار اوماښام ۲۰۲۶ ځلی دا مبارک نوم شریف تلاوت کړی هغه انسان به دظالمانوله ظلمه وژغورل شی اوکه څوک دغه مبارک اسم دسپینوزرو په ګوتمی ولیکی او په ګوته یی کړی دهغه انسان هیبت اوشان به دخلقو په زړونوکی پیداشی
یا متکبر: که څوک دا مبارک نوم شریف ډیر ځلی تلاوت کړی الله (ج) به هغه انسان ته لویی او بزرګی ورکړی او که څوک یی دیوکار په پیل کی ډیر ځلی تلاوت کړی په هغه کارکی به بریالی شی انشاآلله
یا خالق: که څوک دا مبارک نوم شریف ۷ورځی پرله پسی۱۰۰ځلی تلاوت کړی له ټولو افاتوڅخه به په امان شی او که څوک دامبارک نوم شریف تل ذکر کوی نوالله(ج) به یو ملایکه پیدا کړی اودهغه ذاکر انسان لپاره به همیشه عبادت کوی
یا باری: که کومه بی اولاده ښځه ۷روژی ونیسی اودهرروژه ماتی پروخت ۲۱ځلی یا خالق یا باری یا مصور تلاوت کړی او پر یوګلاس اوبویی د م کړی اوپه هغو اوبو روژه ماته کړی الله (ج) به اولاد ورکړی انشاآلله
یا غفار: که څوک دجمعی له لمانڅه ورسته دامبارک نوم شریف ۱۰۰ځلی تلاوت کړی په هغه انسان به دمغفرت اثار ښکاره شی اوکه څوک دماذیګرله لمانځه ورسته هره ورځ یاغفاراغفرلی تلاوت کړی الله (ج) به هغه تلاوتکونکی د بښلشوومسلمانانو په ټولی کی حساب کړی انشاآلله
یا قهار: که څوک ددونیا په محبت اخته وی هغه دی دا مبارک نوم شریف ډیر تلاوت کړی انشاآلله ددونیا محبت به یی له زړه ووځی اوله الله (ج) سره به یی محبت پیداشی
یا وهاب: که څوک په فقر اومفلیسی اخته وی هغه دی دامبارک نوم شریف ډیر تلاوت کړی اویادی ولیکی اوله ځان سره دی وساتی اویادی دی دڅاښت دلمانڅه په اخره سجده کی۴۰ ځلی ووایی الله(ج) په هغه ته خلاصون ورنصیب کړی اوکه څوک خاص حاجت ولری نودکوریا مسجد په انګړ په ځمکه دی سجده وکړی لاسونه دی پورته کړی او۱۰۰ځلی دی دا مبارک نوم شریف تلاوت کړی انشاآلله حاجت به یی الله(ج) پوره کړی
یا رزاق: که څوک دسهار له لمانځه مخکی دخپل کور په څلورو کونجونو دامبارک نوم شریف۱۰ ځله دم کړی خومخ به یی په قبله وی اوله ښی کونج نه به شروع کوی نوالله (ج) به پری درزق دروازی خلاصی کړی اومریضی او مفلیسی به هیڅ وخت دهغه کور ته رانه شی انشاآلله
یا فتاح: که څوک دسهارله لمانځه ورسته دواړه لاسونه په سینه کبږدی او۷۰ ځلی دا مبارک نوم شریف تلاوت کړی دهغه زړه به دایمان په نورروښانه شی انشاآلله
یاعلی: که څوک دا مبارک نوم شریف ډیر ځلی تلاوت کړی الله(ج) به پری دعلم اومعرفت دروازی راخلاصی کړی انشاآلله
یا قابض: که څوک دډوډی په څلورو ګولو(لمړیو)باندی دامبارک نوم شریف ولیکی اوله څلویښت ورڅځوپوری یی وخوری نوله ولږی تندی درد زخم او تکلیف څخه به خلاص شی انشاآلله نومعلومیږی چی دمعدی دمریضانولپاره ښه او مجربه نخسه ده
یا باسط: که څوک هره ورځ دڅاښت له لمانځه ورسته داسمان لوری ته لاسونه پورته کړی اودا مبارک نوم شریف۱۰ځلی تلاوت کړی الله(ج) به یی غنی کړی اوهڅکله به دچا محتاج نه شی
یا حافظ: که څوک هره ورځ دامبارک نوم شریف ۵۰۰ځلی تلاوت کړی الله(ج) به دهغه ټول حاجتونه اومشکلات حل کړی اوکه څوک ۳روژی ونیسی اوپه څلورمه ورځ چیرته یوازی کینی اودا مبارک اسم ۷۰ ځلی تلاوت کړی انشاآلله په دښمن به بری وممومی
یا رافع: که څوک دهری میاشتی په څوارلسمه په نیمه شپه کی دامبارک نوم شریف۱۰۰ځلی تلاوت کړی الله(ج) به هغه له مخلوقه څخه بی نیازه اومستغنی کړی
یا معز: که څوک دسیشنبی یا جمعی په ورځ دماښام له لمانځه ورسته دامبارک نوم شریف۴۰ځلی تلاوت کړی الله(ج) به هغه دخلقو په مینځ کی عزتمند کړی
یا مذل: که څوک ۵۷ ځلی دا مبارک نوم شریف تلاوت کړی اوسر پر سجده کیږدی الله(ج) به هغه دحسدکونکو ظالمانو او دوښمنانو له شر څخه وساتی او که څوک خاص دښمن ولری نو په مسجد کی دی دهغه نوم واخلی اودا دی ووایی ای الله(ج) ما دفلانی ظالم یا دښمن له شره وساتی انشاآلله دوعا به یی قبوله شی
یا سمیع: که څوک دپنجشنبی په ورځ دڅاښت له لمانځ ورسته دا مبارک نوم شریف۵۰۰ یا۱۰۰۰ ځلی تلاوت کړی دهغه دوعاوی به قبولی شی مګر دذکر په مینځ کی به خبری نه کوی او که څوک هره ورځ سهار دسنت اوفرض لمانځه پرمینځ کی ۱۰۰ ځلی دا مبارک نوم شریف تلاوت کړی هغه به الله(ج) په خپل خاص نظر ونازوی انشاآلله
یا بصیر: که څوک دجمعی له لمانځه ورسته ۱۰۰ ځلی دا مبارک نوم شریف تلاوت کړی انشاآلله دهغه په زړه کی به دایمان رڼا پیداشی انشاآلله
یا حکم: که څوک دشپی په اخره حصه کی په اوداسه دا مبارک نوم شریف ۹۹ ځلی تلاوت کړی الله(ج) به دهغه زړه دانوارواو اثراروځای وګرځوی او که څوک دجمعی په شپه دااسم شریف دومره تلاوت کړی چی بیسده الله(ج) به دهغه زړه په کشف اوالهام سره ونازوی انشاآلله
یا عدل: که څوک دجمعی په ورځ د ډوډی پر شلو ټوټو دامبارک نوم شریف ولیکی او ویخوری انشاآلله ټول مخلوقات به دهغه لپاره مسخرشی انشاآلله
یا لطیف: که څوک دا مبارک نوم شریف۱۳۳ ځلی تلاوت کړی دهغه په رزق کی به برکت واچول شی اودهغه ټول کارونه په په ښه توګه ترسره شی او که څو به غم ناروغی فقر اویاکوم بل مصیبت کی راګیر وی هغه دی اودس وکړی او ۲رکعته لمونځ دی وکړی اوخپل مقصد دی په زړه کی یاد کړی او ۱۰۰ځلی دی دا اسم مبارک تلاوت کړی انشاآلله مقصد به یی پوره شی
یا خبیر: که څوک تر ۷ ورځو پوری دا مبارک نوم شریف ډیر ځلی تلاوت کړی الله(ج) به هغه ته پټ رازونه ښکاره کړی اوکه څو په نفسانی خواهیشاتو اخته وی هغه دی دا اسم شریف ډیر تلاوت کړی انشاآلله خلاصون به پیدا کړی
یا حلیم: که څوک دا مبارک نوم شریف پر کاغذ ولیکی او اوبو کی یی واچوی اوهغه اوبه په کوم شی وشیندی په هغه شی کی به خیر اوبررکت پیداشی اوله افتونوڅخه به وساتل شی انشاآلله
یا عظیم: که څوک دا مبارک نوم شریف ډیر تلاوت کړی الله(ج) به هغه ته غزت ورنصیب کړی انشاآلله
یا غفور: که څوک دا مبارک نوم شریف ډیر تلاوت کړی دهغه ټول غمونه اوتکلیفونه به دفعه شی په مال اوعیال کی به یی برکت پیداشی په حدیث شریف کی راغلی دی که څوک په مسجد کی ۳ځلی یارب اغفرلی ولولی دهغه ټول ګناهونه به وبښل شی انشاآلله
یا شکور: که څوک په غم اویا بل مشکل کی راګیر وی نو دا مبارک نوم شریف دی ۴۱ځلی تلاوت کړی خلاصی به پیدا کړی انشاآلله
یا کبیر: که څوک له خپلی دندی(وظیفی ) څخه لیری کړی شوی وی ۷ورځی دی هره ورځ۱۰۰۰ځلی دامبارک نوم شریف تلاوت کړی په خپله دنده به برقراره شی اوبرتری به بیامومی انشاآلله
یا حفیظ: که څوک دا مبارک نوم شریف ډیر ځلی تلاوت کړی اویایی ولیکی اوله ځان سره یی وساتی هغه به له هر ډول خطر ویری اوتاوان څخه وژغورل شی انشاآلله
یا مقیط: که څوک په کوم خالی لوښی باندی دا مبارک نوم شریف دم کړی او په هغه لوښی کی اوبه خپله اوسکی(و څکی)اویا یی په بل چا اوسکی مقصد به یی پوره شی انشاأآلله
یا حسیب: که چاته له کوم شخص یاکوم شی څخه ویره وی هغه دی دپنجشنبی څخه شروع او اته ورځی دی سهار اوماښام۷۰ ځلی حسبیاالله الحسیب تلاوت کړی دهرشی له شره به په امان شی انشاآلله
یا جلیل: که څوک په مشک اوزعفران باندی دا مبارک نوم شریف ولیکی او ډیر یی تلاوت کړی الله(ج) به هغه ته عزت او قدر ورکړی انشاآلله
یا کریم: که څوک دشپی دویده کیدو په وخت دا مبارک نوم شریف تلاوت کړی او ویده شی الله(ج) به هغه ته په علماو او صالیحینو کی غزت ورپه برخه کړی انشاآلله
یا رقیب: که څوک هر ورځ دا مبارک نوم شریف ۷ځله تلاوت کړی او په خپل اهل و عیال اومال باندی دم کړی نوله ټولومصیبتونونه به په امان وی انشاآلله
یا مجیب: که څوک دا مبارک نوم شریف ډیر ځلی تلاوت کړی دهغه دوعاوی به دالله(ج) په دربارکی قبولی شی انشاآلله
یا واسع: که څوک دا مبارک نوم شریف ډیر تلاوت کوی الله(ج) به هغه ته ظاهری اوباطنی غنیا ورنصیب کړی انشاآلله
یا حکیم: که څوک دا مبارک نوم شریف ډیر تلاوت کوی الله(ج) به په هغه باندی دعلم اوعزت دروازی راخلاصی کړی اوکه دچا کوم کارسرته نه رسیږی هغه کاربه یی ترسره شی انشاآلله
ترتیب کونکی اوراټولونکی: ستاسو ټولولوستونکود دوعآ محتاج- رفیع الله (سالک ولیخیل)
تر لوستلو وروسته، په ډېرې مهربانۍ سره د دې وېبلاګ څښتن، برابرونکي او د دې دعاوو ليکونکي ته دعاوې وکړﺉ، منندوی به مو يو.