لوګريان د مس عينك امتيازات غواړي

له خدمتگار ورځپاڼې په مننې

د امنيتي مسووليتونو د لېږد د پروسې مشر ډاكټر اشرف غني احمدزي د لوګر ولايتي شورا له غړو، قومي مشرانو، د مدني ټولنو استازو، امنيتي چارواكو او والسوالانو سره د دغه ولايت د هر اړخيز وضعيت د معلومولو لپاره بېلابېلې غونډې لرلې.
اشرف غني احمدزي چې وړمه ورځ لوګر ته تللى و، خبريالانو ته وويل: ((موږ د لوګر په اړه كافي معلومات لااسته راوړل چې پر اساس به يې په دغه ولايت كې د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه پلې كېږي.))
كه څه ښاغلي اشرف غني دا خبره وكړه، خو خدمتګار ته ځينو خلكو له نومښودنې پرته ويلي چې په يادو غونډو كې نه د دغه ولايت پر امنيتي حالت  او نه هم د امنيتي مسووليتونو پر لېږد خبرې وشوې.
په يادو غونډو كې کرنيزې، روغتيايي او پوهنيزې ستونزې وارزول شوې، لوګريانو ته په مس عينک كې پر امتيازاتو او کوچيانو ته د ځمکې د وېش پر مسالې بحث وشو.
يو قومي مشر محمد قسيم په دغه ولايت كې د ځمکې د وېش پر لړۍ نيوکه وکړه او ويې ويل چې كه دا پروسه همداسې روانه وي، په دغه كې به هم د ځمكې پر سر شخړې رامنځ ته شي: (( له ډېر پخوا راهيسې دلته يو شمېر كوچيان مېشت دي، دوى زموږ وروڼه دي او ډېر ښه مو سره پاللي دي، خو يو شمېر خلک هڅه کوي چې موږ او كوچيان سره خپه كړي، زموږ غوښتنه دا ده چې د لوګر اصلي اوسېدونكي هم حق لري چې ځمكه پرې ووېشل شي، ځكه چې همدا اوس ډېر لوګريان لګيا دي په كرنيزو ځمكو ځانونو ته كورنه جوړوي چې دا نه زموږ په كټه دي او نه هم د كوچيانو.))
د ده په وينا، د مرکزي حکومت دې پرېکړې چې د هېوا ټولو کوچيانو ته به په لوګر کې ځمکه ور كول شي، سخت خواشينى کړى دى: ((زموږ ګيله دا ده چې دومره مهمه پرېكړه كېږي او موږ په كې نه پوښتل كېږو، دا خو ډېره بې انصافي ده.))
ښاغلي قسيم خبرداری ورکړ چې که حکومت خپله ناعادلانه پرېکړه بېرته وانه خلي، د كوچيانو او ځايي خلكو تر منځ به داسې شخړې راپيدا شي چې مخنيوى به يې بيا ګران وي.
هغه حكومت پر دې ګرم وباله چې هر وخت د ولس له سلا مشورې پرته پرېكړې كوي او ماسټر پلانونه جوړوي: ((زما په باور له همدې امله هم د حكومت او ولس تر منځ واټن زياتيږي.))
د ياد ولايت قومي مشرانو ګيله كوله چې لوګريانو ته دولت په مس عينك كې هېڅ ډول امتيازات نه دي ور كړي.
د دوى په خبره، دولت بايد د لوګر له اوسېدونكو سره پر كړو ژمنو وفا وكړي: ((ځكه چې له ام، سي، سي چينايي شركت سره له قرارداد وړاندې دولت له موږ سره وعده كړې وه چې ښوونځي، كلينكونه او سړوكونه به راته رغوي او همدا راز به برېښنا راته برابروي.))
د کرنې، پوهنې او روغتيا په برخو كې پانګونه د قومي مشرانو نورې غوښتنې وې چې له دولت څخه يې د پوره كولو هيله لرله او ټينګار يې كاوه چې د دوى په ولايت كې دې پرختيايي پروژې پلې شي.
له ډاكټر اشرف غني احمدزي سره په غونډو كې ځينو مخورو له احساساتو ډكې خبرې وكړې او ويل يې چې كله په يو او كله په بل نوم ټكول كېږي.
يوه قومي مشر حاجي عثمان ګران وويل، د کمونستانو په واكمنۍ پر مهال د اشرارو په نامه وهل ټکول کېدل او اوس نه پوهيږي چې په کوم نوم له پامه غورځول شوي دي.
د دغه ولايت عالمانو بيا د مدرسو د رغولو او ملايانو ته د كاري زمينې د برابرولو غوښتنه كوله.
د دوى په اند، كه دولت پر لوګر سربېره په نورو ولايتونو كې هم لويې مدرسې جوړې كړي، نو له دې سره به له يوې خوا د هغو طالبانو مخه نيول شوي وي چې ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاكستان د ديني زده كړو لپاره ځي او له بلې خوا به علماوو ته د كار زمينه هم برابره شوې وي.
ښاغلي احمدزي وويل چې لوړ پوړو چارواكو ولايتونو ته د حالاتو د معلومولو لپاره هر وخت سفرونه كولاى، اوس به هر څه سم وو او د خلكو ستونزې به تر ډېره حل وې.
هغه زياته كړه، له همدې امله ولس له دولت څخه ناراض دى، خو دى هڅه كوي چې د ولس هر اړخيز وضعيت ځانته معلوم كړي، بنسټيزې ستونزې يې وپېژني او پر اساس يې داسې پلانونه جوړ كړي چې په راتلونكي كې د دوى په خير تمام شي.