دژورنالیستانو د ټولنې مشري او که سوداګري
ایا ټول هغه کارکوونکي چې په رسنیو کې کار کوي ژورنالیستان دي؟
په هیواد کې د ټولنو دجوړیدو له کلتور سره سم په هر ولایت کې د یاد ولایت د ژونالیستانو ټولنې هم جوړې شوې،خو دهر ولایت د ژورنالیستانو د ټولنو پر وړاندې یو شمیر ننګونې او ستونزې هم شتون لري چې دنورو ولایتونو په پرتله دغه ستونزې د لوګر ولایت د ژورنالیستانو په ټولنې کې ډيره جدي او تر نورو زیاتې دي، د همدې ټولنې له مشرتابه را نیولې بیا د همدغه ټولنې له لوري د ځان په ګټه دجوړې شوې ځانګړې ډلې غړي غواړي چې په لوګر کې د ژورنالیزم له سپیڅلي مسلک څخه ناوړه ګټه پورته کړي، د ژورنالیزم سپیڅلي مسلک ته ژمن نه پاتې کيږي او دهمدغه ټولنې له نوم څخه په ګټې اخیستلو بیلابیل کارونه تر سره کوي.
په لوګر کې د ژونالیستانو د ټولنې تیر دوه کلن بهیر ته ځغلنده کتنه:
په لوګرکې د ژورنالیستانو د ټولنې له جوړیدو څخه کابو دوه نیم کاله تیریږي
نسیم شفق چې له همدې مودې څخه د ژورنالیستانو په ډيری رایو سره د همدې ټولنې مشر شو په سرکې ددې ولایت ټولو ژورنالیستانو تمه درلوده چې ګواکې له دې وروسته به تر ډیره بریده د ژورنالیستانو ستونزې هوارې شي خو د ستونزو د نه هواري سره سره په همدې پوړ کې ډيرې ستونزې را وزیږول شوې، ژورنالیستان سره جلا شول او په ډلو ډلګیو وویشل شول.
دلوګر د ژورنالیستانو ټولنې او مشرتابه ستونزې:
۱- یاده ټولنه تر اوسه یو خپلواکه دفتر نه لري. او په یوه حکومتي ودانۍ کې چې د چارواکو ذوقونه په کې پالل کیږي شتون لري.
۲ – دنوموړي ټولنې مشر د لوګر په کچه له ژورنالیستانو سره د مور میرې سلوک کړی.
۳ – د ډیرو ژورنالیستانو پر مخ یې خپله دروازه تړلې او هغه یې حتی په سپکو سپور کلیماتو له ټولنې څخه شړلي.
۴ – په تیر دوکلن یون کې د ژورنالیستانو لومړيتوبونه په نظر کې نه دي نیول شوي دساري په توګه پریس کلپ جوړول او له چارواکو څخه پروخت د مالوماتو تر لاسه کول.
۵ – تر دمګړي هیڅ ژورنالیست ته دهمدې ټولنې له خوا بهر ته د تګ استانتیا نه دی برابره شوې او یوازې د همدغې ټولنې مشر په پټه څو وارې تللی چې همدغه حق د لوګروالو ژورنالیستانو ګڼل کیږي.
۶ – د نوموړې ټولنې مشر په پلازمینې کابل کې رسمي دنده لري او د اونۍ ټولې ورځې دفتر تړل شوي وي.
دا او دې ته ورته ګنې نورې ستونزې هم شته چې یوازې مې د څو یادونه وکړه.
ولې په لوګر کې نوښتګرو او نویو ژورنالیستانو ته د خدمت کولو موقع نه ورکول کیږي؟
دا هغه پوښتنه ده چې ځوابول یې زما له انده ګران کار دی خو هغه دسولیدلي فکر ژورنالیستان چې نورو ته موقع نه ورکوي ښه ځوابولی شي، دلوګر د ژورنالیستانو تش په نوم مشر په دې ډول غواړي چې ریښتني ژورنالیستان له صحنې نه لرې کړي او په دې توګه وکولای شي په غیر مسلکي ژورنالیستانو او یاهم د سمیزو راډیو ګانو په کارکوونکو خپل نوم ته شهرت ورکړي. غواړم چې له یوبل څه نه هم پرده پورته کړم دلوګر د ژورنالیستانو د ټولنې مشر د ژورنالیزم اصولو ته ژمن نه دی پاتي شوی او په دې توګه څو څو ځایه په بډو اخیستلو هم تورن شوی چې د ژورنالیستانو سربیره ګڼ لوګر میشتو ته هم دا خبره جوته ده.
په دوه کلونو کې نسیم شفق کوم د پام وړ کارونه کړي وه چې بیا ددې ټولنې دمشري لپاره ونومول شوه ؟
د دریم پلا ټاکنو پر مهال هیڅ ژورنالیست نه غوښتل چې ددریم ځل لپاره بیا نسیم شفق د یادې ټولنې دمشر په توګه ونومول شي خو نوموړی ته سره له دې چې د ریاست څوکۍ ډير خوند ورکوي په یو شمیر ژورنالیستانو یې هم واګې تر لاسه کړي دغه ژورنالیستان د سمیزو راډیګانو مشران دي چې کله پرې غږ وکړي له خپلو حقوقو هم ورته تیر وي او په موټرو موټرو د راډيو کارکوونکي ټاکنو ته راولي او نوموړي ته رایه ورکوي او خپل اخلاص ښي که څه هم دنوموړي هیڅ ګټه نه ورته رسیږي. اوس پوښتنه داده چې ژورنالیزم حقایق دي او که چاپلوسي؟
د لوګر د ژورنالیستانو دټولنې د دریم پلا مشر نسیم شفق ته څو وړاندیزونه:
۱- ګرانه مشره! له شخصي ګټو نه تیر شه او خپل مسلک ته ژمن پاتې شه دچارواکو او ټولو ژورنالیستانو پر وړاندې ځواکمن دریځ ونیسه او دخپلو هم مسلکیانو حقوق د خپلو ګټو په موخه مه قرباني کوه.
۱ –قدرمنه ! د لوګر ټول ژونالیستان په یو ټغر راټول کړه او د ژورنالیستانو ترمنځ دمور میرې سلوک پای ته ورسوه.
۲ – ددې ټولنې په طرزالعمل کې داسې ماده باید ورزیاته شي چې یو مشر له دوه کلونو زیات د ټولنې مشري نشي کولی.
۳ – په سیمیزو راډیوګانو کې غیر مسلکي ژورنالیستانو ته دژورنالیزم د ارزښت او اهمیت په اړه د پوهاوي سیمینارونه باید جوړ شي ترڅو شته ستونزې راکمې شي.
۳- داڅرګنده خبره ده چې په اوسمهال کې د خبري پیښو،ویډیوګانو او غږونو لیږدول له انټرنيټ پرته ناشونې ده،باید د ژورنالیستیکي کارونو د استانتیا او ګړندي کولو لپاره په لوګر ولایت کې پریس کلپ جوړشي.
۴ – د مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره له چارواکو سره همغږي وشي.
په لوګر کې شته رسنۍ:
دیادولوده چې په لوګر کې لس غږیزې او چاپي رسنۍ شتون لري چې اته یې په خپلواکه او دوه نورې چې یو یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست میاشتنی اخبار او بله داتفاق راډيو ده چې د امریکایانو له میشت ځای او یاهم بیز نه خپرونې کوي شتون لري.
زینت، څرک،استقلال او ملي پیغام خصوصي راډيو ګاني دي چې دوه یې له مرکز او دوه نورې یې له ولسوالیو نه خپرونې کوي. بله ډیوه او بلنه میاشتني مجلې دي چې ددې ولایت د محصلینو او خپلواک ادبي بهیر له لوري خپريږي ، ستوری او ځوان غږ په نوم خصوصي اخبارونه هم شتون لري چې یادې دوه مجلې او اخبارونه د ااقتصادي ستونزو له امله یې په خپرواي کې ځنډ او خنډ رامنځ ته کیږي.
پای
عبدالرحمن تسل