روهي ادبي ټولنه د تاند او هڅاند ځوان فهيم ساپي سره د ده د ترونو د شهادت په دې وير کې ځان يو ځای بولي، ده او کورنۍ ته يې د لوی خدای (ج) څخه صبر او ارواښادو  ته فردوس جنت غواړي.

اناالله اليه راجعون

 

صميم ادبي ټولنه په خپل وار د ښاغلي فهيم ساپي سره د خواخوږۍ مراتب شريکوي، موږ ټول د ساپي صاحب سره په دې غم کې ځان شريک بولو او ارواښادو ته د فردوس جنت غوښتونکي يو او د  لوی څښتن تعالی دربار ته لاسونه لپه کوو، چې نور زموږ مظلوم ولس د داسې غميزو څخه وساتې.

اناالله اليه راجعون

 

کل نفس ذايقه الموت

 دوه ورځې وړاندې خبر شوم، چې د پښتون، پښتو او هېواد مين ځوان په کور د بهرنيو ځواکونو له خوا د وير باد رالږېدلی، چې دغه باد د ښاغلي فهيم ساپي دوه ترونه او دوه نور کليوال له ځانه سره بلې نړۍ ته  شهيدان يووړل، ډېر خواشينی شوم، خو بې له دې چې د لوی څښتن تعالی دربار ته لاس لپه کړم بل څه مې په واک کې نشته. زه په خپل وار سره د ښاغلي مرتضی ساپي او فهيم ساپي کورنيو ته د صبر غوښتونکی يم او ارواښادو ته د ستر ذات له دربار څخه فردوس جنت غواړم.

اناالله اليه راجعون

ستاسې

رفيع الله ستانکزی