پښتو

ډکه د جمال او د جلال غرنۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

ډول سره چې غبرګه شي ګډا ګډا ګډا شي نو
چوپو ګړنګونو کې يو شور شي او غوغا شي نو

والوزي يو سېل شي د مرغيو په هوا شي نو
څڼې د نښترو ورته ګډې په شغا شي نو

درد لري د مينې د شپونکي د شپېلۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

خرپ د سپينې تورې چې په برم او په پرتم کې شي
حسن په درخو کې شي سرشاره په ادم کې شي

ناڅاپه نغمه شي د رباب په زيروبم کې شي
چيغه شي ټپه په خوبولي شومه دم کې شي

ستوري ورته غوږ دي د آسمان د سپوږمۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

مسته په څپو څپو او مسته له سېلابه ده
ښکاري راوتلې د سندرو له دريابه ده

ته وا بلبلانو را ايستلې له کتابه ده
واه په تغزل کې ښايستوکې تر ګلابه ده

جوړه ترې لنډۍ شي د درنې ملالۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

سر باندې يې لمر او سپوږمۍ کښېني د غره څوکه شي
کله هم د غرونو د باغي زرکانو کوکه شي

ګوري چې سپېره غليم تېره د تورې څوکه شي
زلفې د معشوق انځوروي د قلم نوکه شي

جار د شرنګېدلې دريابي شاعرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

هر څو که د غرونو د اوبو غوندې بې رنګه ده
پښې يې پر اغزو ايښې دي سرې وينې ګلرنګه ده

پاس د ګل منار ته ور ختلې دنګه دنګه ده
ډېره خوږ اروا ده ته وا پېغله غنمرنګه ده

جار يې شم کاروانه د خوږې ښاپېرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

ښاغلی پيرمحمد " کاروان "