د ښاغلي فهيم ساپي سره خواخوږي
تېره يکشنې د کاپيسا ولايت، تګاب ولسوالۍ د غازي خان خېلو په کلي د بهرنيو ځواکونو د بريد له امله ډېرې کورنۍ د وير په ټغر کېناستې، چې له دغو کورنيو څخه يوه کورنۍ هم د فهيم ساپي کورنۍ ده، د پښتونپال او پښتو مين ځوان (فهيم ساپي) دوه ترونه په داسې حال کې چې له خپل کوره د وتلو په حال کې و د بهرنيو ځواکونو له خوا د خپل کور په مخکې شهيدان شول (اناال له و انا اليه راجعون) او وروسته له هغه بيا کور ته ورننوتل، چې يو بل تره يې له ځانه سره بګرام ته بولی.
موږ د دغه ناځوانمردانه عمل په کلکه غندنه کوو، د فهيم ساپی او د ده ټولې درنۍ کورنۍ سره د وير په دې ټغر يو ځای يو. شهيدانو ته د لوی څښتن تعالی څخه فردوس جنت او ښاغلي فهيم ساپي او کورنۍ ته يې د لوی صبر غوښتونکي يو.
اروا يې ښاده او پاتې شونو ته يې لوی صبر