زمونږ د نن ورځې تمدن د هغو خلکو د پوهې او تجربې حاصل دی چې له مونږ يې مخکې ژوند کړی دی.مونږ نشو کولای چې په دې تمدن کې شرکت وکړو مګر دا چې د تېر نسل د فکرونو سره بلد شو، يوازينۍ وسيله چې مونږ دې هدف ته رسولی شي د علمي ګټورو کتابونو مطالعه او لوستل دي.
له کتاب سره هم کولا شو چې ملګرتيا وکړو ،چې دا ملګرتيا هميشه ثابت قدمه او وفاداره وي.
ډیری کتابونه يې له ليکوالو جالب او زړه را ښکوونکي وي،ځکه چې د ليکوال د وجود نه هغه څه بهتره دي چې خپلو اثارو ته يې وربخښي او څه وخت چې مونږ د هغه سره خبرې کوو نو هر څومره يې چې خبرې له معنا ډکې وي په دويم ځل د اولنې وضعيت په شان نه وي، ځکه چې صوتي موجونه يې بې څنډو(بې پايه) نړۍ ته سفر کوي.
مګر کتاب هميشه زمونږ په واک او اختيار کې دی، د هغې رمزونه او او رازونه تل د بر رسۍ او پلټنې وړ دي.
له دې ور تېر؛ ميلونونه تنه کولای شي د کتابونو سره مينه ولري، بغير له دې چې دا شریکه دوستي يې په منځ کې کينه او حسد را ولاړ کړي.
د فردوسي، خيام، مولوي، سعدي، حافظ . . . اثارو حيرانوونکي اړيکي په داسې خلکو کې را منځ ته کړي چې په تمامه مانا له يو بله جلا دي.
کتاب هغه وسيله ده چې مونږ له خپله حده پورته او لوړ بيايي.
هيڅوک دومره تجربه نه لري چې ځان او نور په ښه شان سره وپيژني.مونږ ټول په دغه بې سرحده او نه پيژندونکې نړۍ کې ځان يوازې وينو او له هغې څخه په تکليف کيږو، د ژوند سختۍ او رنځونه مو ازاروي.
کتاب ارامي را بخښي او دا را ښيې چې زمونږ نه ډيرو لويو خلکو هم زمونږ په شان تکليفونه تېر کړې دي او د حقيقت په پيداکوونه کې يې هڅې کړې دي.
د کتاب په ملتیا کولای شو د خپلې کوچنۍ نړۍ له جنجال نه وتښتو.
کتاب د تېرو زمانو د پيژندلو او د هغو ټولنيزو احوالو څخه د ځان خبرونې مهمه وسيله ده چې زمونږ له وسې وتلي دي.
هغه يون ليکونه چې لويو ليکوالانو ليکلي دي، د ملکونو او ملتونو د روح نه پټ مضامين راته را څرګندوي که چيرته د سياحت په رسم او کلتور شل ځله هغو ځايونو ته سفر هم وکړو، نو يو به يې هم زده نه کړو.
هر څومره چې وي د هغې لپاره کتابونه لولو، چې له حده وړاندې لاړ شو او د نورو له ژونده خبر شو.
مونږ پخپل ورځني ژوند کې دومره په پيښو کې ډوب يو چې نشو کولای پيښې را ښکاره او څرګندې کړو، له خپلو روحي هیجاناتو نه دومره قربان شوي يو، چې له دغو هيجاناتو د خوند مجال نشو پيدا کولای.
زمونږ ډيرو ژوند خپله يو داستان دی، چې د لويو ليکوالو له داستانونو نه يې هيڅ هم کم نه دي.
ليکن مونږ يوازې دا نه چې له خپلې زنده ګۍ نه خوند نشو اخستلای بلکه، د دې له مشقتونو څخه په فرياد او واويلا يو.
د ليکوال هنر په هغه څه کې دی، چې د ژوند اصلي انځور زمونږ په مخکې ږدي مګر هغه په داسې فاصله کې له مونږه ساتي چې مونږ پرته له احساس او مسوليت نه له هغې خوند واخلو.
څوک چې رمان يا يوه واقعه لولي د حادثې په مخالفت کې لويې کوي بغير له دې چې فکري تمرکز يې ترې لرې شي.
ښه کتاب لوستونکی هغه ډول نه پریږدي چې مخکې له لوستلو وي؛ بلکه هغه په نيکو صفاتو برابر او سمبالوي.
اندره موروا فرانسوي ليکوال او مؤرخ( ۱۹۶۷-۱۸۸۵ ميلادي)
دری ژباړه: اسماعيل سعادت
پښتو ژباړه: رشيدا حمد حقپال