د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر بیرته خپلې اوونیزې غونډې پیلوي. د میرمن بهیر  راتلونکې غونډه د وږي میاشتې په اتمه نیټه د چهارشنبې ورځ د اطلاعاتو کلتور وزارت د مطبوعاتو په نړیوال تالار کې جوړیږي.

 د کره کتنې  لپاره دشاعرې او لیکوالې مینا نظري شعر غوره شوی ده، په شعر به لیکلی نقد آغلې کاینات تنها وړاندې کوي، په غونډه کې د تیرو پنځو میاشتو رپوټ د دارالانشا له خوا وړاندې کیږي.

ورپسې به آزاده مشاعر کیږي . دا رازپه غونډه کې به د میرمن بهیر په کاري مسایلو هم بحث او خبرې کیږي.

د کره کتنې لپاره د آغلې مینا نظري شعر:

ستا په زړه کې څپې شته دي؟

چې دا وخت درته نږدې کړي

اندېښنې دې درنه یوسي

لمر وهلې ستا د زړه شګې لمدې کړي

داسې بل ډول عجیبه احساس درکړي

انځورګر شې په شیبو باندې میین شې

پښې دې بېلې شي له ځمکې

داسې ونځيښي څپې تا په قراره

د امان غازي له سترګو

له رنګونو ډکه جوړه

یوه تابلو د ازادۍ کړې

صدقه دې سم ای ژونده!

دا لفظونه دا څپې کړي ناقرارې

ستا په زړه کې څپې شته دي!

چې ارمان د شاه ژوندی کړي

په پاچا مو باورمن کړي

ژوند چینه د ازادۍ کړي

زما د مینې له لاسونه

را بهر دا زولنې کړي

ها د لرې غره لمن کې

د کوچي جانان کیږدۍ وي

هلته نور نه وي

زموږ د مرور وروڼو کورونه

ستا په زړه کې څپې شته دي؟

چې دا ښار او هدیره لږه جلا کړي

هدیرې ته زموږ شا کړي

چې له ژوند نه لږ څک وکړو

دا د ژوند رنګ مو بدل کړي

افسانه مو را ژوندۍ کړي

اماني ناره له زړه نه

داسې ښکلې زمزمه کړي

داسې ښکلې زمزمه کړي!

هیله ده ټولې خویندې پخپل وخت غونډې ته تشریف راوړي.

په درنښت

د میرمن بهیر دارالانشآ

 

ځای: د مطبوعاتو نړیوال تالار

وخت: د ۱۳۹۶ کال د وږي ۸ نیټه د غرمې یوه بجه او ۳۰ دقیقې