دا شعر ډاکټر صاحب را استولی دی او موږ يې په ډېره مينه ورته خپروو، دا تاسو او دا هم د ډاکټر صاحب شعر د ډاکټر ستوري په ياد کې:

د ډاکتر کبير ستوري په ياد
یــو ســتوری پــه اســـمان د پـښـتـونــخـوا وځلیدو
په غــرونــو، مــیـدانـــونـــو، درو واړو خــــوریــدو

دی سـتوري چــې رڼا کـړی د ایــشیا یورپ زمـکی
په زړه کـې یی مــشــال د پــښــتـونـــوالـی بـــلـــیـدو

دا سـتوری د اسـمان اوځمکی نور شو هری خوا ته
وحــــدت د پـــښــتــنـو د ده ارمـــــــان وځـــــلـــــیـدو

هـــــر ټــکی د قــــلـــم ئــې نــــوی زیــــری د ســــحر ؤ
د خــــپــل وطـــن زره زره کــې داســی پـــړقــــــیـــدو

کـــه عــــلــــم، ســـیاست ،که ادب واړه ئې اضـبـر ؤ
رڼـا د پــــــښــــتـــنـــو د نــــوی ژونـــد نــه زاریـــــدو

نــــــظــــر ئــې وقـــــابـي ؤ او هـــمـت ئــــې فــــولادي
د یــــو غـــاصــب په مــــخــکی د ده ســـر نه ټــیـټـدو

ســـــپـاهی د بـــاچــا خـــان ؤ او شـــاګرد ؤ د خــټک
داځــــــکـــه ســـیاسـت ادب کــې داســـی چـــغــیـدو

الله ورتـه د ذهـــــن تـــحـــفه داســـی ورعـــــطا کــــړه
بـــنــده به ویـل قــامــــوس دی چـــې بـه کــلـه ویـیدو

دا ســتــوري کــلـــه کـــلــه پـیدا کــیږي په صـدو کې
په غــــم د پــــښــــتــنـو به لکــه شـــمـعــه ســــوزیـدو

په ځــــمکــه د یــورپ ئــې د پـــښــتو رڼــا خــوره کړه
په خـــپله پـــوهـــه هــــر ځای لـکـــه غـــــر اوچــتیـدو

تـــیـاری ئــې مـونږ ته رڼـا کړلی پخپله خدای له لاړو
زمــــونږ مـظلــومــیت له د خدای وړانـدی کـیښودو

کــوم تــخــم چـــې کـــرلی ده په ځــــمـکـه د پـښتون ؤ
اوس دغــــه بــــوزغــلـی راغــی هـــر خـوا به خوریدو

کــــــونړه نــــره ځــــــمــکـــه ئــې زیــــږی داسـی نـــران
دونـــیـا ئـې پــه ارمــــان کــــوي صـــفــت د اوریـــدو

د ســتوري ارمــــانـونه پــوره کــیږي که خدای کړي
د نوی کـول ځـــلــمو کـــړل پـــښـــتـانـه په ویــښـیدو

نـــیاز خـــو هره ورځ ورته پــنـځه وخــتـه دوعا کړی
خــو پــه زړه ئــې ارمــان پاتی شو د سـتوري د لیدو

پـه طـــور د مــحـبت ئـې په اولاد بـاندی مـیـن شوم
ارمــان مــې خــدایه شــکــر چــې پـه دوۍ ورژیــدو


پروفيسر جهانزېب نياز



پروفيسر جهانزېب نياز
ليكوال ، شاعر، چېرمين پښتو عالمي كانګرس، چيف ايډيټر \" دستار\" انټرنېشنل، سرپرست غني خان پښتو ادبي، ثقافتي، تحقيي جرګه