يو څو خبرې مرغلرې
سيد جمال الدین افغانی: د مرګ څخه نه وېرېدونکی يا د هېواد د لوړواي لپاره په شهادت رسيږي او يا هم شرافتمندانه ژوند لاس ته راوړي.
پاسکال : موږ هېڅکله هم ژوند نه کوو، بلکې د ژوند لپاره هيله مند يو.
ژان ژاک روسو : هر کله چې انسان د هر شي هيله کوي، دهغه د کولو وړ ځواک لري، خو يوازې د هوډ تنبلي ده، چې نه پريږدي تر څو هغه انسان د خپلو هېلو د پوره کولو لپاره ګام پورته کړي.
ارسطو : دوه شيان د انسان غم له منځه وړي، يو د ملګرو او دوستانو ليدل او بل د پوهانو ويناوې يا خبرې. چارلز کیټرنیک : هره ستونزه چې ښه تشريح او توضيح شوې وي، هغه ستونزه نيمايي حل شوې ده.
افلاطون : که ستاسو روزي او د بدن مقاومت ټيټ شو، نو مه نااميده کيږی، ځکه چې لمر تل د غروب په وخت کې ټيټيږي، تر څو د راتلونکې ورځې سهار شي او بېرته لوړ شي.
ارنسټ رنان : د نورو سعادت زموږ د نېکمرغۍ يوه مهمه برخه ده.
کانټ : که د انسان څخه د هغه هيله او خوب واخيستل شي، نو د ځمکې د تر ټولو بېچاره موجود په ډله کې راځي.
فلورانس نایټینگل : که چېرې ماته وويل شي، چې خپله شخصي تجربه د همدردۍ د حس په کتاب کې وليکه، نو زه به مې د خپل کتاب پيل په دې سرليک سره وکړم، ښځې د مطلقې همدردۍ حس.
اشپنگلر : د تاريخ ستر شخصيتونه د ملتونو سرنوشت ټاکي.
کارلایل : خپل سرنوشت د فکرونو په بنسټ وټاکی.
سیسرون : هېڅکه نه شی کولای، چې د کوچنپو خلکو په واسطه لوی کارونه سرته ورسوﺉ.
اسټايل : تلاښ يا لټه ده، چې واک لاس ته راوړي نه ارامتيا او خوب.
سر والټر اسکات : په وياړ سره يو ساعت ژوند کول د يوې پېړۍ ورک نوم ژوند کولو څخه غوره دي.
سر والټر اسکات : څوک چې زړورتيا او صداقت نه لري، په هغه کې هېڅ حقيقت شتون نه لري او څوک چې حقيقت نه لري، د لوړاوي خاوند نه دي.
مصطفی کمال پاشا : راتلونکی هغو کسانو پورې اړوند ده، چې د هغه په هيله او لټه کې ده او په هغه ايمان لري.
ماکسیم گورکی : د ژوند په هره لحظه کې موږ بايد تر ټولو لوړې موخې ولرو.
روسکین : بالاخره دا کشف شوه، چې نارينه د ترټولو ناروغو فکرونو او د خشن لرونکو زړونو درلودونکي دي، چې ډېر ژر مين کيږي او بالهوس دي.
لرډ بایرون : انتقام خوږ دی، په ځانګړې ډول د ښځو لپاره، خو په هره موضوع کې د انتقام تصميم نه لري.
شاتو بریان : يو ټينګ عزم او هوډ پر هر شي ، حتا پر وخت هم برلاسي کېدای شي.
پاټریک هنری : يا ماته آزادي راکړﺉ او يا هم مرګ.
راسین : د هوډ په جلب سره کولای شو، وحشي اسپ هم رام کړو.
شوپنهاور : ټيټ او خراب خلک د بې ګناه او رښتينو خلکو د تېروتنو څخه بې کچه خوند اخلي.
شهيد داود خان: هوډ د بري لومړی شرط دی.
اسمیټ : ايمان هغه پاک زنځير دی، چې موږ د ابديت سره نښلوي.
امرسان : هرشی چې ياستی، غواړي تاسې تر هغه لوړ وښيي.
گوته : نارينه د وجدان عمل نه لري، يوازې فکر ده، چې د وجدان سره ده.
فرډریک شیللر : د هر شي دپاسه لوړاوی درلودل لوړ خيالونه او پاک زړه درلودل.
فرډریک شیللر : په نړۍ کې هغه کسان بريالي کيږي، چې د نورو په هيله نه اوسي او هر شی خپل وګڼي. لاروشفوکو : لرې والی معمولي او وړې مينې له منځه وړي او بريالۍ او ستره مينه لا ډېروي؛ لکه د باد، چې شمع غلې يا مړه کوي او انګار نور هم تېزوي.
لاروشفوکو : دا چې موږ فکر کوو، ځينې شيان نا ممکن دي، دا د دې مانا ورکوي، چې ځان ته مو کوم عذر په خپله جوړ کړی وي.
اسټفن گرین : ولې ژاړﺉ ؟ د برياليتوب هيله مند اوسی.
ټی .اس.الیوټ : هرڅوک نبوغ لري، خو ډېری خلک يې د څو دقيقو لپاره خپلوي.
انوره دو بالزاک : هيله د اتکاء تر ټولو لوړه او غوره تکيه ده، تل هيله مند اوسی او د نه هيلۍ روح له ځانه لرې کړﺉ.
انوره دو بالزاک : لوړ استعداد د لوړې ارادې پرته شتون نه لري.
شکسپیر : مينه ، په حقيقت کې عذاب دی، خو د مينې څخه محرومېدل مرګ دی.
گوسټاو لوبون : په ژوند کې د هر وګړي مقام په دې پورې اړه نه لري، چې هغه پوهېږي، بلکې په دې پورې دی، چې هغه هيله لري او کولای شی.
گوسټاو لوبون : تېروتنه د حقيقت زېږنده ده، ځکه چې د بيا ځلې لپاره تېروتنه نه کوي.
زردشت : کوم ښه کار چې د نورو لپاره سرته رسوﺉ، وظيفه يا تکليف نه ده، بلکې يو ډول خوند دی، چې ستاسو شخصيت ته سلامتيا او په زړه پورې توب وربښي.
الین چانک : زړور انسان يو ځل ځي، خو ډارن انسان زر ځلې.
اډوارډ فیلیپس : هغه څوک چې تېروتنه ونه کړي، د لوړو او سترو کارونو په ارزښت به نه پوهېږي.
مولیر : هر چا سره چې ډېره مينه لرې، ډېر يې مه مغروروه، ځکه چې ډېره مغرورتيا يې د بې لارۍ په لوري بيايي.
ډاکټر ډاویډ شوارټز : که چېرته په خپلو برياليتوبو ايمان لرﺉ، هرومرو به بريالي کيږﺉ.
امرسون : تر ټولو لوړ او ستر برياليتوب د اعتماد يا د نږدې کسانو ترمنځ د بشپړې هم غږۍ رامنځ ته کول دي.
امرسون : د مرستې او مشورې په مټ، نور خپلې مرستې ته وهڅوﺉ.
آناټول فرانس : مرګ هېڅکله د زېږون څخه ستونزمن نه ده.
آناټول فرانس : د ژوند لپاره تر ټولو غوره سلاح خندا ده.
آناټول فرانس : هېڅکله او په هر قيمت چې وي، که څه هم ستاسو د سر په بيه وي، خو خپل رښتينی ملګری د لاسه مه ورکوﺉ.
آناټول فرانس : رښتينی ملګری تاسو ته حقيقت در رسوي او دښمن غلطه وينا.
حسن صباح : که د ستونزو د لرې کولو ځواک نه لرﺉ، لږ تر لږه د هغو ستونزو په مقابل کې خو ودرېږﺉ.
بودا : کېدای شي په کمزوري بدن کې لوړ فکر ځای پر ځای شي.
کنفوسیوس : لياقت او شخصي استعداد د هر چا د عالي هدف پورې اړه لري، او بريالي توب، د زيار او هاند مستقيمه پايله ده.
ډیسرائیلی : هغه ځوان چې پورته نه ګوري، نظر يې لاندې لويږي او څوک چې د کمال په لاره نه ځي، د ځوړتيا په لور خوځيږي.
دیسرائیلی : هغه چا چې نړۍ ته ټکان ورکړی دی، هغوی طبيعي استعدادونه نه لرل او د هغوی عقلي ځواک د معمول او منځۍ کچې څخه ډېر نه وو، ولې کوم صفت چې په هغه کې ډېر او ښه وو، هغه رښتينولي او ټيکاو (ثبات) و.
وین ډایر : که کومه ستونزه لرې، يوازې ستاسو د اندود په دليل يوه ستونزه ده، که غواړې، چې د تل لپاره د هغې ستونزې څخه خلاص شې، نو خپل اندود ته بدلون ورکړه.
وین ډایر : ته د نورو څخه بېل نه يې، د نورو د بدو او ښو کارونو په اړه يو ډول قضاوت شته دی، نو خراب کار ته به خراب وايي او ښه ته به ښه وايي، له دغه ځايه ده، چې تاسو رښتينی فکر کوونکی ياستی، یانې حقيقت پلوی ياستی.
ژان پل ساټر : نبوغ ، د تفکر جوهر ده .
اگټ/textarea>