ژباړه : سلطان احمدزى
لومړى: خوښېږې مې نه ستا د شخصيت په خاطر ، بلكه دهغه شخصيت له امله چې زه يې ستا په خواكې لاسته راوړم .
دويم : هېڅوك ستا د اوښكو لايق نه دي ،او هغه څوك چې ستا د اوښكو لياقت لري تاته د اوښكو توييدلو وړ نه ښكاري .
درېيم : كه تا څوك څنګه چې غواړې هماغسې نه خوښوي ، پدې مانا نه ده چې په ټوله مانا سره دې نه خوښوي .
څلورم : واقعي دوست هغه څوك دى ، چې ستا لاس ونيسي او زړه دې لمس كړي .
پنځم : ديو چا لپاره تر ټولو بدترين خفګان هغه دى ، چې دهغه په څنګ كې واوسې او وپوهېږې چې هېڅكله به هغه ته ونه رسېږې .
شپږم : هېڅ وخت موسېدل مه هېروه ،كه ډېر غمجن هم يې ، ځكه چې كېدى شي ډېر خلك ستا په موسكا مين شي .
اووم : كېدى شي ته به په دنيا كې يوازې يو تن يې ، خو د ځينو خلكو لپاره به ټوله دنيا يې .
اتم : هغه څوك چې نه غواړي ستا سره وخت تېر كړي هېڅكله يې په فكر وخت مه تېروه .
نهم : ښايي د خداى خوښه به وي چې لومړى ناسم خلك وپېژنې ، او وروسته مناسب خلك ، پدې ډول هر وخت دې چې داسې څوك پيدا كړ ، هغه وخت كولى شې په ښه ډول شكر وباسې .
لسم : په هغه څه باندې چې تېر شول مه اندېښمن كېږه ، هغه څه چې وروسته له هغه نه راځي ورته وموسېږه .
يوولسم : تل داسې خلك شته چې تا ځوروي ، په داسې حال كې په هر چا باور كوه ، خو پام چې په هغه چا باندې چې تا ازاروي دوهم ځلي باور ونكړې .
دولسم : ځان ښه شخص كړه ، او ډاډه اوسه ، چې مخكې له دې نه چې بل وپېژنې خپل ځان پېژنې ، مخكې لدې نه چې انتظار وباسې چې هغه تا وپېژني .
ديارلسم : له حده ډېر په ځان فشار مه راوړه ، ځكه چې ښې پېښې هغه وخت كيږي چې انتظار يې نه لرې