دعا
الهي ستا په طاعت ما ته طاقت را
ستا مخلوق ته د خدمت ماته فرصت را
ما د بل او بل له ما نه ازار نکړې
د نفرت په ځاي هستي د محبت را
ټول مخلوق ته ستا هستي د مهر غواړم
هر عمل ته ترازو د عدالت را
هسې نه چه بل ته سپک، درانه کړم ځان ته
هسې ظلم نه نجات په مرحمت را
ستا بنده جليلي ځي نور له دنيا نه
تنګ لحد کي لوى جهان د مغفرت را
مرحوم حاجي سيد غلام رسول جليلي
رالېږونکى : عبدالوهاب بلال – پېښور
18.03.2008
- نصرت الهام
غزل
محمد اسماعيل عندليب : نړېوال اسلامي پوهنتون - اسلام آباد
د لمر زرینو وړانګو له ګل پاڼو شبنم واخیست زما ساده زړه راغى ستا له زړه نه يې غم واخیست
ما مه نیسه ساقي زه لېونی یمه چې موړ شم که حظ مې ستا له خُم څخه زیات واخیسته کم واخیست
نن یاد د خلیل لمانځمه نمروده ستا په مخ کې په فکر د عدن مې دادى اور ته قدم واخیست
لښکر د...
25.03.2008
- نصرت الهام
غزل
نصرت الله الهام...