غزل
محمد اسماعيل عندليب : نړېوال اسلامي پوهنتون - اسلام آباد
د لمر زرینو وړانګو له ګل پاڼو شبنم واخیست
زما ساده زړه راغى ستا له زړه نه يې غم واخیست
ما مه نیسه ساقي زه لېونی یمه چې موړ شم
که حظ مې ستا له خُم څخه زیات واخیسته کم واخیست
نن یاد د خلیل لمانځمه نمروده ستا په مخ کې
په فکر د عدن مې دادى اور ته قدم واخیست
لښکر د ایوب خان ته ملالۍ د ننګ قصې کړي
په سرو خپړو مینه کړي وۍ بیا یې علم واخیست
مظلوم ارمان مې جل وهي بیدیا د چا د عشق کې
یو روح پکې را پو شو درومي بېرته یې دم واخیست
وۍ څنګه بې نوا شو یتیم سر یې کوږ په ولي
اخ! چا ترې کتاب څیري کړو او چا ترې قلم واخیست
دا بیا څوک لږېدلى د چا سرې سترګې شوې پټې
چې خلک له کورو ووتل کلی ماتم واخیست
اوس ماته مخامخ شو اوس له ما نه سجده غواړي
د سرو سترګو اثر یې عرب واخیست عجم واخیست
سرتوره به درخو ورته په لپو دیدن راوړي
کوڅې د یار ته درومي رباب بېرته ادم واخیست
له ځانه شو بې ځانه له جهانه یې لا وویست
نن بیا عندلیب سترګو کې له ورایه صنم واخیست