غزل
نصرت الله الهام
ښه بې شمېره راسره ده
مينه ډېره راسره ده
چې هېڅ زخم به را نه کړې
ددې وېره راسره ده
مينه وايي نړۍ ټوله
ګېر چاپېره راسره ده
هغه ټال پکې اوس نشته
هغه بېره راسره ده
ستا د مينې نرۍ څړيکه
زړه کې ګېره راسره ده
چې د اوس زما نې نه يم
څه که تېره راسره ده
ته مې ياد يې هېر مې نه يې
خير که هېره راسره ده
زه الهام چې ورسره وم
هغه چېره راسره ده
٢٠٠٨--٣--١٣
د تندې سره اړيکه
13.03.2008
- نصرت الهام
غزل
پير محمد کاروان
په دې خپل ځان باندې خو نه خوږېږي مينې په تا پسې مې زړه خوږېږي ګل چې د تندې په قمچينه وهي په دې دټول جهان اوبه خوږېږي بېګا مې ټوله شپه په ويښه تېره نن مې په ټوله ورځ لېمه خوږېږي ځکه يې غږ تر ګني خوږ لګېږي شپېلۍ په غم کې د شپانه خوږېږي له ډېره درده درته غږ نه کوي کنه دا ټول کاڼي د غره خوږېږي د مرګ شراب چې وڅښي درد يې هېرشي ويښ په ګوزار ډېر تر ويده خوږېږي کارو...
14.03.2008
- نصرت الهام
غزل
ميوند شينوارى
ځم درپسې چېرته ځې
مرم درپسې چېرته ځې
هجر کې د زړه وينې
خورم درپسې چېرته ځې
څوبه مې د زړه کډه
وړم درپسې چېرته ځې
زه لکه ماشوم ژړا
کړم درپسې چېرته ځې
د...