غزل

پير محمد کاروان

په دې خپل ځان باندې خو نه خوږېږي
مينې په تا پسې مې زړه خوږېږي
ګل چې د تندې په قمچينه وهي
په دې دټول جهان اوبه خوږېږي
بېګا مې ټوله شپه په ويښه تېره
نن مې په ټوله ورځ لېمه خوږېږي
ځکه يې غږ تر ګني خوږ لګېږي
شپېلۍ په غم کې د شپانه خوږېږي
له ډېره درده درته غږ نه کوي
کنه دا ټول کاڼي د غره خوږېږي
د مرګ شراب چې وڅښي درد يې هېرشي
ويښ په ګوزار ډېر تر ويده خوږېږي
کاروان په تا پسې دي ډېر ژړلي
اوس يې جدا ، جدا باڼه خوږېږي