مورې مورې تږی يم په لپه کې اوبه راکړه
زړه دې رانه وړی دی بې زړه ېمه لږ زړه راکړه
بيا درته ماشوم شومه نکريزې مې په لاس کېږده
خوله زما ترخه ده هله يو موټی خواږه راکړه
ما د ژوند په لوبه کې ګرېوان تر لمن وشلاوه
تار په ستن کې واچوه تڼۍ د ګرېوانه راکړه
غره ته يم راغلی چې د غم په لوی زړه وژاړم
ډنډ مې د زړه ډب دی د رڼو اوښکو وياله راکړه
سرته مې زنګون کېږده ويښتو کې مې وهه ګوتې
خوب نه راځي، خوب راوله، خوب کې الوته راکړه
17.12.2007
- laman
اې نړېوالو دنفرت باروت نورمه جوړوۍ زمونږپه زړونوکې رنګین خیالونه مه ړنګوۍله آسمانونودفولادو باران مه اوروۍداځورېدلي انسانان بس دی، نورمه ځوروۍ
مونږ لاېوبل په سمه توګه پېژندلي نديپه مینه مینه مولاېو بل ته کتلي ندي دخپل فطرت ټولې ښکلاوې مولیدلې نديزمونږترمنځه دبېلتون کرښې نورمه تېروۍزمونږپه زړونوکې رنګین خیالونه مه ړنګوۍ
پرېږدۍ چې مونږپه سترګو وګورو رنګینه دنیاچې ښاېسته کاندو پخپله خوږه مینه دنیالانوره هم پسې حسینه شي حسینه دنیازمونږدذوق ا...
17.12.2007
- laman
لکه د اوښکې زړه ژور نه لريداسې موجونه سمندر نه لري
تا به په خپل تصویر کې څوک ځایوي؟دلته خو څوک داسې هنر نه لري
په څومره خلکو کې تنها وي سړیچې زړه لري او د زړه سر نه لري
په خوله خو اوس هم خلک مینې کويپه شونډو پاړ په زړه پرهر نه لري
مازدیګری په زړه د ننه ژاړيپېغلې منګی لري ګودر نه لري
ستا د خبرو د منطق نه لوګیوزن بلا لري ، باور نه لري
قیصه زما د مستقبل سائلهچې شپه لري څنګ به سحر نه لري
...