اې نړېوالو دنفرت باروت نورمه جوړوۍ
زمونږپه زړونوکې رنګین خیالونه مه ړنګوۍ
له آسمانونودفولادو باران مه اوروۍ
داځورېدلي انسانان بس دی، نورمه ځوروۍ
مونږ لاېوبل په سمه توګه پېژندلي ندي
په مینه مینه مولاېو بل ته کتلي ندي
دخپل فطرت ټولې ښکلاوې مولیدلې ندي
زمونږترمنځه دبېلتون کرښې نورمه تېروۍ
زمونږپه زړونوکې رنګین خیالونه مه ړنګوۍ
پرېږدۍ چې مونږپه سترګو وګورو رنګینه دنیا
چې ښاېسته کاندو پخپله خوږه مینه دنیا
لانوره هم پسې حسینه شي حسینه دنیا
زمونږدذوق اوداحساس سترګې نورمه ړندوۍ
زمونږپه زړونوکې رنګین خیالونه مه ړنګوۍ
مونږه آزاد یو پېداشوي آزادي خوښوو
په ښکلې مینې باندې ښکلې زنده ګي خوښوو
په ښکلاګانو ېو مین تل پسرلي خوښوو
زمونږله شونډو دښکلالفظونه مه لوټوۍ
زمونږپه زړونوکې رنګین خیالونه مه ړنګوۍ
دغه جهان ګورۍ زمونږدژوند لپاره جوړ دی
منظره غواړي طبیعت لکه هنداره جوړ دی
روڼ کهکشان درڼو ستورو له مداره جوړ دی
نورپه رڼاجهان کې تورې تیارې مه خوروۍ
زمونږپه زړونوکې رنګین خیالونه مه ړنګوۍ
پرېږدۍ نړۍ کې درڼې سولې رڼاخوره شي
خوږه سندره دقمري په هره خواخوره شي
خوږه نغمه دخوږبلبل ېوځلې بیا خوره شي
دژوندپه شنه باغ کې رنګین ګلونه مه رژوۍ
زمونږپه زړونوکې رنګین خیالونه مه ړنګوۍ
راځۍ چې نن د امن لاس ېوبل ته ورکړو سره
دېوه ټینګ باور احساس ېوبل ته ورکړو سره
په ښوکاروباندې شاباس ېوبل ته ورکړو سره
نورې له ېوبل سره کړې وعدې مه هېروۍ
زمونږپه زړونوکې رنګین خیالونه مه ړنګوۍ