شعرونه
غزل
هرې ساه سره مې مله يې، څومره ټينګه پښتنه يې
مونږ د وخت له ګوتو وتي، زمانې رټلي خلک
چې لا پايو، نو جانانه بس هم ته مو بهانه يې
منشوري حسن څښتنې ، پښتني رنګونه نغاړې
د خوشحال بابا ديوان يې او که پټه خزانه يې؟
دا لوټلى پېغلوتوب دې، دا بې رنګه زندګي دې
اه زمونږ د ويجاړ کلي بې سرليکه افسانه يې
ما له ګوتې نيسه ياره د غزل په سخته لاره
ته زما د خيال لارښوده، د لفظونو خزانه یې