07.11.2007
- laman
داجازې نه هر څه وتي له منتر وتلي دتور نقاب نه دې شغلې دسپين بشروتليخدای دې زموږ ايمان ته خير کړي نور به څه ووايو درانجو کرښې دې دسترکو نه بهر وتلياوس هم ديو بل له ګريوانه ګوتې نه وباسي په پښتنو پسې قامونه په لښکر وتليستا په فراق کې خو لا شپه نيمه هم تيره نه وه ...
07.11.2007
- laman
نن مې بيا په زړه راوورې، نن مې بيا ته مېلمنه يېهرې ساه سره مې مله يې، څومره ټينګه پښتنه يېمونږ د وخت له ګوتو وتي، زمانې رټلي خلکچې لا پايو، نو جانانه بس هم ته مو بهانه يېمنشوري حسن څښتنې ، پښتني رنګونه نغاړېد خوشحال بابا ديوان يې او که پټه خزانه يې؟دا لوټلى پېغلوتوب دې، دا بې رنګه زندګي دې اه زمونږ د ويجاړ کلي بې سرليکه افسانه يېما له ګوتې نيسه ياره د غزل په سخته لاره ته زما د خيال لارښوده، د لفظونو خزانه یې...