وروسته له هغې چې د پاکستان سترې محکمې د مالي فساد په تور د نوموړي هيواد لومړی وزير نواز شريف له دندې ګوښه کړ؛ اوس د دغه هيواد واکمن ګوند مسلم لیګ پرېکړه کړې چې د نوازشریف پر ځای د پاکستان د پطرولیم وزیر شاهد خان د دغه هېواد د موقتي لومړي وزیر او د نواز شریف ورور شهباز شریف د راتلونکي لومړي وزیر د پوست لپاره وټاکي. ټاکل شوې ده چې شهباز شریف لومړی د ملي جرګې غړی او بیا صدراعظم ونومول شي. د افغانستان حکومت د نوازشریف پر لېري کېدو او د نوي صدراعظم د ټاکل کېدو په اړه په خپل غبرګون کې ویلي چې د نورو هیوادونو په کورنیو چاروکې د نه لاسوهنې د سیاست پر اساس د پاکستان له نوي صدراعم سره همکارۍ ته چمتودی. 

په ورته مهال د نواز شريف له ګوښه کيدو وروسته افغان حکومت د پاکستان له نوي لومړي وزيره په خپلو پخوانيو غوښتنو تاکيد کوي. د پاکستان له پخواني ګوښه کړل شوي لومړي وزير نواز شريف څخه د افغان حکومت سترې غوښتنې د ترهګرو پر ضد ریښتیني مبارزه او داسي جګړه کول و چې، د پاکستان په دننه کې د ترهګرو په کمپونو او خوندي پټنځايونو کې پيل شي. اوس د پاکستان له نوي ټاکل کيدونکي صدراعظمه افغان حکومت يو ځل بيا پر خپلو تيرو غوښتنو تاکيد کوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان حکومت د پاکستان له راتلوونکي لومړي وزیر څخه تمه لري ترڅو د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د امن‎پټن‎ځایونو د له‎منځه وړلو لپاره اقدام وکړي. 

اوس اساسي پوښتنې دا دي چې د نواز شريف ګوښه کول او پر ځای يې نوی صدراعظم ټاکل د افغانستان په اړه د پاکستان په پاليسو کې بدلون راولي؟ 

د پاکستان نوي صدراعظم ته به د افغانستان غوښتنې څومره مهمې وي؟ 

او د نواز شريف ګوښه کول او پر ځای يې نوی صدراعظم ټاکل پاکستان ته څه ګټه لري؟ 

اوسمهال افغان حکومت د پاکستان له نوي صدراعظمه بيا هم د تير په څېر تکراري غوښتنې لري. د ترهګرو پر ضد رښتیني مبارزه او داسي جګړه کول و چې، د پاکستان په دننه کې د ترهګرو په کمپونو او خوندي پټنځايونو کې پيل شي؛ دا د افغان حکمت هغه غوښتنې دي چې هميشه يې له پاکستانه کړې دي. خو په مقابل کې يې پاکستان تل افغان حکومت په تکراري ژمنو تيرايستی دی. اوس چې يو ځل بيا افغان حکومت په خپلو پخوانيو غوښتنو تاکيد کړی نو پرته له شکه چې د پاکستان نوی صدراعظم به هم افغان حکومت سره تشې ژمنې او څو نمايشي ناستې وکړي. ځکه د نواز شريف ګوښه کيدل او پر ځای يې نوی لومړی وزير ټاکل د پاکستان د پوځ او آی ايس آی پلان و چې له مخې يې پر ځان هم د نړيوالو فشار کمولی شي او د افغانستان په ګډون امريکا او نورې نړۍ په سترګو کې شګې اچولی شي. 

د نواز شريف ګوښه کول او پر ځای يې نوی صدراعظم ټاکل ځکه د پاکستان لپاره مهم ول چې امريکا د پاکستان پخوانۍ ملاتړې ده او اوسمهال د امريکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان او پاکستان په اړه په خپله بهرنۍ تګلارې په جوړولو کار کوي. ډير احتمال دا و چې دا ځل به پاکستان د امریکا په سياست کې د تير په شان د قوي ملګري او اهدافو تعقيبوونکی ځای ونلري ځکه چې پاکستان په وروستيو کې د امریکا له سياسي رقيبانو روسيې او چين سره د يارانې تارونه غځولي دي. پر همدې اساس داسې ګمان کيده چې پر پاکستان به د امریکا پخوانۍ مرستې راکمې او دغه هيواد به د امریکا په بهرني سياست کې څنډې ته شي. نو د دې لپاره چې پاکستان يو ځل بیا د امريکا په سياست کې مرکزي رول ولري او پر ځان د نړيوالوباور پيدا کړي؛ پاکستان ته اړينه وه چې په اوسنۍ اداره کې بدلون راولي. 

لوی باور دا دی چې نواز شريف د ګوښه کولو تر شاه د پاکستان د استخباراتو او پوځ لاس و ځکه په وروستيو داسې انګيرل کيدل چې نواز شريف هڅه کوله چې په نظام کې د ملکي دولت رول پياوړی کړي. او دا هغه څه دي چې پوځ او آی ايس آی يې د خپلو پاليسو خلاف بولي. په پاکستان کې تل پوځ او استخباراتو د ملکي حکومت په پرتله پياوړي او پريکړه کوونکي ثابت شوي دي. د همدې لپاره پوځ او استخباراتو په ګډه د نواز شريف ګوښه کولو ته زمينه برابره کړه. اوس هم داسې باور دی چې نوی ټاکل کيدونکی صدراعظم به هم د پاکستان د پوځ او استخباراتو په خوښه ټاکل کيږي او هغه څوک به وي چې د افغانستان او سيمې په اړوند به د پاکستان د استخباراتو او پوځ تيرې پاليسۍ به قدم ږدي. پس ويلای شو چې د افغان حکومت غوښتنې يو ځل بيا تکراري دي او پاکستان به هم خپلې تکراري ژمنې او له افغانستان سره څو نمايشي ګډې غونډې ترسره کړي.