د پوسټ کوریر ورځپاڼې د تېرې دوشنبې په ورځ راپور ورکړې چې د پاپوا نیوګینی هیواد غواړي ۶۰ تنه هغه کډوال چې د پناه غوښتنی ادعا یا غوښتنه یې رد شوې په راتلونکو څو اوونېو کې خپل هیوادونو ته ستانه کړي.
راپور کاږي چې د دغه هیواد د کډوالو چارو مشر سالمن کانتا رسنیو ته ویلي چې هغه کډوال چې په خپله خوښه د پاپوا نیوکینی څخه نه وځي نو د قانون له مخې به پری د بېرته ستنېدو حکم په زور نافذ شي.
بله خوا په دغه هیواد کې د کډوالو مدافعینو او فعالانو په یو وار سره د دومره زیاتو پناه غوښتونکو ستنول اندیښمن بللي. ایان رینټول د کډوالو یو مدافع فایر فاکس ته ویلي هیڅکله یې داسې اټکل نه کوه چې د پاپوا نیوګینی هیواد به په یو وار سره د ۶۰ تنو ادعاوی رد او خپلو هیوادونو ته یې د ستنولو پرېکړه وکړي. ددغه پريکړې سره به هرومرو مبارزه کوو.
ډېری دغه پناه غوښتونکي د نیپال هیواد څخه د استرالیا په تکل مهاجر شوي، خو څرنګه چې د استرالیا هیواد د مهاجرینو په وړاندې سخت دریځ لري نو دوی نیول شوي او د یو تړون له مخې يې د پاپوا نیوګینی هیواد ته سپارلي، چې بیا دوی د غیرقانوني مهاجرت په جرم د مانوس او نایرو په توقیف خونو کې اچول شوي.
د مانوس او نایرو توقیف خونو څخه وخت ناوخت د تاوتریخوالي، جنسي ځورونو او بریدونو خبرونه ترلاسه کیږي. داسې راپورونه هم شته چې په توقیف خونو کې د ناوړه وضعیت له امله خلک په بیلابیلو رواني ناروغیو اخته شوي دي حتی ځینو خو یې ځانوژنې او یا د ځان وژنې هڅي کړي.
دوی له خپلو وطنونو په دې تمه خوځیدلي وو چې اسټرالیا کې به پاتې عمر په ارامۍ تیر کړي، خو اوس له داسې حالت سره مخ دي چې ټول خوبونه په اوبو لاهو ویني.
د اسټرالیا حکومت کړنلاره د کډوالو په اړه روښانه او جدي ده. دغه حکومت په ډاګه وايي چې وطن به یې په ناقانونه لارو د راغلیو کډوالو دمه ځای نشي