د استرالیا د حکومت لخوا ددغه هیواد پارلمان ته د کډوالو نوی قانون وړاندی شوی چې په تصویب کېدو سره یې دا اندیښنه شته چې ښایي استرالیا ته د ځینو مشخصو مذاهبو او توکمونو د وګړو داخلیدل به نور هم سخت کړي.

د دغه قانون یوه برخه د عامه ګټو تر چتر لاندې د استرالیا د کډوالو وزیر ته د ځینو خلکو د ویزو د بیا چېک کولو، ردولو او بیا اعتباري کولو صلاحیت ورکوي.

که چېرې دغه قانون وضع شي نو د زیات شمیر خلکو ویزې به بیا کتل او ارزول کیږي، چې د کوم ځانګړې هیواد پاسپورت لري، په کومه سیمه یا ایالت کې ژوند کوي، کله یې د استرالیا ویزه ترلاسه کړې او د خپل سفر په جریان کې له کومو هیوادونو تېر شوې. چې بیا به د استرالیا د کډوالو وزیر پیټر دوټن دا صلاحیت ولري چې کتل شوې ویزې بیا قبولې او یا هم رد کړي.
ښاغلې ډوټن د دی قانون عملي کېدل اړین بولي او د پارلمان څخه یې د تصویب غوښتونکی دی.
دی وایي چې دا قانون کولې شي د استرالیایانو ژوند نور هم خوندي او محفوظه کړي.

اخوا بیا د حکومت آپوزیسیون په دغه پشنهاد شوي قانون سخت انتقاد کړې او په پارلمان کې يې د نه تصویب کېدوغوښتنه کړې. شاین نیومن د لېبر ګوند ویاند رسنیو ته ویلي، چې مونږ به هیڅکله د یو داسې قانون ملاتړ ونکړو په کوم کې چې د مذهب او نژاد پر بنسټ د خلکو ترمنځ توپیر کېږي.