د خولې هره کيسه يې له پيغوره کمه نده
ياري کؤو خو بيا هم له تربوره کمه نده

غصه او اداګانې يې پر ځای پريږدی ملګرو
د ناز يوه موسکا يې هم له اوره کمه نده

جنانه ستا په وړاندې د ځواب ورکول ګران دي
ستا هره ازموينه له کانکوره کمه نده

نيږدې ځکه درتلای نه شمه ټول بدن مې سوځي
لمبه د ښکلي مخ ستا له تنوره کمه نده

که څه هم په جونګړه کې اوسيږم پروا نشته
د ښکلو پکې زور دی ستا له کوره کمه نده

ګوهره هسې نه چې ژوند د ټول خاورې ايرې کړي
همدا شوخه جينۍ د ستا له زوره کمه نده