مه لګــــــــــــوئ نور رنګونه مه لګوئ
پېغلودترور رنګـــــــــــــــونه مه لګوئ

ډېرې وسوسې ورسره پیــــــدا شولې
دومره دسرور رنګـــــــــونه مــه لګوئ

ژوند دعفلتــــــــــــــــــــــونوخزانــــه ګڼئ
ځان باندې پېغــوررنګونه مه لګوئ

مونږسره پښتانه رنګونه ښه ښکاري
نورپردي کمزور رنګـــــونه مه لګوئ

خیر دی کــــه دشمعې په سربل وي تل
شونډوباندې اور رنګــــونه مه لګوئ


یادونه : له مطلعې نه علاوه په اول نیم بیتي کې یوسیلاب کم دی