غزل
مېنه دې ګوره چې کري غمونه
زړه کې ټوکېږي ستا تنکي غمونه
دغم خمار دې ترنګوي د زړه جام
لکه بېخود چې کړي ساقي غمونه
د شرنګ نغمې د ترنګ فرېاد غږوي
چې ماتوي رانه بنګړي غمونه
ماته مې تنده کړه لېمو په اوښکو
اوس ښکلوم به په زړګي غمونه
رحېمې پاسه خوب ېولې ېې که
نن دې په وېښه زنګوي غمونه